د اشغال پر وخت جمهوریتوالو او مقاومت جبهې له افغانانو سره نهايي زیات ظلم او لوی خیانت وکړ
سره له دې چې د اشغال پر وخت جمهوریتوالو او مقاومت جبهې له افغانانو سره نهايي زیات ظلم او لوی خیانت وکړ او بېدرېغه يې پر يوه او بله پلمه له تېغه تېر کړل او څه وخت چې د افغانستان اسلامي امارت له لورې ورته عمومي عفوه اعلان شوه، بيا يې هم له خپل خباثته لاس وانخیست او له بهره يې د خپلو بادارانو پر مټ د افغانستان اسلامي امارت پر ضد د دسيسو پر جوړولو شروع وکړه. که افغانستان اسلامي امارت وغواړي او دغه فراري لنډغران له سیاسي او اقتصادي ګواښونو سره مخ کړي، نو لومړی بايد هغه عامه، ملي او شتمني چې دوی په مختلفو لارو قتل او قتال، غارت او غصب سره را ټوله کړې، بايد ترې کنګل او بیت المال ته تسلیم کړي، څو مجبور شي د پردیو سیاستونو او د پرديو لپاره له جګړو لاس واخلي. د تقابل او مخالفت پر ځای له خپلو افغانانو سره بين الافغاني مذاکراتو ته اړ شي او په نتيجه کې د خپل حيثيت او موقف د إثبات لپاره يو سولييزه فضا منځ ته راوړي.
