No-IMG

امارت اسلامي او حزب اسلامي د ملت جوړونې لپاره بايد په يو منظم پلان کار وکړي

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیانو فرمایشي لاسپوڅي مؤقتي، دوه سره ایتلافي او نامالومه بې سرپوښه سرپرست حکومتونه ډیر ژر له تور برخلیک سره مخ شوي دي.

له بده مرغه پرلپسې یو تللی او سمدلاسه يې په تحميلي بڼه بله ډله د ارګ په ګډۍ کينولې!

متأسفانه د افغان مسلمان او مجاهد ملت د لویو ارمانونو او اهدافو ته د نه رسیدلو یوازينې علت همدا کیدی شي چې په یو نه یو شکل زموږ حکومتونه ډیر په اسانۍ سره بدلیږي؛ له شک پرته نړیوال قصداً او عمداً نه غواړي چې په هیواد کې د ټولو افغانانو په خوښه يو قانون مند او مستحکم اسلامي نظام او حکومت واوسي.

زما په اند که په هیواد کې دا فعلي دوه ستر مهم ملت شموله اسلامي جهتونه چې عبارت له (حزب اسلامي افغانستان) او (افغانستان اسلامي امارت) څخه دي په خپلو کې متحد شي او په ګډه د ملت جوړونې لپاره په یو منظم پلان او طرحه باندې کار وکړي څو دا ويشل شوی ملت د تل لپاره منظم او متحد کړي چې په اینده کې هیڅوک د دې جرائت او وړتیا ونلري چې د پرديو په مرسته تحميلي ډلې د ارګ په ګدۍ کښینوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک