نړيوال مفتيان ځوک دي، او دا فتواګانې په ځه ډول پلي کيږي.؟
په نړي کي د انګريزانو او تربورونو ( یهودانو) د انسان وژني پرضد د مذهبي فتواګانو فارمول تر اوسه پوري دوام لري، په حقيقت کي انسان وژنه په هر مذهب کي يو لويه ګناه او جرم بلل کيږي، نو پدي خاطر باندي د صليبي جګړو په وخت کي عيسويانو هم د مسلمانانو پرضد د جګړي مخالفت بي کاوو. دوي هم دا نه غوښتل چي د انسان او د مسلمانانو وينه توي کړي، مګر د دوي متعصبه ليډرانو مشرانو به غوښتل چي خپل خلک د مسلمانانو پر ضد جګړي ته وهځوي، له همدې امله انګريزانو د خپلو عيسويانو ملايانو مفتيانو په مرسته باندي خپلو خلکو ته ئي فتوا صادره کړه.
خپلو خلکو ته ئي وويل چي "هغه ځوک چي عيسی عليه السلآم د خداي زوي نه ګڼي "هغوي انسانان ندي" دا ځکه چي په هغوي کي د الهي روح نه شته" ځه وخت چي په انسان کي د الهي روح موجود نه وي هغوي هېځکله انسانان نه شي کيدل؛ نو مونږ ته د داسي خلکو (مسلمانانو) مرګ وژنه مال هر ځه روا دي" مسلمانان نه زمونږ خدای مني او نه د خدای زوي" نو ددي لپاره مونږ بايد د مسلمانانو پر ضد جګړه پيل کړو دا زمونږ حق دي.
عيسويانو د مذهبي عقدي پر اساس باندي د خپلو مفتيان پریکړه يي ومنله د مسلمانو پر ضد يي جګړي پیل کړه، دا د انګريزانو لومړی مذهبي فتوا وه چي په خپلو خلکو باندي ئي تطبيق کړه.
انګريزانو لیډرانو به همیشه له ځان سره مفتيان ملايان ساتل په هغوي باندې بې عام خلک کنترولول، د انګریزانو "د فتواګانو دوهم پړاو" عثماني خلافت د مسلمانانو ېو لوي اسلامي قوت وو" د عثماني خلافت په وخت کي WW1 نړيواله جګړه شروع شوي وه انګريزانو، تربورونو، اروپايې هيوادونو، په شمول د روسانو،او هندوانو پخپل مينځکې د خلافت عثمانيه پر ضد يو لوي ايتلاف ایجاد کړو. د دي ايتلاف اساسي هدف دا وو چي د مسلمانانو اسلامي خلافت رانسکور کړي، انګريزانو او تربورونو له ډير پخوا راهيسي په عربو کي وفاداره روزل شوي پردپاله خاينان ئي درلودل؛
لکه (سعود کورنۍ ) مفتي محمد ابن عبدالواهاب) او همداسي نور مفتيان" انګريزانو او تربورونو خپلو روزل شوو عربي غلامانو ته وويل چي په تاسو باندي ترکان حکومت کوي، ستاسو ټول هيودونه ئي اشغال کړي دي، هرځه د دوي په اختيار کې دي، تاسو بايد د دوي پر ضد عمومي پاځون وکړي خپلواکي ترلاسه کړی دا د ستاسو اسلامي حق دي؛
عربو ورته وويل چي خلافت عثمانيه يو اسلامي خلافت دي زمونږ عرب د دوي پرضد جګړه او يا پاځون ته غاړه نه کيدي؛ مسلمانان د خپل مينځ وژني جګړي ځخه کرکه لري او حرام ئي ګڼي،
انګريزانو او تربورونو ورته وويل چي ايآ تاسو خبر نه ياست چي د ستاسو واهابيزم (الواهابيه)په مذهب کي د مشرکينو په اړه ځه ويلي دي.؟ "هغه ځوک چي مقبری زيارتونه جوړ وي او عبادت يي کوي خلک له واهابيزم ځخه ګمراه کوي" دوي مطلق د ستاسو په مذهب کي کافر او مشرکين بلل کيږي" دا ځرنګه کيدي شي چي عرب د مشرکينو کفارو لاندي د غلامي ژوند کوي" تاسو کولي شي چي خپل خلک د ترکانو په اړه صحيح پوه کړي د ستاسو په مذهب کي تورکان مشرکين دي د مشرکينو مرګ او وژنه درته روا دي (سعود، او مفتي محمد عبدالواهاب ) د انګريزانو او تربورانو همدا فتوا ئي په خپلو خلکو باندي تطبيق کړه عرب د ترکانو پر ضد ئي را وچت کړل. د عربو او ترکانو جګړه پیل شوه؛ بالاآخيره د عثماني خلافت له شکست سره مخامخ شوو، انګريزان او تربورونه په خپل هدف کي بريالي شول، سعود، او عبدالواهاب، ئي په قدرت باندي حاکم کړل.
محترمو وروڼو او خویندو د مسلمانانو پرضد د اسلام په جامه کې مفتيانو او فتواګانو ته متوجي اووسي، زمونږ مسلمانان همدا اوس مهال د واهابيزم، سلفي، شيعه، سوني، عرب او عجم، القاعده، تروريست،داعش، طالب، کمونيست، سیکولاري حکومتونه، قوم، سمت، نژاد، تعصب، همداسي نور، دوي ټول د يو بل پرضد( ج ها د )اعلان کړې د مرګ او د وژني ميدان ئي ښه ګرم دی؛ دوي ته قاتل او مقتول دواړه شهيدان ښکاري، له بده مرغه په مسلمانانو کي تراوسه پوري د انګريزانو مذهبي فتواګانو فارمول دوام لري، په نړيوال تاريخ کي که لږ ځه ژوره پلټنه وشي ممکن ډير واقعيتونه را څرګندشي.!
