هغه وروڼه چې په ټولنیزو رسنیو کې د حبیب الله کلکاني او امان الله خان په اړه ښې او بدې کیسې شریکوي
له بده مرغه دوی د افغانستان جنوبي قومونو ته په ډېر مهارت سره سپکاوی کوي. راځئ چې دا قومي او سیمه ییزه ستونزه له دې لارې حل کړو،
که حبیب الله کلکاني ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم ویل کیږي،
نو دا جرأت او جسارت هم باید په ځان کې پیدا کړو چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد او شیخ هبت الله اخونزاده هم خادمان د رسول الله صلی علیه وسلم باید ومنل شي؛
بیا ولې د شیخ هبت الله اخندزاده په مقابل کې د بغاوت او مقاوت لاره مو اختیار کړې؟
موږ څومره مظلوم او بې وسه افغانان يو چې شپه او ورځ د پرديو په اشاره د تېر تاريخ په اړه درواغجن او د پرديو په لاس لیکل شوي کیسې او داستانونه بيانوو،
البته ډیر په شوق او ذوق د پرديو لخوا ليکل شوي کتابونه او تاريخونه هر ځای کې زمزمه کوو او خپروو يې.
د هېواد او ولس اصلي دښمن موږ ته په کمین کې ناست دی او تل د دې هڅه کوي چې د افغانانو په منځ کې له غوښې پرته تش هډوکي واچوي او موږ یوازې په خپل منځ کې شخوند پرې وهو!! بالاخره زمونږ له سادګۍ په استفاده دې ته مو مجبوروي چې په خپل مینځ کې جګړو کې ښکیل شوو.
راځئ نور له دې خبرو تېر شو او په ځان کې په رښتیا سره د دې توان او ظرفیت پيدا کړو چې د افغانستان په اوسني او راتلونکي وضعیت په رابطه فکر او سوچ وکړو ترڅو ټول افغانان په ګډه له شته ستونزو له وتلو د حل لاره پیدا کړي.
