No-IMG

متأسفانه زموږ ځينې عُقده يي متعصبين لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې اکثریت قوم څوک دی؟

متأسفانه زموږ ځينې عُقده يي متعصبينو او پردي پالو غلامان لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې اکثریت قوم څوک دی؟ او اقلیت قومونه له کوم ځايه راغلي او په څه ډول رامنځ ته شوي دي؟ په داسې حال کې چې د نړۍ لوی او اکثریت قومونه په ټوله مانا تعریف شوي او ښکاره ناره هر څه يې معلوم دي. دا چې څوک يې مني او که نه؟ دا د هغوی خپل حماقت او له واقعيتونو تېښته ده. نه پوهېږم چې په اوسنيو حساسو شرايطو اړتیا څه ده چې په دا ډول ثابتو او په تکراري مسايلو بحث وشي.

حقیقت خو دا دی  چې افغانان (پښتانه) زرګونه کاله کېږي چې په دې منطقه کې د دوه لویو سیندونو (امو او اټک ) په منځ کې خواره واره اوسېږي او په خپلې زرګونه کاله لرغونې پښتو ژبې روانې خبرې کوي. پښتو ژبه له زړو پخوانیو او قدیمي (Avestan، Human language ) ژبو له جملې څخه ده، ډیری ژبو د وخت په تېرېدو سره تغيير خوړلی، په نورو ژبو تبديل شوي او يا هم بيخي له منځه تللي؛ خو پښتو په ټول قوت او تاريخي برم سره لا هم په خپل ځای پاتې او ولاړه ده؛ دغه راز د نړۍ تاریخونو او لويو زبرځواکونو ته هم ثابته شوې چې په دې منطقه کې یوازېنی لوی اکثریت او خپلواک قوم پښتون دی او هم د دې لوی هېواد ملکیت یوازې پښتنو پورې مربوط دی. او د دې توانايي او ظرفیت هم لري چې نور قومونه پر ځان راټول کړي!

د تاریخ په اوږدو کې د (سرادر محمد داود خان)  په وخت کې د سرشمیرنې احصائېه چې شوې وه ۷۵ ٪ پښتانه حساب شوي وو، او ۲۵٪ دا نور اقلیت قومونه چې له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته را کډه شوي.

موږ منحيث پښتون قوم په دې عقیده یو چې په افغانستان کې ټول قومونه د اسلام په رڼا کې ورورګلوۍ او خپلمنځي احترام ته باید قایل شي، دا هېواد د ټولو افغانانو مشترک کور ګڼو او باید د ټولو واوسي، د دې کور ساتنه د ټولو افغانانو مشترک عزت او ګډ مسؤلیت دی.

هغوی چې د پردیو په لمسون قومي او سمتي مسایلو ته لمن وهي او په اړه يې ضد او نقیض خبرې کوي؛ د هغوی بدرنګ تاریخ ټولو افغانانو ته معلوم دی. له بده مرغه د روسانو، امریکايانو او ناټو د اشغال په دوران کې د پښتنو د غوڅ اکثریت سرشمېرنه د قومي، ژبني او سمتي تعصب له مخې دومره کمه ټيټه وښودل شوه چې يو پښتون خو لا پرېږده حتی یو بااحساسه او بادرکه غیر پښتون ته به هم د منلو وړ نه وي، دا اصلا یوه استخباراتي  پروژه وه چې اشغالګرانو د خپلې خوښې اقلیتونه د قدرت پر ګدۍ کېنول، څو د دوی په مرسته خپلو شومو موخو ته لاس رسی ولري؛ چې په نتیجه کې  نړيوالو د ۱۹۹۲م کال جولای میاشت کې د “کارمل کمونيستي ډلې جنرالانو او د شورا نظار ډلې جنرال مسعود” په همکاريو خپل هدف ته ورسېدل او د افغانانو لوی ارمانونه يې له خاورو سره خاورې کړل او  حکومت يې خپلو روزل شويو جاسوسانو او غلامانو ته په واک کې ورکړ. له بده مرغه د افغانستان په معاصر سياسي تاريخ کې دغه پرديپاله ډلې دوه ځل د اشغالګرانو په طیارو او ټانګونو سپاره افغانستان ته راغلل، دوی د قدرت او حاکمیت لپاره خپل وطن، قوم، ایمان، دین، او مسلمان ملت هر څه يې له لاسه ورکړل؛ د دوی له لاسه دوه نیم ملیونه افغانان د روسانو د رضايت لپاره دوی په شهادت ورسول. همدومره شمېر يې هجرت او مهاجرت ته اړ کړل، او د دوهم ځل لپاره هم د همدې نامرده اقليتونو په همکارۍ یونیم ميلیون افغانان امریکا او ناټو په شهادت ورسول او بې شمیره بېګناه افغانان يې په شخصي زندانونو او کانټنرانو کې ووژل؛ حتی د ځینو خو لا تر اوسه د ژوند او مرګ پته هم نه لګېږي. په خورا تأسف بايد ووايو چې دې نامرده اقليتونو په خپل تاريخ کې له ذلت، غلامۍ او ناکامۍ پرته بل څه نه دي درج کړي؟

ښه مې په یاد شي د “حامد کرزي” په وخت کې د بهرنیانو په فرمایش  «ډاکتر عبدالله عبدالله» د بهرنيو چارو وزير په توګه وګومارل شو، سمدلاسه يې په ملګرو ملتونو کې همغه د جولاې  میاشتې ۱۹۹۲ م کال د  “کارمل ډلې جنرالانو او د شورا نظار ډلې مشر جنرال مسعود” برنامه چې غوښتل يې پښتون قوم اقليت وښيي د همغې برنامې په تعقیب يې کار پيل کړ او پښتانه يې له غوڅ اکثريت نه د يوې غير رسمي او متعصبانه سروې له مخې غټ اقليت حساب کړ او په ملګرو ملتونو کې يې د پښتنو احصائيه ۳۸٪ وښوده او نورو قومي اقليتونه ئې ۶۲٪ اعلان کړل. خو متأسفانه “کرزي خیل او اشرف خیل” ډلو ټپلو په پارلمان او سنا کې ورته په ټيټ سر او مړو سترګو کتل او له وېرې يې غږ نه کاوه. عجیبه دا ده چې دا ځيني اوسني مغروره او ځان غوښتونکي نه له حقایقو او واقعیتونو خبر دي او نه د هېواد د ملي مسایلو په کیسه کې دي یوازې د خپل جهالت ه خره سپاره دي او په دې نه پوهیږي چې په کوم مسیر روان دي او په خپل قدرت کې غرق دي. بل لور ته جمهوریت پالان  اوس له خوبه بیدار شوي له بهر نه د هېواد ملي مسایلو په اړه وخت ناوخت منافقانه څرګندونې کوي خو له بده مرغه نه يې په خبرو کې تاثير شته او نه هم چاته د منلو او د اعتبار وړ دي؛

په اخر کې ا ا ا ته یو ضمني سپارښتنه او مشوره ورکوو؛

لومړی د جمهوریت او د اشغال په شلو کالونو کې هغه تذکرې چې خلکو ته توزيع شوي، له سره باید تجدید نظر پرې وشي او د هرې کورنۍ سابقه په سمه توګه تشخيص او په اړه يې پلټنه وشي، څو د قوم هویت يې په صحيح شکل معلوم شي، دا ځکه چې په الکترونیکي تذکرو کې خورا ډیره لاس وهنه شوې او هغه کورنۍ چې هویت يې په مشخص قوم پورې ارتباط لري او په تذکره کې ورته تاجک، ازبک او... لیکل شوي. بل هغه پښتانه چې ډېر پخوا له خپلو ولایتونو د تعلیم او یا کاروبار لپاره کابل ته کوچیدلي دا به هم له هغوې سره هم بې انصافي وي چې د دوی هویت یرغمل شي او په تذکرو کې د بل قوم هویت ورته ولیکل شي.

دوهم وړاندیز به مو دا وي چې د سرشمیرنې او احصائې لپاره یو منظمه، شفاف او خپلواکه طرحه جوړه شي چې د نړۍوالو دغه استخبارتي توطئه په یو نه یو شکل د تل لپاره سبوتاژ شي، او په ضمن کې افغانانو ته جوته شي چې اکثریت څوک دي او اقلیتونه څوک دي؟!

الله تعالٰی ټول افغانان د اسلام په اصولو او قوانینو په خپلو کې متحد او متفق کړي. آمين!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک