No-IMG

الله تعالی خپل بنده په ځمکه کې د یو ځانګړي ماموریت او استازیتوب په حیثیت غوره کوي

الله تعالی خپل بنده په ځمکه کې د یو ځانګړي ماموریت او استازیتوب په حیثیت غوره کوي. تر هر څه پورته، الله تعالی خپل بنده ته د سختیو او مشکلاتو سره سره علم، پوهه، حکمت او صبر ورکوي، تر څو د اسلامي احکامو او شریعت په رڼا کې د هېواد او خلکو په وړاندې خپل رسالت او مسئولیت په سمه توګه سرته ورسوي. موږ ټول ښه پوهیږو چې اسلام د ټولو انسانانو لپاره بشپړ دین دی. په دې دین کې د دنیا او آخرت د بقا او کامیابۍ لپاره ځانګړي او خورا پرمختللي اسباب، پالیسۍ، سیاستونه او ټيکنالوژۍ موجودې دي. که څوک له عقل او علم څخه کار واخلي، نو په دنیا او آخرت کې به بریالي او کامیاب وي.

باور وکړئ، دا ډېره د افسوس خبره ده چې که مونږ مسلمانان او په ځانګړې توګه د هېواد ځینې مشران او عام ولس په رښتیا هم خپلو اسلامي او ملي قوانینو او دودونو ته ژمن پاتې شوي وای او له خپل دین "اسلام" څخه یې سمه استفاده کړې وای، نو نن به مسلمانان د نړیوالو محکمو له ګواښونو او په ملګرو ملتونو کې د استازیتوب له نشتوالي، بندیزونو او تحدیدونو سره مخ نه و. نه به یې له نړېوالو سره په هره برخه کې د جنجال حالت درلود.

خو له بده مرغه، د دې بدبختیو او ناخوالو اصلي لامل دا دی چې مونږ د اسلام په اړه دومره پوهه نه لرو لکه څنګه چې باید ولرو، او نه هم هغه تګلارې او کړنې منو چې الله تعالی خپلو بندګانو ته د خپل "پیغمبر" علیه السلام په واسطه رالېږلي دي. حتی مونږ په هره برخه کې د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې له نړۍ سره د دې توان هم نه لرو چې خپل بنیادي سیاسي او ټولنیزې ستونزې حل کړو. موږ له اسلام پرته د شخصي ګټو لپاره خپلسري، متضاد او افراطي پرېکړې او فرمانونه صادروو، بیا یې په جنګ ځپلو او وروسته پاتې ولسونو باندې په زور سره د تطبیقولو هڅه کوو.

له بده مرغه، دا او دې ته ورته خپلسري، غیر اسلامي کړنې او افکار نه یوازې د اسلام سپکاوی دی، بلکې تر ډیره حده مسلمانان له هر ډول پرمختګ او سیالۍ څخه بې برخې کوي.

اجازه راکړئ چې دا په خورا واضح او لنډ ډول ووایو: هغه څوک چې اسلام او خپل دین ته په پاتې کېدلو، سیاست له اسلام څخه په یوه نه یوه ډول جلا ګڼي، هغوی نه یوازې په خپله ناکامۍ کې ډوب دي، بلکې د اسلام او مسلمانانو ستر ارمانونه او ملي هویتونه یې هم له بحران او بدنامۍ سره مخ کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک