هېڅوک دې دا فکر نه کوي چې ټول عمر به د واک پر ګدۍ ناست وي
د اسلام تاریخ له خلفاء راشدینو رانېولې بيا تر ننه خورا د سترو خلافتونو، ډول ډول نظامونو او ډول ډول استبدادي حکومتونه پرله پسې شاهد پاتې شوی، په ياده موده کې سلګونه رنګارنګ واکمنۍ تللي او راغلي دي. هر واکمن چې د قدرت په ګدۍ ناست دی، خلکو ته يې په ډېر شد او مد ويلي چې واکمن نظام بديل نه لري، مګر له څه مودې وروسته يې چې واکمني پای ته رسېدلې، ځای يې بل واکمن نېولی، نو هغه هم بيا د تېر په څېر ځان تر پخواني واکمن غوره او بې بديله ګڼلی. دا عموماً د واکمن نظام فطرت وي چې ځان تر ګردو ښه او غوره ګڼي او په نورو خلکو کې خپل بديل په نظر نه ورځي.
دا سمه ده چې د اسلام له نظره اسلامي نظام بدیل نه لري، خو تر هغه وخته چې خپلې داعيې ته ژمن پاتې وي، خو کله چې خپلې داعيې ته شا واړوي او د ولس روا غوښتنو ته ځواب ونهشي ويلی، نو بیا ولس مجبورېږي چې په بديل يې فکر وکړي او پر ځای يې داسې بديل راوړي چې د ولس روا غوښتنې په کې تمثيل شي. دا يو طبيعي سير دی چې د زمان په مختلفو پړاوونو يې ولسونه د خپل ژوند د ښه والي او تکامل له پاره بشپړوي او مخ پر وړاندې درومي. هېڅوک دې دا فکر نه کوي چې ټول عمر به د واک پر ګدۍ ناست وي او ملت به يې هره روا او ناروا غوښتنه په ړندو سترګو مني. دا فکر نه يوازې ځان غولونه ده، بلکې په لوی لاس ځان او ملت د هلاکت کندې ته ور ټېل وهل دي.
