No-IMG

ټول مجاهدین او اسلامپال د حکومت په سیاسي چارو کې د یو ځواکمن محور تر چتر لاندې باید منسجم شي

زما په آند؛ ټول مجاهدین او اسلامپال بايد د اسلامي نظام او حکومت په سیاسي چارو کې د یو ځواکمن صف او محور تر چتر لاندې باید متحد او منسجم شي. ځکه چې حکومت او سیاست یوازې په یو سر او فکر ممکنه نه ده چې بقا ومومي. او دا د ټولو افغانانو حق او مسئولیت جوړېږي چې په خپلواکو حکومتونو کې برخه واخلي. او ټول سياسي ليدلوري باید دېته رهي او وهڅوي چې د تېر په څېر؛ یو ځل بیا د قدرت او مؤقف د ترلاسه کولو په پار د هیواد ملي او اسلامي ارزښتونه ضایع نه کړي؛ او په هيواد کې د يو مستحکم او خپلواک نظام د جوړېدو له پاره په ګډه او واحد دريځ کار وکړي.

او هو! دا په جرأت سره ویلي شو؛ چې ح اا هر وخت د مسلمانانو او د مجاهدینو مدافع او د جهاد او مبارزې د سنګرونو الګو او نمونه پاتې شوې او نه يواځې؛ د افغان ملت، بلکې د ټول مسلمه امت د یووالې او وحدت استازيتوب يې کړی. او الله تعالی شاهد دی چې ح اا هر وخت په سختو شرایطو کې د طالب مجاهدینو او افغان وروڼو څخه د واحدې اسلامي داعیې پر اساس؛ ښه په کلکه دفاع کړې، د سهامي او امتيازي حکومتونو پر وړاندې يې له کوم امتياز او منصب پرته په څنګ کې درېدلی. او حتی د هېچا او هيڅ حکومت د قدرت او مؤقف تر تاثير لاندې نه دی راغلی او نه يې هم؛ د خپلو مجاهدینو او افغانانو په سرنوشت پټې او ښکاره بدرنګې معاملې کړې دي، بلکې هر وخت خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته د اسلامي پرامينو او قوانینو په رڼا کې ژمن او ښاغلی پاتې شوی دی.

ااا (طالبان) هم یو اسلامي جهت دی او له نېکه‌ مرغه فعلاً په هیواد کې د سرپرست حکومت په ډول حاکم دی. او دعا کوو چې الله پاک ورته د دې درون مسئولیت په سم ډول د مخته وړلو مزيد توفیق ور په برخه کړي. خو تر څنګ يې له

ااا غواړو چې؛ د نړیوالو او سيمه ايزو استخبارتي سیاستونو او توطيو ته په ډېر غورانه ډول سره متوجه اوسي او هيڅ يوې استخباراتي کړۍ ته دا موقع او فرصت ورنکړي چې

د ح‌اا په څېر یو اسلامي او ټول شموله جهت سره د هغوی خوشحالۍ په خاطر؛ هغه څه وکړي چې د اسلامي اخوت ټول ارزښتونه او حدود ونړوي.

نو هیله مو دا ده؛ چې په دې حساس پړاو کې د پردیو استخباراتي پروژې د یو او بل پر ضد ونه کاروي او نه هم دا فرصت ورکړل شي چې د خپلو ګټو په خاطر؛ زمونږ خپل منځي وحدت او ملي ثبات ته زيان ورسوي او پر خپل منځي کشالو مو ککړ نه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک