د ممتاز جهانگير لیکنی

د خاینانو سیاسي څېرې نه پټيږي، او نه د ولسونو تاریخي قضاوتونه هیريږي.!

‏د کمونیستانو هغه زامن او لوڼې چې د کمونیستي رژیم په لمنو کې لوی شوي، او نن یې ځانونه په لوېدیځو هېوادونو کې د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، او آزادۍ تر نامه لاندې د افغانانو مجاهدینو د ميړاني تاریخونه په یو نه یو بڼه تحریفوي، موږ نه د دوی نه تمه لرو، او نه د دوی نه ګیله کوو. دا ځکه چې دوی له داسې فکري انحطاطه راوتلي خلک دي چې نه د ایمان میزان لري، نه د وطن ارزښت پېژني، او نه د خپل تاریخ او ولس د دردونو احساس لري. دوی نه شي کولای او نه د دې توان او ظرفیت لري چې د مجاهدینو د ميړانې قربانیو او د وطن‌پلورونکو د خیانتونو جرمونو تر منځ اخلاقي توپیر وکړي. ‏خو تر ټولو دردناکه او خطرناکه مسئله دا ده چې نن همدا کسان چې د ملي شتمنیو په لوټلو، او تاریخ جرمونو تورن دي، یو ځل بیا را پورته شوي دي،...
نور ولوله

کرزی د یرغلګرو انتصابي مهره وه.!

کرزی هغه څوک و چې د یرغلګرو په نظامي الوتکو او ټانګونو کې کابل ته راوستل شو. هغه د اشغالګرو د خوښې پر بنسټ، د یوه تحمیلي او انتصابي “مشر” په توګه پر افغانانو وتپل شو. حقیقت دا دی چې د کرزي په واکمنۍ کې زرګونه بې‌ګناه افغانان ووژل شول، په لکونو نور له خپلو کورونو، کلیو او وطنونو بې‌کوره شول. د ده د حکومت پر مهال، د بهرنیانو بمبار، شپنۍ چاپې، د انسانانو توهین، او د ملي ارزښتونو سپکاوی عادي مسأله وګرځېده. د کرزي په واکمنۍ کې د پښتنو حقوق تر پښو لاندې شول، ان تر دې چې هېچا ته دا جرأت نه ورکول کېده چې د دوی د مظلومیت غږ پورته کړي. د یوه ستر ملت آواز خاموش کړای شو، درد یې پټ وساتل شو، او حقونه یې د نورو قومي اقلیتونو ترمنځ ووېشل شول؛ دا یو...
نور ولوله

د الله تعالی له عدالته هېڅوک خوندي نه دي، ‏الله تعالی مجرمینو ته په کمین کې دی

نه زورواکي، نه خاینین، نه فاسدان، او نه هم هغه کسان چې د خپل ولس په حقونو تېری کوي. که څه هم ظالمان، مجرمین او مفسدین ښايي موقتي واک، شهرت او نعمتونه ولري، خو دا د الله تعالی له سنتونو څخه ده چې هغوی ته مهلت ورکوي، نه معافیت. ‏حقیقت دا دی چې الله تعالی هغوی ته مهلت ورکوي، خو د نیولو طریقه یې ډېره پیاوړې ده: ‏د تاریخ پاڼې له هغو کسانو ډکې دي چې د ظلم، فساد او خیانت له لارې واک ته رسېدلي وو، خو کله چې د الهي عدالت وخت راورسېد، بیا یې نه زور، نه زر، او نه هم اړیکې مرسته وکړای شوه. دا د الهي سنت له جملې څخه دی چې هر څوک، هر وخت، او هر ځای د خپلو اعمالو پایله ویني. ‏نو که څوک د ملت، دین او خاورې پر ضد جنایت کوي، فسا...
نور ولوله

کمونیستې مفکوره په نړۍ کی له منځه تللې ده له بده مرغه افغانستان کې اوس هم د لينن پيروي او متابعت کوي

‏کمونیستې مفکوره په ټولې نړۍ کی له منځه تللې ده، حتی روسان په خپله ترې کرکه لري خو له بده مرغه په افغانستان کې يو شمېر بدبخته مخلوق اوس هم د لینن پيروي او متابعت کوي. ‏غربیان هم بلا خلک دي د پخوانيو کمونیستانو زامن ېې ډیر په اسانه او سیستماتیک ډول upgrade کړل، ‏په سیکولارانو ېې بدل کړل، خلک هماغه یو مخلوق دی، خو یوازې ترفیع او رتبه یې ورکړه او سیکولرېزم نوم یې ورته انتخاب کړو! ‏په غلامۍ کې عادت شوي دي، دوی ته د خپل عزت معیارونه مهم نه دي، يوازې هغه څه کوي چې په سيستماتيک ډول يې مغزو ته پيچکاري کېږي. د افسوس ځای دا دی چې په ډیر کم شي باندې د هر چا غلامي کوي. ‏ډاکتر نجیب رو...
نور ولوله

د کرزي او پرچمي اشرف غني په واکمنۍ کې د کمونیزم بیا راژوندي کېدل.!

‏د شوروي اتحاد له ماتې او د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته، کمونیستان په افغاني ټولنه کې له سیاسي، ټولنیز، او اخلاقي اعتباره لوېدلي، او دوی له سیاسي صحنې وتلي وو. په خپلو قومونو کې منزوي، او د خلکو له خوا رټلي شوي و. ‏خو له بده مرغه، کله چې امریکا او ناټو پر افغانستان یرغل وکړ، همدغه فراري کمونیستان د اشغالګرو په الوتکو کې بېرته کابل ته راوستل شول. د بن تر تړون وروسته، د امریکا او انګلیس په خوښه، حامد کرزی د لنډمهالي حکومت انتصابي مشر شو، خو اصلي واک د شمالي ټلوالې، شورای نظار، هزاره ډلو او کمونیستي شبکو (په ځانګړي ډول د دوستم د کړۍ) لاس ته ولوېد. ‏په همدې تسلسل کې، کمونیستي عناصر د کرزي، او بیا وروسته د پرچمي اشرف غني په واکمنۍ کې، یو ځل بیا دول...
نور ولوله

که څوک ځان افغان بولي، نو د دې وطن ساتنه یې ملي، اسلامي او وجداني مسؤلیت دی

په تاریخ کې څو ځلي، د قوم، سمت، ژبې او پردي‌پالنې پر بنسټ تعصبي، بې‌هویته او پردي پاله وطن‌پلورونکي افغانانو دا سپېڅلې خاوره یرغلګرو ته وپلورله، او د پردیو په مرسته یې موقتي واکمنۍ او حکومتونه جوړ کړل. له بده مرغه د دوی د غلامۍ له امله په زرګونه افغانان ووژل شول، بې‌کوره او بې‌وطنه شول. سره له دې ټولو جنایتونو او خیانتونو، بیا هم دوی د دې خاورې او ملت په وړاندې بد نیت لري. ‏خو الحمدلله، د افغان مجاهدینو د لوړ همت، میړانې او قربانیو له برکته یرغلګر او د هغوی لاسپوڅي غلامان بیا بیا له تور برخلیک سره مخ شوي دي. نړېوالو ته دا حقیقت ثابت شوی چې د دې خاورې اصلي مالکین یوازې افغانان دي، او د هېواد ملي او سیاسي مسایل یوازې افغانانو پوری تړاو لري، نه له هغو بې‌هوی...
نور ولوله

د هند او پاکستان ترمنځ جګړه؛ سیمه‌ییز بحران که د نړیوالو ستراتېژیکه توطئه؟

‏د هند او پاکستان ترمنځ لانجه یوه نوې یا تصادفي پېښه نه ده، بلکې دا شخړه اوږده تاریخي، جغرافیایي او استخباراتي ریښه لري. له ۱۹۴۷م راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر مسئله، سرحدي اختلافات، او د نفوذ لپاره سیالي نه یوازې د دواړو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړی، بلکې د ټوله سیمې ثبات یې له خطر سره مخ کړی دی. ‏خو هغه څه چې دا شخړه لا پېچلې کوي، د نړۍ زبرځواکونو شوم نقش او پټ اهداف دي. داسې ښکاري چې امریکا او انګلیس د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره د سیمې تاوتریخوالی په پټه توګه مدیریت کوي، څو د چین مخ پر ودې نظامي او اقتصادي ځواک ته خنډونه رامنځته کړي. دا احتمال هم شته چې دوی د «peace maker» یا د سولې منځګړي په نوم دلته استخباراتي یا نظامي حضور پیدا کړ...
نور ولوله

مجرمین؛ ملي غفلت او نړیوال عدالت.!

‏مجرمین په عمومي توګه په دوو برخو وېشل کېږي: ‏لومړۍ ډله هغه داخلي مجرمین دي چې د خپل هېواد په کچه د فساد، خیانت، او جنايي جرمونو مرتکب شوي وي. دوی د ملت د اعتماد، قانون او ملي ارزښتونو پر ضد عمل کړی، او د خلکو له شتمنیو، وینو او عزت سره یې لوبې کړې دي. ‏دویم ډول هغه نړیوال مجرمین دي، چې د بهرنیو یرغلګرو په شتون کې، د شخصي ګټو، قدرت‌طلبۍ، او سیاسي امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره، له خپل ملت سره خیانت کړی، او د هېواد ملي منافع یې د پردیو د اجنډاوو قرباني کړې ده. ‏له بده مرغه، په هېواد کې ځیني داسې کسان لا هم ازاد ګرځي، چې د خلکو په سترګو کې د مجرم، خاین او فاسد په توګه پېژندل کېږي. دوی نه یوازې دا چې تر اوس...
نور ولوله

‏له کودتاوو تر اشغال پورې؛ د ملت د ارمانونو لوټل، او د ازادۍ پر ځای د غلامۍ د زنځیرونو تسلسل

شاید د هېواد غوڅ اکثریت افغانان د اووم (۷م) د ثور د کودتا په اړه تاریخي معلومات ولري او د کمونیستانو د وحشیانه جرمونو او ظلمونو له واقعیتونو سره ښه بلد وي، چې زموږ پر هېواد او ملت څه ډول وحشت او بربریت تېر شوی دی. ‏د دې ټولو تاریخي ناخوالو او اوږدو جګړو یوازینی اصلي لامل د کمونیستانو کودتا او افغانستان ته د روسانو راوستل وو. ‏لکه څنګه چې د اووم (۷م) د ثور کودتا د روسانو په لاس روزل شوو جنرالانو په مټ ترسره شوه، همداسې د اتم (۸م) د ثور کودتا، چې د «جبل السراج ایتلاف» له لوري وشوه، هم د روسانو او امریکایانو لاسپوڅو په مرسته یو ډیزاین شوی پلان و. ‏هماغه د روسانو روزل شوي جنرالان، او د مجاهدینو په لباس ک...
نور ولوله

ایا د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د جګړې په مانا دی، که دا یوه سیاسي ډرامه ده؟

‏په ټولنیزو رسنیو کې داسې څرګندونې خپرېږي چې ګواکي د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیاسي او نظامي کړکېچ دومره زیات شوی چې ښایي هره شېبه جګړه پیل شي. دا ډول برداشتونه، که څه هم له ظاهره جدي ښکاري، خو که ژور تحلیل وشي، څرګندېږي چې دا کړکېچونه تر ډېره سیاسي تکتیکونه دي، نه د جګړې د پیل جدي نښې.   ‏د تاریخ په اوژدو کې هند او پاکستان له ۱۹۴۷م کال راهیسې درې لویې جګړې کړې دي، خو له ۱۹۹۹م کال (د کارګیل جګړه) وروسته، سره له دې چې کشمیر لا هم د اختلاف یو اساسي بنسټیز ټکی دی، دواړو هېوادونو دا درک کړې چې جګړه د ستونزو حل نه دی. له هغې جګړې وروسته، هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د متقابلو خبرو، د تجارتي اړیکو او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې لړۍ پیل کړه. له همدې امله، دا به ناسم ت...
نور ولوله

‏په بهر کې د داودزي د ایتلاف خبرې؛ د بُن کنفرانس تکرار که د ملت قناعت؟

‏محمد عمر داودزی د پخواني جمهوریت په شل کلنه دوره کې یو له لوړپوړو چارواکو او کلیدي مامورینو څخه و. ویل کېږي چې نوموړي اوس د افغانستان څخه بهر یو سیاسي ایتلاف رامنځته کړی دی. ‏په دې وروستیو کې نوموړی له یوه نوي سیاسي ایتلاف سره راڅرګند شوی، چې ظاهراً موخه یې د طالبانو پر وړاندې د یوه بدیل ځواک جوړول دي. داودزي د «Hamsa Media» سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې د دوی د «ایتلافي قاعدې» اساسي هدف دا دی چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنوي، او له هغوی سره د یو ګډ حکومت پر جوړښت خبرې اترې وکړي. نوموړي په دغه مرکه کې یو لړ څرګندونې وکړې، چې نه یوازې پوښتنې راولاړې کړې، بلکې د ملت لپاره د تېرو سیاسي تاریخونو د بیا سپیناوي اړتیا یې هم بربنډه کړه...
نور ولوله

د حزب اسلامي دریځ؛ د ایتلافونو تر شا حقیقت!

په دې وروستیو کې یو شمېر څېرې او تلویزوني خپرونې، له کره معلوماتو او تاریخي شعور پرته، د حزب اسلامي او د دغه ګوند د مشر پر ضد بې‌اساسه څرګندونې کوي. له دې خپرونو څخه یوه هم د «کاکتوس» په نامه تلویزوني برنامه ده، چې پکې جناب «لشکري صیب» له ښاغلي «حبیب‌الرحمن حکمتیار » سره د خبرو پر مهال د حزب اسلامي پر تاریخي دریځونو بې‌مسؤلیته او ناسم نقدونه وکړل. دا مقاله د همدغو مغشوشو ادعاوو د رد او د حقایقو د روښانولو لپاره لیکل شوې ده. څو دا ناسمې څرګندونې؛ نیمګړی درک او غیر مسلکي دریځونو او تحلیلونو  ته ځواب وویو. که څوک د یوه تاریخي او سیاسي جریان، لکه حزب اسلامي، په اړه لازم معلومات نه لري، نو اړتیا...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک