No-IMG

د اسلام تر نقاب لاندې د افراطي او تکفيري ډلو شتون د اسلام پر ضد تر ټولو خطرناکه پروژه ده

متأسفانه زموږ په ټولنه کې د اسلام تر نقاب لاندې د افراطي او تکفيري ډلو ټپلو شتون د اسلام او مسلمانانو پر ضد تر ټولو خطرناکه پروژه ده. د همدې پروژې د تطبيق لپاره په مختلفو نومونو او شکلونو داسې پرديپاله ($ مفت یان $) ګمارل شوي چې نه له الله وېره لري او نه هم له خپل ضمیر او وجدان شرم او حیا ورځي. یواځې د یو ځو $، SAR, په مقابل کې مخلص مؤمنان او مسلمانان په ډېر سيستماتیک او ماهرانه شکل تکفیروي او د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره يې په ډېره سپین سترګۍ تخريبوي او پر ضد يې منفي او دروغجن تبلیغات کوي چې ګواکې دوی ټول له احادیثو او سنتو منکر دي. دا د ټولو مسلمانانو او مجاهدينو اسلامي او ایماني مسؤولیت دی چې د کفارو دغه خطرناکه فتنه د یو قوي اسلامي محور په را منځ ته کېدو سره سبوتاژ کړي.

دا او دې ته ورته تکفيري ډلې ټپلې باید د تل لپاره وځپل شي او هیچا ته د دې فرصت ورنه کړل شي چې زموږ په مسلمانه ټولنه کې د قرآن، صحیح احاديثو او ثابتو سنتو پرته تکفيري افکار په خلکو تطبیق نه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک