د ممتاز جهانگير لیکنی

امریکا او نړۍ کې عام خلک شپه او ورځ د اسرائيلو د ظلم په وړاندې په لاريونونو بوخت دي

په غزه کې د اسرائیلو د ظلم او بربریت له امله په امریکا کې د پوهنتونونو محصلین او عام خلک شپه او ورځ په فعالیتونو او لاريونونو بوخت دي. د ویلو وړ ده چې د اسرائیلو مشران د دوی له فعالیتونو او حرکتونو له امله سختو ګواښونو او رواني ناروغیو سره مخ شوي دي. په هر ځای کې عام خلک د اسراییلو د وحشت او بربریت پر ضد شعارونه ورکوي. په غزه کې د اسراییلو د وحشت او بربریت په وړاندې د امریکا د خلکو غبرګونونه ورځ په ورځ زیاتیږي. ښايي دا حالت نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د غزې د مسلمانانو د مظلومیت او د هغوی د دفاع او ملاتړ په اړه د امریکايي پوهنتون د محصلینو او عامو خلکو احساس او د دوی خواخوژي د ستایلو وړ...
نور ولوله

متأسفانه اسلامي امارت په داخل کې له خپل ملت سره په ډیرو خطرناکو ملي، اسلامي، اجتماعي، او سیاسي مسایلو کې ښکیل دي

متأسفانه ااا په داخل کې له خپل ملت سره په ډیرو خطرناکو ملي، اسلامي، اجتماعي، او سیاسي مسایلو کې ښکیل دي، دا او دې ته ورته اوسنی حالت نه د افغانانو په ګټه دی او نه د ااا په خیر دی. بلکې دا هغه څه دي چې د اسلام او هیواد اصلي حریف او رقیب ډیر په اسانۍ سره ترې استفاده کولای شي. او همدغه وضعیت په لوی لاس د نظامونو او حکومتونو د سقوط او د هیواد د اشغال لامل کیدی شي. متأسفانه په هیواد کې ځمکنی حقیقت دا دی چې د افغانستان غوڅ اکثریت خلک د دې احساس او باور لري چې ااا هم په حکومتدارۍ کې پاتې راغلی او هم د اسلامي نظام په جوړولو کې بې ثباته او ناکام دی. دا په دې مانا چې موږ د تیر په څېر یو ځل بیا په لوی لاس خپل طلائي فرصتونه ...
نور ولوله

طلوع تلويزېون د موبی ګروپ مطبوعاتي څانګه اصلي مرکز په (اسرائيلو) کې دی

طلوع تلويزېون په افغانستان کې د موبی ګروپ مطبوعاتي یوه څانګه ده د موبي ګروپ اصلي مرکز په (تل ابیب ) کې دی او هر څه له تل ابیب نه کنټرول کیږي. ‏ښه مې په یاد دي، د جمهوریت په وخت کې د طلوع تلویزیون رئیس په خپله اعتراف کاوه چې موږ ته د نړۍ استخباراتو په ملینونو ډالر را کول چې د ح اا پر ضد منفي تبلیغات خپاره کړو، څه چې راته ویل کیدل هماغه کار مو کاوه. اما نن د نړۍ هماغو استخباراتو پر موږ باندې ډالر بند کړي دي او د ح اا په اړه منفي او دروغجن تبلیغات نه کوو. ‏نو خبره مې دا کوله چې داسې نه چې طلوع تلويزیون ته د (تل ابیب) نه امر شوی اوسي چې که د ح اا بریا تلويزیون سمدستي بند نه کړو بیا مو په افغانستان کې خیر نشته! ‏زه...
نور ولوله

نړيوال به یو ځل بیا د جبل السراج، پېښور او د بُن کنفرانس په څېر یو داسې بدمرغه تړون او جهت رامینځ ته کړي

دا يو ثابت واقعيت دی چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په اړه په بهر کې ترتیب شوې نړیوالې غونډې، ایتلافونه او تړونونه د هېواد په ګټه نه وو، بلکې دا ډول کړنې تل د بدبختیو او داخلي جګړو لامل شوي دي. دا به ښه وي چې افغانان له خپلو تېروتنو څخه زده کړه وکړي او خپلې کورنۍ ستونزې د کور دننه د مشورې په اصل حل او فصل کړي. تاریخ په خپله نه تکراريږي، خو له بده مرغه دا ځينې کسان او مغروره اشخاص د هېواد او ملت حریف او رقیب ته په لوی لاس د تاریخ تکرارولو وسایل او فرصتونه برابروي. تاسو په یاد ولرئ نړيوال به د تیر په څېر یو ځل بیا د جبل السراج،  پېښور، د بُن کنفرانس او د دوحې تړونونو په څېر یو داسې بدمرغه تړون او جهت رامینځ ته کړي چې ګواکې احمد مسعود خېلو، کرزي خېلو...
نور ولوله

هر چا چې ملت ته د خپل سیاسي حریف او رقیب په سترګه کتلي؛ هغوی له تور برخليک سره مخ شوي

هر چا چې ملت ته د خپل سیاسي حریف او رقیب په سترګه کتلي، له بده مرغه هغوی په يو نه یو شکل له تور برخليک سره مخ شوي. د نړۍ پرمختللو هېوادونو سياستوال شخصي موقف، واک او او شهرت لپاره نه، بلکې د خپل هېواد او ولسونو لپاره له قدرت او شخصي شهرت نه تیریږي، تر څو خپل ملت او هیواد له بدبختیو او ناخوالو وژغوري؛  او په ضمن کې د هیواد ملي سیاسي ګټو په خاطر له خپل ملت سره هر ډول د تعامل لاره پرانیزي. مګر متأسفانه زموږ مسلمانان او په تیره بیا زموږ افغانان د قدرت او شهرت لپاره له خپل سر، مال، ملت،  او هیواد نه تیریږو، خو د خپل ملت او هیواد لپاره خپل قدرت مقام او شهرت له لاسه نه ورکوو. “هوښیارانو ته یو...
نور ولوله

د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي

‏د نن څخه څلویښت ۴۰ کاله مخکې په د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ افغان مظلوم ولس د اتحاد جماهیر شوروي د نظامي هوايي او ځمکني یرغل شاهد ؤ، د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي، افغانان د جدي شپږمه (د شوروي اتحاد د يرغل) په ورځ پيژني او هر کال يې په هېواد کې د تورې ورځې په نوم يادونه کېږي. د شوروي تر سلو زرو ډیرو عسکرو، په زرهاوو ټانګونو او سوونو جنګي طیارو د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ او په لومړیو عملیاتو کې یې د وخت واکمن خلقي مشر حفیظ الله امین وواژه او پرځای یې د دوي ګوډاګی ببرک کارمل په ټانګونو سپور راوسته او د نجیب په ملتيا يې د قدرت په ګدۍ کیناوه. د روسانو کمونستیانو  د ظلم وحشت او بربریت تجاوز له لاسه په ملیونو افغانان ېې په مرګ محکوم او دغه راز ميليونونه افغان...
نور ولوله

یوه ورځ اشرف غني په ارګ کې له خپل ځوان او لوستي قشر سره غونډه درلوده

ښاغلي اشرف غني د شوراګانو او مدني فعالانو، وکیلانو، ژورنالیستانو او د جمهوریت د مامورینو ځوان قشر ته په خپلو ویناو کې وویل چې متأسفانه ما په تاسو ځوانانو باندې اعتماد او اعتبار وکړو، اما تاسو نه ېوازې ما سره بلکې ملت سره مو په لوی لاس خیانت او جفاء وکړه. تاسو ټول په فساد  او بد اخلاقۍ کې ښکیل یاست، ستاسو له لاسه نن ملت ته موږ بې ثباته او ناکام معرفي شوي یوو! نو خبره مې دا کوله چې له هیواد نه بهر تښتيدلي همدا د ښاغلي غني په اصطلاح په فساد او بداخلاقيو ککړ جمهوریت پاله اشخاص اوس د دې هڅه کوي چې څنګه افغانستان ته د پرديو په امکاناتو او د دوی په خوښه یوه بله نیابتي جګړه او پردي سیاستونه انتقال کړي. ښايي په بهر کې د جمهوریت پالو د ژوند کچه یو څه بدرنګه شوي...
نور ولوله

شورای نظار له مسکو او اروپا سره سیاسي او استخباراتي ژورې ریښې او دوستي لري

ښایي نړیوالې ټولنې تل د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د ناسمو او غلطو سیاستونو، جګړو او رقابتونو ډګر ګرم ساتلی دی. له بده مرغه په افغانستان کې د ډلو ټپلو لړۍ له ډېرې مودې راهیسې دوام لري. په داسې حال کې چې یوه ډله ختمه شوې نه وي، سمدستي بله ډله راپيدا کړې شوې وي. متأسفانه دا يو واقعيت دی چې افغانان په ډلو ټپلو ویشل شوي دي چې هر یو یې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي. د مقاومت جبهې (شورا نظار) او د جمهوریت ځینې کرايي جنرالان چې له ملت څخه امریکا او اروپا ته تښتیدلي دي او په دې لټه کې دي چې څنګه د پخوا په څیر بیرته افغانستان ته بهرنۍ جګړې او ناسم سیاستونه انتقال کړي، وينو چې دوی وخت نا وخت په امریکا، اروپا او مسکو کې له خپلو بادارانو سره رسمي او غیر رسمي ناستې لري. حتی د دې هڅه کوي چې پر طالبان...
نور ولوله

د ایران سیاسي او پوځي چارواکو خپله حافظه له لاسه ورکړی ده

د ایران سیاسي او پوځي چارواکو خپله حافظه له لاسه ورکړی ده. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۲۰ مه د جورج بوش اخطارنامه ئې هېر شوي، ("you are either with us, or against us" ) البته، د خبرداري او اخطارونو له امله د افغانستان او عراق په اشغال کې د امریکا او ناټو همکار او د دوی سره متحدین پاتې شول. له بده مرغه ایران د وېرې او هراس له کبله هر څه د امریکا او ناټو په واک کې ورکړل. څو افغانستان په اسانۍ سره اشغال کړي د ایران لوړ پوړي چارواکي په خپله اعتراف کوي چې امریکا او ناټو د ایران په مرسته پر افغانستان او عراق باندی یرغل وکړو. که زموږ مرسته نه واې دوی داسئ په اسانۍ سره نه شوو کولاې چې افغانستان او عراق اشغال کړي. ...
نور ولوله

د امريکا لخوا د افغانستان د خلکو په وړاندې د جګړې لپاره رسمي او غير رسمي دفترونو پرانيستل

اشغالګرو په لاس روزل شویو پردي پاله ملیشو لپاره اوس مهال په بهر کې د خپلو شخصي ګټو په خاطر او د افغانستان د خلکو په وړاندې د جګړې لپاره رسمي او غیرې رسمي دفترونه پرانيستي دي، څو د اړتیا په وخت کې د خپلو ګټو په خاطر يې استعمال کړي. شاید د وخت په تېرېدو سره طالبان هم د دې توان او ظرفیت ونلري چې د هېواد دغو حریفانو او رقیبانو سره په تنهايي شکل له ټولو سیاسي، اقتصادي او نظامي ګواښونو په مقابل کې مقاومت وکړي. ښه به دا وي چې خپل ستراتیژي او سیاسي نظامي تکتیکونو او پلانو باندې په سمه توګه غور ورکړي، ګنې د تېر په څیر به بیا له شکست سره مخ شي. “هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده”...
نور ولوله

د کانونو د استخراج او پانګونې لپاره ځانګړي قوانین او معیاري سیستمونه رامنځته شي

د افغانستان ټول کانونه د هېواد ملي شتمني ده. لومړی باید د کانونو د استخراج او پانګونې لپاره ځانګړي قوانین او معیاري سیستمونه رامنځته شي. څو دا ممکن شي چې ګران هېواد مو د جګړو او داخلي اختلافاتو پر ځای د مثبت اقتصادي رقابت په بازار بدل شي. که له نړیوالو شرکتونو سره د ااا سرپرست حکومت د کانونو قرارداد یوازې له هېواد څخه د خامو موادو د صادرولو په معنا وي، ښايي دا به د هېواد او ولس په ګټه نه وي. تر هر څه لومړی باید د دې هڅه وشي چې د خامو موادو پروسيس څنګه د هېواد په داخل کې ممکن، پلان او مدیریت کړو او په خپل هیواد کې د خامو موادو لپاره وسایل او فرصتونه برابر کړو او د دې تر څنګ خامو موادو لپاره نړیوال بازار په خپله پیدا کړو. موږ بايد نړيوالې ټولنې ته د دې فرصت ورنه کړو چې یو ځوک د تېر په څېر د...
نور ولوله

عبدالله عبدالله او ډله يې د ااا له فعلي سیاستونو، پالیسيو ګېلې او شکايتونه کوي

عبدالله عبدالله او ډله يې په وار وار په خپلو سیاستونو او حکومتدارۍ کې ملت ته پاتې راغلي او د ملي ګټو پر ځای يې د خپلو شخصي منفعتونو لپاره کار کړی، اوس مهال د ااا له فعلي سیاستونو، پالیسيو او له حکومتدارۍ ناراضه دي، ګېلې او شکايتونه کوي. دا موږ ته رازده کوي چې په سیاست کې اشخاص او افراد همېش لپاره نه پاتې کېږي او د دې تضمین هیڅوک نه شي کولی چې يوه ډله به تر پايه پورې د قدرت په ګدۍ کېناستلې اوسي، بلکې دا هر څه لنډمهاله او مؤقتي دي. دې ته پر کتو دا د هر افغان مسؤلیت دا دی چې ملت ته یو داسې قانون مند، خپلواک او د خلکو په خوښه جوړ شوی اسلامي نظام په مېراث پرېږدي چې د ملت تر څنګ يې نوره نړۍ هم د يو قانون کند او بېلګه نظام په توګه معرفي شي. &ldquo...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک