No-IMG

دلته یوازې پوځي جګړه نه؛ بلکې دلته فکري، استخباراتي، مذهبي، قومي، اقتصادي او سیاسي جګړه هم شتون لري

زما په اند په اوسنيو شرايطو کې د حکومت ځینو مسؤلینو  ته د دې اړتيا نه وي چې د ا ا ا د عدم سقوط په اړه مخالیفنو ته د ډاډ وضاحت ورکړي. د نظام او حکومتونو ړنګېدل یوازې په دې معنا نه دي چې ګواکې د پردیو په لاس د جوړو شویو ملېشو په واسطه به ا ا ا سقوط کوي.

له بده مرغه د نظامونو سقوط مختلف لاملونه او ابعاد لري، دلته یوازې پوځي جګړه نه؛ بلکې دلته فکري، رواني، استخباراتي، مذهبي، قومي، اقتصادي او سیاسي جګړه هم شتون لري. بې له شکه د هیواد او اسلام حریفان او رقیبان له همداسې فرصتونو نه ډیر په اسانۍ سره استفاده کوی شي.  نو د دې لپاره موږ ټول مسؤوليت او مکلفیت لرو چې خپل اسلامي نظام او ولسونه په هوښیارۍ سره جوړ او متحد کړو او نړۍ ته وښېیو چې افغانان یو واحد او خپلواک ملت دی. او په ضمن کې نړيوال دېته اړ کړو چې زموږ حکومتونه او نظامونه له سیاسي او اقتصادي بندیزونو پرته په قانوني توګه ومني.

هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک