د ممتاز جهانگير لیکنی
مسلمانان په خپل دین کې پاتې او له ناکامۍ سره مخ شوي!
زمونږ د مسلمانانو لویه ستونزه او اشتباه دا ده چې د دین اصلي اساساتو ته ژمن نه يو، بلکې د قدرت او امتیازاتو لپاره له دین او سیاست نه په غلط شکل استفاده کوو او هر څه ته نمایشي بڼه ورکوو.
متاسفانه په سیاسي اجتماعي او ټولنيز کارونو کې ناکام یوو، همدا دليل دی چې ډیر په اسانۍ سره د پردیو غلطو سیاستونو ښکار شوي یوو. يوازينی علت ئې همدا دی چې موږ مسلمانان په مجموع کې هم له دین نه شاته پاتې یو، او هم په دین کې له سیاست نه غلط تعبیر اخلو او په عین حال کې په هر څه کې افراط کوو. حال دا چې زموږ په مقدس دين کې سیاسي جوړ جاړی او ملي ثبات ډیر په واضح شکل سره تعریف شوي دي. حتی که اشتباه ونه کړو سیاست او ثبات د دین یوه مهمه برخه بلل کیږي.
هر چا چې له دین سیاست او ملت نه د...
نور ولوله
د مسلمانانو او اسلامي مقدساتو مذهبونو پر ضد اصل کې یهودي صهیونیزم توطئې ایجادوي
د مسلمانانو او اسلامي مقدساتو مذهبونو پر ضد اصل کې یهودي صهیونیزم توطئې ایجادوي د مسلمانانو او اسلامي مقدساتو مذهبونو پر ضد اصل کې یهودي صهیونیزم توطئې ایجادوي او د فلسطیني مسلمانانو پر ضد یوازې صهیونیزم دی چې جګړه کوي.!
یهود یا صهيونیزم په ټوله نړۍ کې یو منل شوی اقتصادي قوت دی او په خپلو کې خورا سخت متحد او منظم دي، جرمنيانو په دوهمه نړیواله جګړه کې د هېټلر په مشرۍ یهودان ډیر سخت وځپل، په سلګونو زره یهودان ېې ووژل او له هیواد نه يې وشړل، حقیقت دا دی چې د یهودو او عیسویانو تر مینځ دغه یوه تاریخي او مذهبي جګړه وه، خو د وخت په تیریدو سره یهودانو دغې جګړې ته یو بل رنګ ورکړو، څو دغه نور عیسویان د دوی په مقابل کې را اوچت نه شي، د خپلې نفعې په خاطر د امریکا او د اورپا په هیوادونو او ملل متحد کې...
نور ولوله
ایران د تېر په څېر په افغانستان کې بياځل د ایران شموله حکومت جوړونې په فکر کې دی
ایران د تېر په څېر په افغانستان کې بياځل د ایران شموله حکومت جوړونې په فکر کې دی، خو دې ته يې پام نه دی چې افغانان د پرديو په لاس له تپل شويو او فرمایشي حکومتونو کرکه لري. نه په هېواد کې پردي یرغلګر غواړي او نه هم د پردیو په لاس جوړ شوي او لاسپوڅي حکومتونه.
په تېرو څو میاشتو کې د روس او چین په وساطت ایران ډېره هڅه وکړه چې له ا ا ا په ځينو ملي او سیاسي مسائلو کې سوء استفاده وکړي او له ځينو غربي هېوادونو سره يې په یو نه؛ يو ډول په سیاسي او استخبارتي ستونزو کې ښکیل کړي، او د انزوا لور ته يې بوځي. تر دې چې په ځینو ناستو کې يې په ډېره سپین سترګۍ سره له ا ا ا د ټول شمول حکومت غوښتنه کوله او له بل لور ته د افغانستان پر ضد داخلي دښمنانو ته روزنه او تجهيزات ورکول او افغانستان ته يې رالېږل څو دلته ...
نور ولوله
د ایران خلکو ته وایو! زموږ اوبه خپل قیمت لري؛ افغانان د خپل حق غوښتونکي دي
افغانستان او د ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم شهید موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې وه چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي. اوس مهال ایران وایي چې ا ا ا د ۱۳۵۱م کال معاهدی ته ژمن دی او ډیر ژر به ایران ته د خپلو اوبو حق وسپاري!
موږ د ایران خلکو ته وایو!
حقیقت دا دی چې تاسو له افغانانو سره غدر او خیانت کړی دی، تاسو له موږ سره نه په اوبو کې حق لرئ او نه د ګاونډيتوب حقوقو مستحق یاست؛ زموږ اوبه خپل قیمت لري او د دې هیواد غرامت پر تاسو فرض دی افغانان د خپل حق غوښتونکي دي.
حال دا چې د تیر شوي حکومتونو ۱۳۵۱ م کال د ایران او د ...
نور ولوله
د افغانستان اوبه وړيا او بې بها نه دي چې چاته يې خيرات کې ورکړو
ځينې بهرمېشتي افغانان او بالخصوص سیاسي اشخاص له ایران دومره ډارېږي چې حتی د افغانستان پر ضد خپلو څرګندونو ته حقوقي بڼه ورکوي او ډېر په منافقانه ډول هڅه کوي څو خلکو ته وښيي چې ګویا ایران له موږ سره په هر څه کې شریک دی او بايد حق يې ورکړل شي. دوی فکر کوي چې د دوی دا بزدلانه نظريات او تحليل د ټولو افغانانو د نظر څرګندويي کوي او هېڅ راز مخالفت ورسره نه لري. تر ټولو جالبه يې لا دا ده چې په خپلو خبرو کې دا هم وايي چې ایران زموږ سپیسونه او نظريات تعقیبوي او د ريکارډ په شکل يې له ځانه سره ساتي، نو څه چې وایو نو باید په احتياط يې ووايو. له بده مرغه په ځينو کې د ایران سیاسي، فکري او استخباراتي کړيو دومره ژورې رېښې ځغلولي چې اوس ورته له خپلو ملي شتمنيو هم ورتېر دي او وړيا يې وربښي.
خو په دې نه...
نور ولوله
يرغلګر هڅه کوي چې افغانان له سیاسي او استخباراتي تهدیدونو او بندیزونو سره مخ کړي او بد نام يې کړي
افغان تاريخ په وار وار دا ثابته کړې چې افغانستان د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګيانو هديره او ګورستان دی او هر ځل چې دې خاورې ته راغلي له تور برخليک سره مخ شوي.
همدا وجه ده چې يرغلګر او د هغوی لاسپوڅي دا هڅه کوي چې افغانان په نړۍ واله کچه له سیاسي او استخباراتي تهدیدونو او بندیزونو سره مخ کړي او بد نام يې کړي. له همدې کبله يې زموږ د لومړني (جهاد او تاریخي فتحې) د بدنامولو هڅه هم وکړه، او له بده مرغه نن هم د همغه تېر ځل په څېر بيا هم د بدنامۍ له سناريو او توطئو سره لاس او ګرېوان یو او له همدې لارې غواړي يرغلګر ځواکونه او د هغوی لاسپوڅي خپلو شومو موخو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو دوی دې پوه شي چې افغانان به هيڅکله هم د خپل هېواد او ملت د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په منفي تبليغاتو دوکه نشي او نه به هم د هغوی په لاس...
نور ولوله
د اوکراین پر سر د نړۍوالو خپل منځي کشمکشونه نورو هیوادونو ته هم غځيږي
ښايي افغانانو ته به اوس دا ثابته شوې وي چې نړۍوال هیڅکله هم په افغانستان کې سیاسي، امنیتي، اجتماعي او اقتصادي ثبات نه غواړي او نه هم هغوی ته د افغانانو په خوښه يو خپلواک اسلامي نظام د منلو وړ دی. متأسفانه نړۍوال په افغانستان کې له نيابتي جګړو پرته له بل هیڅ څه سره علاقه نه لري. فعلاً په نړۍواله کچه د دې هڅه روانه ده چې څنګه يو ځل بيا په افغانستان کې د تېر په څېر د خپلو استخباراتي موخو د حصول زمينه برابره کړي. دوی هڅه کوي له همدې لارې او په اسانۍ له خپلو رقیبانو سره سیالي او زور ازموينه وکړي. له بده مرغه نړۍوال تر ډیره بريده په خپلو شومو موخو کې بريالي شوي دي. فعلاً دا اندېښنه هم موجوده ده چې د اوکراین پر سر د نړۍوالو خپل منځي کشمکشونه نورو هیوادونو ته هم وغځيږي. دې ته پر کتو اړتيا ده چې افغانان د نورو سیاستون...
نور ولوله
په ميونیخ کې نړیوالې غونډې د اوکراین د خلکو زړورتیا په ګوته کړه
په ميونیخ کې نړیوالې غونډې د اوکراین د خلکو زړورتیا په ګوته کړه او ویې ویل چې دوی د خپل ژوند، خپلې ازادۍ، او خاورې لپاره مبارزه کوي او موږ یې په کلکه ملاتړ کوو. خو له بده مرغه په بُن غونډه کې د افغانستان جګړه د ترهګرۍ او افراطیت په نوم تعريف شوې وه، په داسې حال کې چې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ټول افغانان له هر څه محروم شوي وو؛ پرته له جګړې او عام وژلو بل هیڅ حق يې نه درلود؛ الحمدلله افغانانو ډیر په شجاعت او میړانه خپله ازادي او خپلواکي ترلاسه کړه او نړېوال د خپلو نمایشي او دروغجنو شعارونو سره سم له یو تاریخي ماتې سره مخ شول.
...
نور ولوله
ناټو د اوکراین جګړه یوه نړیواله جګړه بولي
د مونیخ له امنیتي کنفرانس څخه داسې انګیرل کیږي چې ګواکې د اوکراین جګړې نړۍ بدله کړې ده. په دې غونډه کې ناټو د اوکراين جګړې ته نړيوالې جګړې نوم ورکړو. د اوکراین د جګړې پر سر د نړۍ د زبرځواکونو ترمنځ سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. په داسې حال کې چې د دې جګړې له کبله تر ټولو زیات اوروپايې هیوادونه له امنيتي او اقتصادي ګواښنو سره مخ دي. له بده مرغه د اوروپا ځيني هیوادونه واک او اختیار نه لري چې خپلو ستونزو لپاره په مستقل شکل د حل لاره ولټوي، یوازې په یو شکل نه یو شکل منحصر او لاس تړلي دي.
حقیقت دا دی چې روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې په اوکراین جګړه کې ماتې وخوري، که روسان په دې جګړه کې مات شول دا به د دوی لپاره یو تاریخي شکست وي او د تسلیمپدو په معنا به وي؛ ک...
نور ولوله
اوس هم ځينې پرديپال امرالله ناصالح ته په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې کمپاين کوي
د امر ناصالح تر واکمنۍ لاندې ډیری نااهلو، مادیات پرستو، غولېدلو فراري ځوانانو او وکیلانو د خپلې غلامۍ د اثبات لپاره خپل قوم، ملت او ایمان ډېر په کمه بیه خرڅ کړ. آن تر دې چې ځینو «پخو پتیرو!!» د ناصالح بوين اصطلاحات ډېر په فخر کارول او دې هر یو یې د «روند سبز!!» کارتونه هم لرل. د کابل او پکتیا ځينو وکیلانو به ورته کمپاینونه کول. خو بده ورځ چې راغله ټولو کابل پرېښود او غرب ته وتښتېدل. اوس همدغه سرکوزی او فراري مخلوق يو ځل بيا لګیا دی او له اروپا او امریکا نه امر ناصالح ته په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې کمپاين کوي.
دا که پرديپالنه، غلامي او وطن پلورنه نه وي، نور به څه وي؟
د دوی د حماقت او جهالت لپاره همدا کافي ده چې لا هم امر ناصالح خپل مشر بولي او کمپاينونه ورته کړي.
دې ا...
نور ولوله
دلته هر اشغال تر ماتې وروسته په کرار نه دی ناست، څو يې له افغانانو د خپلې ماتې غچ نه وي اخستی
دلته چې هر اشغال له يوې شرمېدلې تاريخي ماتې سره مخ شوی، تر هغو بيا په کرار نه دی ناست، څو يې له افغانانو د خپلې ماتې غچ نه وي اخستی.
حقیقت دا دی چې د نړۍ پرمختللي هیوادونو په خپلو استخباراتي ايجنسيو او مطبوعاتي اورګانونو باندې دومره پانګونه کړې چې سړی يې آن تصور هم نه شي کولای. هغوی په خپلو استخباراتي تکتیکونو او مهارتونو کې خورا ډېر مسلکي او فعال دي. دا بيخي واضح ده چې په فعلي شرایطو کې جګړه استخباراتي او مطبوعاتي ده؛ او نړۍوالو په هره برخه کې او د هر کار لپاره داسې افراد روزلي او په مهمو موقفونو کې يې داسې ځای پر ځای او نصب کړي چې په خپله همدا ګمارل شوي هم ډېر په دې نپوهېږي چې د څه لپاره او چاته لګیا دي؟ یوازې د خپلې مؤقتي ګټې او کاذب شهرت په نشه کې غرق دي او بس!...
نور ولوله
ملګري ملتونه وايي چې طالبان د ترهګرو ډلو په ځپلو کې پاتي راغلي
ملګري ملتونه وايي چې طالبان د ترهګرو ډلو په ځپلو کې پاتي راغلي، خو زه بيا پدې نظر يم چې طالبان له نړۍوالې ټولنې سره په دې تړون کې ځکه پاتي راغلي چې هغوی د همدغو ترهګرو ډلو حمایت او ملاتړ کوي او د افغانستان پر ضد په خپلو هیوادونو کې ورته ساتنه او روزنه کوي. هغوی ته يې د سیاسي او نظامي فعاليتونو لپاره رسمي دفترونه ورکړي، حتی سیاسي او نظامي مرستې تجهيزات او امکانات ورته برابروي.
د دې ټولو ناخوالو پشمول؛ متاسفانه زموږ غلطو، افراطي او جذباتي سياستونو او فېصلو هم افغانستان په بېلابېلو توطيو کې ښکیل کړی او پر لوی لاس مو دښمنانو ته د لاس وهنې موقع او فرصتونه برابر کړي.
موږ د خطر پر يو داسې نړېدونکي پاڼ ولاړ يو؛ چې که له عقل او سوچ نه کار وانخلو، نو غورځېدل م...
نور ولوله
