No-IMG

د امریکا سیاسي او استخباراتي پروژې دومره خطرناکې او پیچلې دي چې حتی د نظام چارواکي هم نه پوهیږي

د امریکا سیاسي او استخباراتي پروژې دومره خطرناکې او پیچلې دي چې حتی د نظام چارواکي هم نه پوهیږي چې څه روان دي او څه به کیږي. البته دوی فقط کومه پروژه چې دوی ته سپارل شوې ده؛ یوازې په هماغه پروژه کار کوي، دوی دا واک او اختیار نه لري چې په نورو مسایلو کې لاسوهنه وکړي. بس هغه څه چې ورته ویل کیږي، همغه دنده په نظام کې د مامورینو په څیر ترسره کوي. موږ دا باید ومنو چې غربيان په دسيسو او پلانونو کې ډېر هوښيار دي او له بېلابېلو تاکتيکونو او مهارتونو کار اخلي، څو د خپلو شخصي ګټو او ارزښتونو لپاره د نورو هیوادونو مشران ډیر په اسانه او وړیا بیه استعمال کړي.

‏تر څو چې مسلمانان خپل ځانونه په خپله اصلاح او متحد نه کړي، تر هغه به د الله تعالی له مرستو او برکتونو نه همداسې محرومه وي.

‏له بل پلوه عجبیه خو لا دا ده چې دا ځينې د اشغال تر چتر لاندې شل کلن کرايي مامورین او پردي پاله سیاست پوهان بیا ټوله پړه په امریکا او ناټو اچوي.

‏له بده مرغه تراوسه په دې نه پوهیږي چې څنګه يې راوستلي وو؟ او څه يې وکړل؟ او بیا څنګه ځانونو سره يې واپس یوړل؟ دوی فکر کوي يا خو ماشومان وو او هم له عقل خالي روباټونه چې هر څه ورسره بل چا کول او دوی هيڅ ملامت نه دي!!

‏په تأسف سره باید ووایو چې په فعلي شرايطو کې بيا هم زموږ ځینې سرتنبه او خودغرضه وګړي د دې تیر شوي شل کلن جمهوریت نه عبرت نه اخلي او یوازې د قدرت او ډالرو په نیشه کې مست دي

نړیوال خپل نظامونه او سیاستونه د اقتصادي ځواک، د سالمو عقلونو او  عصري وسایلو په رڼا کې پرمخ وړي. خو له بده مرغه مسلمانانو په اسلامي نظامونو او سیاستونو کې وروسته پاتې او له ناکامۍ سره مخ دي!

‏متاسفانه په دې فکر کې دي چې ګواکې حکومتونه او سیاستونه یوازې د بهرنیانو په مالي ملاتړ ترسره کیږي، او یا شاید داسې انګېري چې ګویا زور، استبداد او د قدرت انحصار ته سیاست او حکومتداري وايي.

‏«پردی کټ تر نيمو شپو وي»

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک