د ممتاز جهانگير لیکنی

حزب اسلامي فعلاً په خپل ملت او په اسلامي نړۍ کې ژورې ريښې لري

حزب اسلامي افغانستان  د نړۍ ټولو مسلمانانو مجاهدینو لپاره د اسلامي مفکورې  د دوه لویو  (جهادونو) او فکري مبارزو یو قوي سنګر و او فعلاً هم په خپل ملت او په اسلامي نړۍ کې ژورې ريښې لري. د (حزب اسلامي افغانستان) په دې فکري او نظامي سنګرونو کې خورا لوی شحصیتونه او مجاهدین روزل شوي دي، لحمدلله د (حزب اسلامي افغانستان) د قربانيو او هلوځلو له برکته تاریخي او افتخاري فتوحات او لاسته راوړنې لرو چې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ویاړ لري. د مجاهدینو قربانيو په نتیجه کې دوه کاله کیږي چې افغانان د اشغال پرته ازاد او خپلواک اسلامي سرپرست حکومت لري. دا د حزب اسلامي افغانستان  د (جهادونو) او مبارزو تسلسل دی چې مجاهدین بریالي شوي دي. ...
نور ولوله

دلته یوازې پوځي جګړه نه؛ بلکې دلته فکري، استخباراتي، مذهبي، قومي، اقتصادي او سیاسي جګړه هم شتون لري

زما په اند په اوسنيو شرايطو کې د حکومت ځینو مسؤلینو  ته د دې اړتيا نه وي چې د ا ا ا د عدم سقوط په اړه مخالیفنو ته د ډاډ وضاحت ورکړي. د نظام او حکومتونو ړنګېدل یوازې په دې معنا نه دي چې ګواکې د پردیو په لاس د جوړو شویو ملېشو په واسطه به ا ا ا سقوط کوي. له بده مرغه د نظامونو سقوط مختلف لاملونه او ابعاد لري، دلته یوازې پوځي جګړه نه؛ بلکې دلته فکري، رواني، استخباراتي، مذهبي، قومي، اقتصادي او سیاسي جګړه هم شتون لري. بې له شکه د هیواد او اسلام حریفان او رقیبان له همداسې فرصتونو نه ډیر په اسانۍ سره استفاده کوی شي.  نو د دې لپاره موږ ټول مسؤوليت او مکلفیت لرو چې خپل اسلامي نظام او ولسونه په هوښیارۍ سره جوړ او متحد کړو او نړۍ ته وښېیو چې افغانان یو واحد او خپلواک ملت دی. او په ضمن کې نړ...
نور ولوله

له بده مرغه، په ټولنیزو رسنیو کې د مبارزې سنګرونه په شخصي خبرو، ټوکو او بنډارونو بدل شوي

له بده مرغه، په ټولنیزو رسنیو کې د مبارزې سنګرونه په شخصي خبرو، ټوکو او بنډارونو بدل شوي. موږ یوازې دې مرحلې ته رسیدلي یو چې موږ په خپل ځان وویاړو او نورو ته سپکاوی وکړو او متأسفانه موږ د مبارزې اصلي موخې، اصول او قوانین تر پښو لاندې کړي دي. موږ نه پوهیږو چې څنګه خپل مسلمان ملت له دې فکري، رواني، مذهبي، سیاسي، سمتي او قومي جګړو او فتنو څخه وژغورو. زه فکر کوم چې پاکه او سپېڅلې مبارزه قوي ایمان ته اړتیا لري.   “هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده” ...
نور ولوله

امارت اسلامي او حزب اسلامي د ملت جوړونې لپاره بايد په يو منظم پلان کار وکړي

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیانو فرمایشي لاسپوڅي مؤقتي، دوه سره ایتلافي او نامالومه بې سرپوښه سرپرست حکومتونه ډیر ژر له تور برخلیک سره مخ شوي دي. له بده مرغه پرلپسې یو تللی او سمدلاسه يې په تحميلي بڼه بله ډله د ارګ په ګډۍ کينولې! متأسفانه د افغان مسلمان او مجاهد ملت د لویو ارمانونو او اهدافو ته د نه رسیدلو یوازينې علت همدا کیدی شي چې په یو نه یو شکل زموږ حکومتونه ډیر په اسانۍ سره بدلیږي؛ له شک پرته نړیوال قصداً او عمداً نه غواړي چې په هیواد کې د ټولو افغانانو په خوښه يو قانون مند او مستحکم اسلامي نظام او حکومت واوسي. زما په اند که په هیواد کې دا فعلي دوه ستر مهم ملت شموله اسلامي جهتونه چې عبارت له (حزب اسلامي ا...
نور ولوله

امریکا او اروپا یو ځل بیا د تیر په څیر د (يهودیانو) تر سلطې لاندې د غلامۍ ژوند لري

زموږ ځینې افغانان اوس داسې انګیري چې ګواکې “امریکا په ټولی نړۍ تسلط او کنترول لري” اما خبر نه دي چې امریکا او اروپا یو ځل بیا د تیر په څیر د (ي هو د یا نو ) تر سلطې لاندې د غلامۍ ژوند لري. حقیقت دا دی چې په امریکا او اروپا باندې یو داسې لوی قوت حاکم دی چې الله تعالی په قرآن کې د دوی شومو کړنو په رابطه څو ځلې یادونه کړې؛ دا هغه قوت دی چې وايي «موږ د خدای غوره او انتخاب شوي خلک یو» له بده مرغه دا نور مخلوق ورته بې روحه غلامان او اسیر انسانان ښکاري، د دوی له امله نه یوازې ټوله نړۍ په تکلیف کې ده، بلکې امریکا او اروپا خلک يې تر ټولو زیات د غلامۍ او ذلت په حالت کې ژوند کوي، ځینې خو بیا پرته له تحقیق او څيړنې داسې فکر کوي چې ګواکې دا هر څه د امریکا په لاس کې دي؛ خبر نه د...
نور ولوله

د اسلام تر نقاب لاندې د افراطي او تکفيري ډلو شتون د اسلام پر ضد تر ټولو خطرناکه پروژه ده

متأسفانه زموږ په ټولنه کې د اسلام تر نقاب لاندې د افراطي او تکفيري ډلو ټپلو شتون د اسلام او مسلمانانو پر ضد تر ټولو خطرناکه پروژه ده. د همدې پروژې د تطبيق لپاره په مختلفو نومونو او شکلونو داسې پرديپاله ($ مفت یان $) ګمارل شوي چې نه له الله وېره لري او نه هم له خپل ضمیر او وجدان شرم او حیا ورځي. یواځې د یو ځو $، SAR, په مقابل کې مخلص مؤمنان او مسلمانان په ډېر سيستماتیک او ماهرانه شکل تکفیروي او د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره يې په ډېره سپین سترګۍ تخريبوي او پر ضد يې منفي او دروغجن تبلیغات کوي چې ګواکې دوی ټول له احادیثو او سنتو منکر دي. دا د ټولو مسلمانانو او مجاهدينو اسلامي او ایماني مسؤولیت دی چې د کفارو دغه خطرناکه فتنه د یو قوي اسلامي محور په را منځ ته کېدو سره سبوتاژ ک...
نور ولوله

ټول مجاهدین او اسلامپال د حکومت په سیاسي چارو کې د یو ځواکمن محور تر چتر لاندې باید منسجم شي

زما په آند؛ ټول مجاهدین او اسلامپال بايد د اسلامي نظام او حکومت په سیاسي چارو کې د یو ځواکمن صف او محور تر چتر لاندې باید متحد او منسجم شي. ځکه چې حکومت او سیاست یوازې په یو سر او فکر ممکنه نه ده چې بقا ومومي. او دا د ټولو افغانانو حق او مسئولیت جوړېږي چې په خپلواکو حکومتونو کې برخه واخلي. او ټول سياسي ليدلوري باید دېته رهي او وهڅوي چې د تېر په څېر؛ یو ځل بیا د قدرت او مؤقف د ترلاسه کولو په پار د هیواد ملي او اسلامي ارزښتونه ضایع نه کړي؛ او په هيواد کې د يو مستحکم او خپلواک نظام د جوړېدو له پاره په ګډه او واحد دريځ کار وکړي. او هو! دا په جرأت سره ویلي شو؛ چې ح اا هر وخت د مسلمانانو او د مجاهدینو مدافع او د جهاد او مبارزې د سنګرونو الګو او نمونه پاتې شوې او نه يواځې؛ د افغان ملت، بلکې د ټ...
نور ولوله

متأسفانه زموږ ځينې عُقده يي متعصبين لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې اکثریت قوم څوک دی؟

متأسفانه زموږ ځينې عُقده يي متعصبينو او پردي پالو غلامان لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې اکثریت قوم څوک دی؟ او اقلیت قومونه له کوم ځايه راغلي او په څه ډول رامنځ ته شوي دي؟ په داسې حال کې چې د نړۍ لوی او اکثریت قومونه په ټوله مانا تعریف شوي او ښکاره ناره هر څه يې معلوم دي. دا چې څوک يې مني او که نه؟ دا د هغوی خپل حماقت او له واقعيتونو تېښته ده. نه پوهېږم چې په اوسنيو حساسو شرايطو اړتیا څه ده چې په دا ډول ثابتو او په تکراري مسايلو بحث وشي. حقیقت خو دا دی  چې افغانان (پښتانه) زرګونه کاله کېږي چې په دې منطقه کې د دوه لویو سیندونو (امو او اټک ) په منځ کې خواره واره اوسېږي او په خپلې زرګونه کاله لرغونې پښتو ژبې روانې خبرې کوي. پښتو ژبه له زړو پخوانیو او قدیمي ...
نور ولوله

هغوی ته چې د افغانستان د قدرمن حکمتيار صاحب په رابطه دروغجن او منفي تبلیغات کوي!

  هغوی چې د افغانستان د معاصر تاريخ د دوه جهادونو د واقعي رهبر حکمتيار صاحب په رابطه دروغجن او منفي تبلیغات کوي له شک پرته چې د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له ادرسه ګومارل شوي او له همدې لارې هڅه کوي چې د مسلمانانو په منځ کې د نفاق تخم وکري دوی ته وایو چې تاسو الله تعالی د افغان مجاهد ملت په لاسونو دوه ځل له شرمناکې ماتې سره مخ کړئ دا ځل هم د هېواد ريښتيني زامن او سپيڅلي مجاهدین درته متوجه دي او د دې موقع نه درکوي چې تاسو په خپلو ناولو عزائمو د مسلمانانو او مجاهدینو په منځ کې د نفاق جبهه ايجاد کړئ ...
نور ولوله

حزب اسلامي هر وخت په سختو شرایطو کې د خپل مسلمان ملت مدافع او نماینده پاتې شوی

موږ د افراط او تفريط پلويان نه يو او نه په خبرو او ويناوو کې ځان ته د مبالغې إجازه ورکوو؛ يوازې د تاریخي واقعيتونو پر اساس حقایقو ته ترجيح ورکوو. حقیقت دا دی چې حزب اسلامي افغانستان یوازې سیاسي، نظامي او فکري سنګر او تنظیم نه دی، بلکې د نړۍ په کچه یو مسلمان او مجاهد ملت دی. په دې حزب کې داسې ملي اشخاص او مبارزين روزل شوي چې نن او پرون يې د نړۍ په کچه موفقانه سیاستونه، مبارزې او فعالیتونه مخ ته وړي؛ چې په نتیجه کې يې نن د لویو لویو او تاریخي تحولاتو شاهدان يو. حزب اسلامي هر وخت په سختو شرایطو کې د خپل مسلمان ملت مدافع او نماینده پاتې شوی، هر څه چې کوي او يا يې کړي؛ د خپل ملت او اسلامي اُمت د بهبود او پرمختګ لپاره يې کړي. موږ...
نور ولوله

نړيوال مفتيان ځوک دي، او دا فتواګانې په ځه ډول پلي کيږي.؟

په نړي کي د انګريزانو او تربورونو ( یهودانو) د انسان وژني پرضد د مذهبي فتواګانو فارمول تر اوسه پوري دوام لري، په حقيقت کي انسان وژنه په هر مذهب کي يو لويه ګناه او جرم بلل کيږي، نو پدي خاطر باندي د صليبي جګړو په وخت کي عيسويانو هم د مسلمانانو پرضد د جګړي مخالفت بي کاوو. دوي هم دا نه غوښتل چي د انسان او د مسلمانانو وينه توي کړي، مګر د دوي متعصبه ليډرانو  مشرانو به غوښتل چي خپل خلک  د مسلمانانو پر ضد جګړي ته وهځوي، له همدې امله انګريزانو د خپلو عيسويانو  ملايانو مفتيانو په مرسته باندي خپلو خلکو ته ئي فتوا صادره کړه. خپلو خلکو ته ئي وويل چي "هغه ځوک چي عيسی عليه السلآم د خداي زوي نه ګڼي "هغوي انسانان ندي" دا ځکه چي په هغوي کي د الهي روح نه شته" ځه وخت چي په...
نور ولوله

افغانستان ملي اقتصادي زېربناوې او دولتي تجارتي شرکتونه د هېچا شخصي ملکيت نه دی

افغانستان ملي اقتصادي زېربناوې او دولتي تجارتي شرکتونه د هېچا شخصي ملکيت نه دی، بلکې د هېواد او ملت لویه او بنیادي سرمایه ده؛ پر همدې اساس هېڅ فرد او حکومت حق نه لري چې د هېواد د نافذه  اقتصادي او تجارتي قوانینو او پالیسیو پرته بل هېواد ته په کې  د پانګونې بلنه ورکړي. ‏که همدا دولتي شرکتونه په سمه توګه مديریت شي او یوازې د هېواد خپلو ملي تجارانو ته په كې د پانګونې فرصت برابر شي، نو زه پوره باور لرم چې هېواد مو له دې پر مخ ځوړ حالت په چټکه توګه راوتی شي. ‏نو بناءً هېڅوک دې دا هڅه نه کوي چې په لوی لاس د هېواد ملي او دولتي شتمنۍ او تجارتي شرکتونه پرديو ته په لاس ورکړي او نه هم دا کار د هېواد په ګټه تمامېږي. ښه به دا وي چې د هېواد دولتي تجارت...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک