No-IMG

په هېواد کې د نړۍوالو غلطو سیاستونو له کبله افغانان په سیاسي او اقتصادي ستونزو کې راګېر دي

په هېواد کې د نړۍوالو غلطو سیاستونو او ناسالمو سياسي رقابتونو له کبله افغانان په پراخو او مغلقو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره راګېر دي. سره له دې چې افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هېوادونو د سر په رديف کې راځي چې پراخه طبيعي زېرمې لري، خو له بده مرغه بيا يې هم وګړي د ګدايۍ په دسترخوان ناست دي او نړۍ‌والو ته يې د سوال لاسونه غځولي.

افغانستان د ځمکې لاندې داسې قيمتي طبيعي زېرمې لري چې ښايي په نړۍ کې يې ساری ډېر کم وي. موږ د ليتيوم دومره پراخه طبيعي زېرمې لرو چې بل هېڅ هېواد يې نه لري. فعلًا په نړۍ کې تېل او ګیس په ختمېدو دي، له همدې کبله نن په نړۍ کې د ليتيوم دوران په غوړېدو او ليتيوم ته اړتيا په ډېرېدو ده. په پرمختلليو هېوادو کې له لیتیوم نه په ګټه اخيستنې برېښنايي موټر او د پاکې انرژۍ د ذخیره کولو په موخه د لوړ ظرفیت لرونکې بېټرۍ جوړېږي او همداراز ليتيوم د اوسني عصري ټیکنالوژۍ په استعمال او جوړښت کې مهم رول لري. دا ټول هغه څه دي چې په اقتصادي لحاظ د نړۍ پرمختللي او مخ پر ودې هېوادونه د افغانستان لیتیوم ته د خورا زياتې اړتیا احساس او تنده لري.

خو اوس مهمه او اساسي پوښتنه داده چې موږ افغانان به د دې توان او ظرفیت ولرو چې د افغانستان له طبيعي زېرمو نه په استفادې په نړۍ‌واله کچه افغانستان په يو قوي اقتصادي مرکز او اساسي محور تبديل کړو؟

دا پوښتنه ځواب غواړي او بايد ځواب شي.

په دې اړه مو خپل نظرونه راسره شریک کړئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک