No-IMG

قانوني او رسمي نظامونو هیواد کې په ټولو خلکو یو ډول عادلانه قانون تطبیقوي

قانوني او رسمي نظامونو او حکومتونه د دې مسئولیت لري چې خپل هیواد کې په ټولو خلکو یو ډول مساوي او عادلانه قانون تطبیق کړي او خلکو سره د قانون په چوکاټ کې ښه چلند وکړي؛ البته توهین، سپکاوی او عقده يي چلند له مسلمان سره ښه نه ښکاریږي.

زما په اند د الله ګل مجاهد او حمید خراساني مسله به دومره مهمه نه وي، څومره چې ځينې کسانو له څېړنې پرته ترې ناسمه استفاده کوي. تر دې دمه نه دوی مجرم ثابت شوي او نه هم محاکمه شوي دي.

نو بناً دا او دې ته ورته ځينې شخصي او جنايي مسايل په هر حکومت او نظام کې موجود وي  او هر نظام د شکمنو کسانو د نيولو حق لري.

حتی که وغواړي خپل چارواکي له دندو هم لیرې کولاې شي، دا د حکومت او نظام مسلم حق دی.

البته موږ د ظالمانو او جنایتکارانو ملاتړ یا دفاع نه کوو، بلکې د مظلومو او بې ګناه خلکو دفاع کول خپل حق ګڼو او د هغوی په حق کې ښه په میړانه ولاړيږو.

فعلاً دلته افغانان له سترو مسايلو سره لاس او ګرېوان دي، د هېواد داخلي خلکو او نړيوالې ټولنې سره زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو مسله لا هم نه ده حل شوې. د مسلمانانو او افغانانو په خوښه واقعي خپلواک اسلامي نظام او د حکومت ترکیب بله قضیه ده؛

له بده مرغه موږ له ډېرو خطرناکو ستونزو او مشکلاتو سره مخ یو. هر افغان د دې مسئولیت  لري چې د هېواد په ملي، اسلامي، سیاسي او اقتصادي مسایلو کې په غور سره فکر وکړي، خپله انرژي او امکانات یوازې د هېواد او ولس د اصلي دښمنانو د توطیو په مقابل کې وکاروي. تر څو په ګډه خپل ولس او هیواد له راتلونکو بدبختیو او پردیو جنګونو او سیاستونو وژغورو.

د نړیوالو استخباراتي شبکو او د زبرځواکونو سیاسي چارو ماهرین  خورا ډیر هوښیار خلک دي، په هره موضوع کې  ښه مهارتونه او تاکتیکونه کاروي. څو د خلکو اذهان او توجه په ډیرو عادي، فردي او وړو مسئلو کې مصروف کړي. هیله مو دا ده چې په خپلو کوچنیو او شخصي مسئلو ستونزو کې مه بوخت کېږئ، بلکې د دښمن اصلي دسیسو ته متوجه واوسې.!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک