کله چې د مسلمانانو مشر ښه په نره د مسلمان اُمت دفاع خپل اسلامي مسئولیت او فریضه ګڼي
کله چې تاسو یو ملي او د مسلمانانو ستر مشر وګورئ چې تل ارامه، په زړه پورې مهربانه او د خپلمينځي جګړو، اختلافاتو او شخړو څخه ډډه کوي، د قدرت او مقام پر ځای د حق په صف کې ښه په نره دریږي او د خپل هیواد او مسلمان اُمت دفاع خپل اسلامي مسئولیت او فریضه ګڼي. دا په دې معنی چې دا ډول مشران د هیواد داخلي او د نړۍ سیاستونه، پالیسۍ او توطئې ښه په غور سره څاري او هر څه تعقیبوي. حتی د هیواد راتلونکی حالت ورته د لمر په څېر روښانه ښکاریږي!
البته ځیني وخت همدغه ویاړلي مشران د هیواد او د مسلمان اُمت لويو ارمانونو او اهدافو لپاره خاموش او غلي پاتې کیږي. دا ځکه چې دوی پوهیږي چې د اسلام او هیواد اصلي دښمنان په کمین کې ناست دي او له بده مرغه یو شمیر د کمعقلو، ناپوه مسلمانانو له احساساتو او جذباتو نه ډیر په اسانۍ سره استفاده کوي. نو د دې لپاره دغه ویاړلي مشران نه غواړي چې له خپلو مظلومو، کمعقلو او ناپوه مسلمانانو سره په کوچنيو مسایلو کې د تقابل او اختلافاتو لاره غوره کړي، بلکې هر وخت د اسلام او هیواد اصلي دښمنانو پټې او ښکاره دسيسې سبوتاژ کوي او په ډېره حکيمانه بڼه هیچاته د دې موقع نه ورکوي چې د قدرت او مقام لپاره د خپل هیواد او ملت په سرنوشت معامله وکړي.
