افغانستان ملي اقتصادي زېربناوې او دولتي تجارتي شرکتونه د هېچا شخصي ملکيت نه دی
افغانستان ملي اقتصادي زېربناوې او دولتي تجارتي شرکتونه د هېچا شخصي ملکيت نه دی، بلکې د هېواد او ملت لویه او بنیادي سرمایه ده؛ پر همدې اساس هېڅ فرد او حکومت حق نه لري چې د هېواد د نافذه اقتصادي او تجارتي قوانینو او پالیسیو پرته بل هېواد ته په کې د پانګونې بلنه ورکړي.
که همدا دولتي شرکتونه په سمه توګه مديریت شي او یوازې د هېواد خپلو ملي تجارانو ته په كې د پانګونې فرصت برابر شي، نو زه پوره باور لرم چې هېواد مو له دې پر مخ ځوړ حالت په چټکه توګه راوتی شي.
نو بناءً هېڅوک دې دا هڅه نه کوي چې په لوی لاس د هېواد ملي او دولتي شتمنۍ او تجارتي شرکتونه پرديو ته په لاس ورکړي او نه هم دا کار د هېواد په ګټه تمامېږي. ښه به دا وي چې د هېواد دولتي تجارتي شرکتونه خپلو ملي تاجرانو ته په واک کې ورکړو، څو په خپل هېواد کې ورته د سرمایه ګذارۍ او پانګونې فرصت مساعد شي.
“هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده”
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
گرانه تا چه کوم لیکل کړی دی تالیکلی چه هیځڅ کوم فردیاحکومت دا خق نه لری چه دافغانستان کانونه دافغانستان ملي اقتصادي زېربناوې او دولتي تجارتي شرکتونه د هېچا شخصي ملکيت نه دی، بلکې د هېواد او ملت لویه او بنیادي سرمایه ده؛ پر همدې اساس هېڅ فرد او حکومت حق نه لري چې د هېواد د نافذه اقتصادي او تجارتي قوانینو او پالیسیو پرته بل هېواد ته په کې د پانګونې بلنه ورکړي. ددی څخه معلومیږی چه داحق ټول تا ځانته خوندی کړی دی دیو حکومت مشر ځانته دا حق ورکوی چه د کال په زړه څلور جریبه دملت ځمکه دنڅاو او ډمتوب چه یوه فاحشه خانه پکی جوړه شی ددیرش کلونو لپاره دکال په ۵۰۰۰افغانی په اجاره ورکولای شی دکان استخراج خو لا پریږده. ددی کانونواستخراج زما اوستا په وس کی نه دی اونه دتاریخ په اوږدو کی حکومتونو داصلاحیت درلودلای دی .هر حکږمت چی وی دادهغه حق نه بلکی وظیفه ده چه په دی برخه کی کار وکړی اودملت په ګټه ورنه کارواخلی .
