د ممتاز جهانگير لیکنی

د هېواد ملي سوداګرو ته بلنه یو نېک اقدام او ښه پرمختګ دی

یو هېواد تر هغه وخته اقتصادي او سیاسي خپلواکي او پرمختګ نشي ترلاسه کولی، تر څو چې د هېواد خلک مسلکي زده کړې ترلاسه نه کړي او په عصري تخنیک، ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو سمبال بشري ځواک ته بدل نه شي. واقعیت دا دی چې د یوه هېواد اقتصادي او سیاسي پرمختګ د خلکو په پیاوړتیا ولاړ دی. زما په اند، لومړی د هېواد ملي سوداګرو لپاره د نړیوالو چوکاټونو قوانینو، اصولو او اسانتیاوو رامنځته کول ډېر اړین دي. تر هر څه وړاندې باید د هېواد اقتصادي او تجارتي قوانین او پالیسۍ جوړې شي. ملي سوداګرو ته باید د قانون په اساس بلنه او ډاډ ورکړل شي، ترڅو افغانان مطمئن شي او دا احساس وکړي چې زما هېواد او حکومت دی او دلته په ټولو یو ډول قانون تطبیقېږي. شای...
نور ولوله

الله تعالی خپل بنده په ځمکه کې د یو ځانګړي ماموریت او استازیتوب په حیثیت غوره کوي

الله تعالی خپل بنده په ځمکه کې د یو ځانګړي ماموریت او استازیتوب په حیثیت غوره کوي. تر هر څه پورته، الله تعالی خپل بنده ته د سختیو او مشکلاتو سره سره علم، پوهه، حکمت او صبر ورکوي، تر څو د اسلامي احکامو او شریعت په رڼا کې د هېواد او خلکو په وړاندې خپل رسالت او مسئولیت په سمه توګه سرته ورسوي. موږ ټول ښه پوهیږو چې اسلام د ټولو انسانانو لپاره بشپړ دین دی. په دې دین کې د دنیا او آخرت د بقا او کامیابۍ لپاره ځانګړي او خورا پرمختللي اسباب، پالیسۍ، سیاستونه او ټيکنالوژۍ موجودې دي. که څوک له عقل او علم څخه کار واخلي، نو په دنیا او آخرت کې به بریالي او کامیاب وي. باور وکړئ، دا ډېره د افسوس خبره ده چې که مونږ مسلمانان او په ځانګړې توګه د هېواد ځینې مشران او عام ولس په رښتیا هم خپلو اسلامي او ملي قوانی...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب پر ضد منفي تبليغات رسنيو کې د ډالرو په بدل کې ترسره کېدل

د اشغال په وخت کې، پردي پاله، لاسپوڅې، کرايي او متعصبه افغاني رسنيو به د ح اا  او د هغه مشر (ح ک م تا ر صاحب) پر ضد ناسم، زهرجن او منفي تبلیغات خپرول. دغه رسنۍ یوازې د همدې کار لپاره ګمارل شوې وې، او له بده مرغه همدا یې دنده وه چې زموږ په هېواد او ټولنه کې تور سپین او سپین تور کړي. دوی به بوتل په اتل او اتل په قاتل بدلول او شپه او ورځ په همدې منافقت او شیطانت کې بوخت وو. البته دا ټول د ډالرو په بدل کې ترسره کېدل، او په تورو کڅوړو کې به ډالر ورته راتلل. ‏کله چې د ح اا  امیر د امریکا او ناټو پرته له خپلو افغانانو «جمهوریت حکومت» سره د بین‌الافغاني مصالحې هوکړه لاسلیک کړه او سمدستي د خپل مجاهد او مسلمان ملت په بدرګه کابل ته داخل شو، د پردیپالو کرايي او اجیرو رس...
نور ولوله

موږ افغانان د نړۍ د سترو زبرځواکونو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ګواښونو او سختو کړاوونو سره مخ یو

موږ افغانان د نړۍ د سترو زبرځواکونو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ګواښونو او سختو کړاوونو سره مخ یو. سره له دې چې الله تعالی موږ ته څو ځلې د بریا، یووالي او پرمختګ طلايي فرصتونه په لاس راکړي، خو له بده مرغه موږ نه د دې فرصتونو ارزښت وپېژاند او نه مو له خپلو تېروتنو عبرت واخیست. اوس مهال د هېواد د پام وړ اکثریت مسلکي، هوښیار او پوه اشخاص شته چې د هېواد د ټولو مسئلو په اړه ژوره څېړنه او پلټنه کوي. هغوی په دې باور دي چې افغان مسئولین د هېواد د داخلي ستونزو د حل لپاره په ګډه کار نه کوي. د دې ستونزې دوه مهم لاملونه ښکاري: 1. د هېواد ځینې مسئولین یوازې د قدرت، شهرت او شتمنۍ په لټه کې دي او هېڅ بل افغان ورته د ...
نور ولوله

د پښتنو عزت او بریا، پرته له تعصب او ناروغیو، یوازې په ورورولۍ، یووالي او اتحاد کې نغښتې ده

هر قوم چې په بشپړه توګه په اسلامي او ملي داعیه او روحیه سمبال او باورمن وي، هغوی په دنیا او آخرت کې په ټولو چارو کې بریالي او کامیاب دي. زموږ باور هم دا دی چې د پښتنو عزت او بریا، پرته له تعصب او ناروغیو، یوازې په ورورولۍ، یووالي او اتحاد کې نغښتې ده. د پښتنو د جرګو یو اصل دا دی چې له هر څه وړاندې د جرګې ترکیب، تشکیلات، لیدلوری، او اساسي موخه باید خلکو ته په لیکلې بڼه څرګنده وي. تر څو د قومونو خلک په اسانه پوه شي چې د دې جرګې اساسي هدف او پایله څه ده، او ګټه او زیان يې په سمه توګه وڅېړل شي. الحمدلله، زموږ نیکونو او پلرونو په تاریخ کې د هر ظالم او جابر اشغالګر په وړاندې د جرګو او اربکېو (مجاهدینو) په مټ بری ترلاسه کړی. خو له...
نور ولوله

‏هغه څوک چې مسلمان او افغان وي، دوی د خپلو وروڼو او خویندو په غم او درد کې ځان شریک ګڼي

‏هغه څوک چې مسلمان او افغان وي، دوی د خپلو وروڼو او خویندو په غم او درد کې ځان شریک ګڼي. ګیله من وزیر د خپلو خلکو د حقونو او آزادۍ په مبارزه کې خپل مسؤولیت ادا کوي او له انقلابي ترانو او شعارونو له کبله خپل خلک دې ته هڅوي چې د خپلو مظلومو خلکو په مبارزه کې ودریږي او په سوله ییزه توګه خپل حق وغواړي. بالاخره الله تعالی په دې لاره کې له ډېرو ګواښونو او سختیو سره مخ کړی دی. بې شکه هغه کسان چې په سختیو او خپلو قربانیو باندې صبر وکړي، الله تعالی به حتماً د کامیابۍ او بریا سعادت په برخه کوي. ګیله من وزير ته دعا کوو چې الله تعالی دې ورته کامله روغتیا ورکړي او الله تعالی دې په ټولو پښتنو او افغانانو او په ځانګړې توګه ټولو مسلمانانو باندې خپل رحم او کرم وکړي. ‏افسوس په هغو افراطيانو او ناپو...
نور ولوله

د یو مسلمان مجاهد او افغان په توګه، طالبانو ته ځینې غوښتنې او وړاندیزونه لرو

تر څو چې افغانان په واقعي توګه ځانونه په اسلامي او ملي روحيه سمبال نه کړي او له دې زرين چانس څخه په ګډه ګټه پورته نه کړي، هېڅ يوه ډله به د دې هېواد او ملت په درد ونه خوړل شي. بلکې افغانستان به د بهرني سیاستونو او نیابتي جګړو ډګر پاتې شي. له بده مرغه، د تېر په څېر به یوازې افغانان وژل کېږي او له هر څه به بې برخې وي. نو موږ، د یو مسلمان مجاهد او افغان په توګه، طالبانو ته ځینې غوښتنې او وړاندیزونه لرو: لومړی، که طالبان په افغانستان کې اسلامي نظام او د حکومتدارۍ پراخ فکر لري، نو باید لومړی په خپل ځان کې اصلاحات او بدلونونه راولي. دا یوازې د افغانستان د مسلمان ملت غوښتنه او اړتیا نه ده، بلکې دا د اسلام غوښتنه او لارښونه هم ده چې هره ستونزه د شورا او مشورې له لا...
نور ولوله

مجاهد: تاسو حق نه لرئ چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښوونې او لیکچرونه راکړئ

د دوحې په کنفرانس کې ذبیح الله مجاهد د غزې د مسلمانانو د ظلم او بربریت په اړه د خپلو طالبانو د دفاع په خاطر نړیوالو او د بشري حقونو مدافعینو ته سیاسي پیغورونه او ګواښونه ورکړل. ‏"تاسو حق نه لرئ چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښوونې او لیکچرونه راکړئ. په عین حال کې چې تاسو پخپله بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي." ‏البته، د ذبیح الله مجاهد د وینا پاملرنه یوازې د طالبانو په دفاع پورې تړلې وه، د ښاغلي وینا د نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو ته د یو سیاسي پیغور او ګواښ په مانا وه. ‏تر څو نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو په مسئله کې سترګې پټې کړي او مزاحمت ونکړي، په داسې حال کې چې دا زموږ د افغانان...
نور ولوله

د امریکا سیاسي او استخباراتي پروژې دومره خطرناکې او پیچلې دي چې حتی د نظام چارواکي هم نه پوهیږي

د امریکا سیاسي او استخباراتي پروژې دومره خطرناکې او پیچلې دي چې حتی د نظام چارواکي هم نه پوهیږي چې څه روان دي او څه به کیږي. البته دوی فقط کومه پروژه چې دوی ته سپارل شوې ده؛ یوازې په هماغه پروژه کار کوي، دوی دا واک او اختیار نه لري چې په نورو مسایلو کې لاسوهنه وکړي. بس هغه څه چې ورته ویل کیږي، همغه دنده په نظام کې د مامورینو په څیر ترسره کوي. موږ دا باید ومنو چې غربيان په دسيسو او پلانونو کې ډېر هوښيار دي او له بېلابېلو تاکتيکونو او مهارتونو کار اخلي، څو د خپلو شخصي ګټو او ارزښتونو لپاره د نورو هیوادونو مشران ډیر په اسانه او وړیا بیه استعمال کړي. ‏تر څو چې مسلمانان خپل ځانونه په خپله اصلاح او متحد نه کړي، تر هغه به د الله تعالی له مرستو او برکتونو نه همداسې محرومه وي....
نور ولوله

هغه وروڼه چې په ټولنیزو رسنیو کې د حبیب الله کلکاني او امان الله خان په اړه ښې او بدې کیسې شریکوي

‏له بده مرغه دوی د افغانستان جنوبي قومونو ته په ډېر مهارت سره سپکاوی کوي. راځئ چې دا قومي او سیمه ییزه ستونزه له دې لارې حل کړو، ‏که حبیب الله کلکاني ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم ویل کیږي، ‏نو دا جرأت او جسارت هم باید په ځان کې پیدا کړو چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد او شیخ هبت الله اخونزاده هم خادمان د رسول الله صلی علیه وسلم باید ومنل شي؛ ‏بیا ولې د شیخ هبت الله اخندزاده  په مقابل کې د بغاوت او مقاوت لاره مو اختیار کړې؟ ‏موږ څومره مظلوم او بې وسه افغانان يو چې شپه او ورځ د پرديو په اشاره د تېر تاريخ په اړه درواغجن او د پرديو په لاس لیکل شوي کیسې او داستانونه بيانوو، ‏البته ډیر په شوق او ذوق د پرديو لخوا ليکل شوي کتابونه او تاريخونه هر...
نور ولوله

کله چې د مسلمانانو مشر ښه په نره د مسلمان اُمت دفاع خپل اسلامي مسئولیت او فریضه ګڼي

کله چې تاسو یو ملي او د مسلمانانو ستر مشر وګورئ چې تل ارامه، په زړه پورې مهربانه او د خپل‌مينځي جګړو، اختلافاتو او شخړو څخه ډډه کوي، د قدرت او مقام پر ځای د حق په صف کې ښه په نره دریږي او د خپل هیواد او مسلمان اُمت دفاع خپل اسلامي مسئولیت او فریضه ګڼي. دا په دې معنی چې دا ډول مشران د هیواد داخلي او د نړۍ سیاستونه، پالیسۍ او توطئې ښه په غور سره څاري او هر څه تعقیبوي. حتی د هیواد راتلونکی حالت ورته د لمر په څېر روښانه ښکاریږي!  ‏البته ځیني وخت همدغه ویاړلي مشران د هیواد او د مسلمان اُمت لويو ارمانونو او اهدافو لپاره خاموش او غلي پاتې کیږي. دا ځکه چې دوی پوهیږي چې د اسلام او هیواد اصلي دښمنان په کمین کې ناست دي او له بده مرغه یو شمیر د کمعقلو، ناپوه مسلمانانو له احساساتو او جذباتو نه ډیر په اسان...
نور ولوله

قانوني او رسمي نظامونو هیواد کې په ټولو خلکو یو ډول عادلانه قانون تطبیقوي

قانوني او رسمي نظامونو او حکومتونه د دې مسئولیت لري چې خپل هیواد کې په ټولو خلکو یو ډول مساوي او عادلانه قانون تطبیق کړي او خلکو سره د قانون په چوکاټ کې ښه چلند وکړي؛ البته توهین، سپکاوی او عقده يي چلند له مسلمان سره ښه نه ښکاریږي. زما په اند د الله ګل مجاهد او حمید خراساني مسله به دومره مهمه نه وي، څومره چې ځينې کسانو له څېړنې پرته ترې ناسمه استفاده کوي. تر دې دمه نه دوی مجرم ثابت شوي او نه هم محاکمه شوي دي. نو بناً دا او دې ته ورته ځينې شخصي او جنايي مسايل په هر حکومت او نظام کې موجود وي  او هر نظام د شکمنو کسانو د نيولو حق لري. حتی که وغواړي خپل چارواکي له دندو هم لیرې کولاې شي، دا د حکومت او نظام مسلم حق دی...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک