No-IMG

د پښتنو عزت او بریا، پرته له تعصب او ناروغیو، یوازې په ورورولۍ، یووالي او اتحاد کې نغښتې ده

هر قوم چې په بشپړه توګه په اسلامي او ملي داعیه او روحیه سمبال او باورمن وي، هغوی په دنیا او آخرت کې په ټولو چارو کې بریالي او کامیاب دي.

زموږ باور هم دا دی چې د پښتنو عزت او بریا، پرته له تعصب او ناروغیو، یوازې په ورورولۍ، یووالي او اتحاد کې نغښتې ده.

د پښتنو د جرګو یو اصل دا دی چې له هر څه وړاندې د جرګې ترکیب، تشکیلات، لیدلوری، او اساسي موخه باید خلکو ته په لیکلې بڼه څرګنده وي. تر څو د قومونو خلک په اسانه پوه شي چې د دې جرګې اساسي هدف او پایله څه ده، او ګټه او زیان يې په سمه توګه وڅېړل شي.

الحمدلله، زموږ نیکونو او پلرونو په تاریخ کې د هر ظالم او جابر اشغالګر په وړاندې د جرګو او اربکېو (مجاهدینو) په مټ بری ترلاسه کړی. خو له بده مرغه، د تېرو شلو کلونو په جریان کې د اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو حکومتونو په مرسته زموږ د جرګو سیستمونه له منځه یوړل شول. دوی د ولسي اربکېو (محلي پولیسو) نوم دومره بدنامه کړ چې نن ورځ ځینې ناپوه او کمعقله خلک ورته په بد نظر ګوري، او فکر کوي چې دا نوم د اشغالګرو ملیشو یا د هغوی د جوړښت پایله ده. خو حقیقت دا دی چې اشغالګرو قصداً غوښتل چې د لاسپوڅو افغانانو په مرسته د پښتنو د جرګو سیستمونه له منځه یوسي.

له بده مرغه، هغوی د قومونو او ولسونو په منځ کې نااهل کسان راوستل او د قومي شوراګانو او مدني ټولنو په نوم یې سیاسي خوځښتونه او ګوندونه جوړ کړل، ترڅو د پردیو په وساطت د څو ډالرو په بدل کې هغه څه ترلاسه کړي چې نه په اسلام کې روا وو او نه زموږ په افغاني ټولنه او عنعناتو کې کوم ځای درلود. دوی زموږ تاریخي جرګې او د ولسونو پاڅونونه د ډموکراسۍ او سیکولریزم تر چتر لاندې بدنام کړل، او موږ يې نن پایله په خپلو سترګو وینو چې جرګو او تاریخي ارزښتونو ته په بده سترګه کتل کېږي.

موږ د کوزې پښتونخوا د اکتوبر ۱۱مې نېټې عمومي پښتون جرګې په اړه دعا کوو چې الله تعالی دې ټول پښتانه په خپل منځ کې یو کړي او په اتفاق يې وساتي.

کله ناکله زموږ پښتانه ډېر په جذباتو او احساساتو کې جرګې جوړوي او فیصلې کوي، خو نتیجه يې اکثره وخت نامعلومه او منفي وي. دا ځکه چې د جرګې په سر کې هغه کسان وي چې د پښتنو په وژلو کې ښکېل دي، یا يې لاسونه د پښتنو په وینو ککړ دي. نن هم په دې جرګه کې داسې کسان شته چې پخوا يې د پښتنو په وژنو کې لاس درلود. په ولسي جرګو کې يې د امریکا او پاکستان ګډو عملیاتو قانون تصویبولو، او د دوی په امر به ډرون عملیات ترسره کېدل. همدغه اشخاص نن د کمونیزم، سیکولریزم، او نشنلزم تر چتر لاندې د لر او بر او د پښتنو د حقوقو د تحقق لپاره چیغې وهي.

اوس هم معلومه نه ده چې دوی د څه لپاره راغلي او د دې جرګې موخه څه ده؟

زموږ هیله دا ده چې پښتانه خپل دوست او دښمن په سمه توګه وپېژني او د یو قوي تعهد په مټ په خپل منځ کې اتحاد رامنځته کړي، تر څو د خپلو ستونزو او مشکلاتو لپاره د اسلام او افغاني عنعناتو اصولو او قوانینو کې د حل لاره ولټوي او پرې عمل وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک