د هېواد ملي سوداګرو ته بلنه یو نېک اقدام او ښه پرمختګ دی
یو هېواد تر هغه وخته اقتصادي او سیاسي خپلواکي او پرمختګ نشي ترلاسه کولی، تر څو چې د هېواد خلک مسلکي زده کړې ترلاسه نه کړي او په عصري تخنیک، ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو سمبال بشري ځواک ته بدل نه شي. واقعیت دا دی چې د یوه هېواد اقتصادي او سیاسي پرمختګ د خلکو په پیاوړتیا ولاړ دی.
زما په اند، لومړی د هېواد ملي سوداګرو لپاره د نړیوالو چوکاټونو قوانینو، اصولو او اسانتیاوو رامنځته کول ډېر اړین دي.
تر هر څه وړاندې باید د هېواد اقتصادي او تجارتي قوانین او پالیسۍ جوړې شي. ملي سوداګرو ته باید د قانون په اساس بلنه او ډاډ ورکړل شي، ترڅو افغانان مطمئن شي او دا احساس وکړي چې زما هېواد او حکومت دی او دلته په ټولو یو ډول قانون تطبیقېږي.
شاید ځینو ملي سوداګرو ته دا پوښتنه پیدا شي چې:
زه په کومو قوانینو او اصولو خپله سرمایه افغانستان ته را انتقال کړم؟
زما د سرمایې تضمین څه دی؟
آيا زموږ د هېواد بانکي سیستمونه فعال دي؟
آیا موږ د دې وړتیا لرو چې خپل اجناس پرته له بندیزونو وارد کړو او په نړیوالو مارکیټونو کې له نورو سره په معیاري او سالمه توګه سیالي وکړو؟
داسې وضعیت باید رامنځته شي چې افغاني سوداګر په اسانۍ سره نړیوالو تجارتي مارکیټونو ته لاسرسی ومومي.
د نړۍ په کچه د هېواد ملي سوداګر د لوړو معیارونو کاروبارونه، فابریکې او صنعتونه لري، چې په نړیوالو مارکیټونو کې سالم رقابتونه کوي.
خو له بده مرغه، موږ تر اوسه د نورو هېوادونو په څېر د عصري تخنیک، ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو سمبال نه یوو. نه د عصري ټکنالوژۍ او تخنیک اړوند لازمې وسایل لرو او نه مسلکي بشري ځواک، له همدې امله نه اقتصادي پرمختګ کولی شو او نه مو هېواد د نورو سیال کېدی شي. په پایله کې، زموږ هېواد هر وخت له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ وي.
طالبانو ته اړینه ده چې په خپل نظام او حکومت کې قانوني تغییرات او بدلون راولي، ترڅو ټول افغانان دا احساس وکړي چې دا زما قانونمند نظام دی او د خپل وطن خدمت زما دنده او فریضه ده.
زه باور لرم چې د هېواد ټول ملي سوداګر به د بلنې پرته خپله سرمایه خپل هېواد ته را انتقال کړي.
خو متأسفانه، په اوسني سیاسي او اقتصادي ناوړه وضعیت کې ملي سوداګر پرمختګ څه نه ویني. دوی نشي کولی په قانوني او معیاري ډول له افغانستان څخه په نړیوالو مارکیټونو کې له نورو سره رقابت وکړي.
د اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته د خپل هېواد د اقتصاد په وده کې د ونډې اخېستو بلنه په تيوريکي لحاظ یو مثبت او د ستاینې وړ اقدام دی، خو البته دا اقدام یوازې هغه وخت عملي پایله لرلی شي چې د هېواد اقتصادي، سیاسي، او امنیتي چاپېریال د پانګونې لپاره برابر وي. د دې موضوع د لا ښه درک لپاره، راځئ چې په پانګونې پورې په تړليو موضوعاتو يو ځغلنده نظر واچوو:
*امنیت: د پانګونې لومړنۍ اړتیا
پانګونه یوازې هغه وخت بریالۍ وي چې د پانګې خوندیتوب تضمین شي. که څه هم اسلامي امارت د هېواد په ډېری سیمو کې د امنیت ډاډ ورکړی، خو د اوږدمهاله ثبات په اړه شکونه لا هم شته. نړۍوال او داخلي پانګوال غواړي پوه شي چې ایا د دوی پانګه به له امنیتي ګواښونو خوندي وي او د ستونزو په صورت کې به د حل مناسبې لارې موجودې وي، او که نه؟ دا پوښتنه لا هم يو ډاډمن او کره ځواب ته اړتيا لري.
*بنسټیزې زېربناوې:
پانګونه یوازې د نظریاتو پر بنسټ نه، بلکې د زېربناوو د شتون په اساس پرمختګ کوي. هغه هېوادونه چې پرمختللې زېربناوې لکه برېښنا، سرکونه، د ترانسپورت اسانتیاوې، او د بانکدارۍ پرمختللی نظام لري، تل د پانګوالو لپاره د جذب مرکز وي. افغانستان په دې برخو کې لا ډېر کار ته اړتیا لري. که اسلامي امارت په رښتيا هم غواړي پانګوال وهڅوي، نو باید د زېربناوو په رغونه او جوړونه کې بايد جدي او کوټلي ګامونه واخلي، چې متأسفانه تر اوسه په دې برخو کې د پام وړ کارونه نه دي شوي.
*قانوني او اداري چاپېریال:
د پانګوالو لپاره د قانوني خوندیتوب او شفافیت نشتوالی یو له لویو خنډونو څخه دی. که امارت اسلامي وکولی شي اداري فساد کم کړي، د پانګوالو د حقونو خوندیتوب یقیني کړي، او یو عادلانه او شفاف اداري سیستم جوړ کړي، نو داخلي او بهرني پانګوال به د پانګونې په اړه ډاډه شي، چې متأسفانه په دې برخه کې هم يو شفاف او رغنده میکانیزم تر اوسه نه دی رامنځ ته شوی.
*بهرنۍ اړیکې او نړۍوال باور:
پانګونه یوازې د داخلي سیاستونو پورې اړه نه لري؛ نړۍوال باور هم په دې برخه یو اړين او مهم عنصر دی. افغانستان د نړۍوالو بندیزونو او سیاسي انزوا له امله له جدي ستونزو سره مخ دی. اسلامي امارت باید د نړۍوالو بازارونو سره اړیکې جوړې کړي، د نړۍوالو اندېښنې له منځه یوسي، او پانګوالو ته ډاډ ورکړي چې دوی د اوږدمهاله ثبات او اقتصادي ودې لپاره جدي او رغنده تصميم لري.
*د خصوصي سکتور پیاوړتیا:
یو قوي خصوصي سکتور د هر هېواد د اقتصادي پرمختګ د ملا تېر ګڼل کېږي. امارت باید د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره هڅې وکړي، هغوی ته مالي او قانوني آسانتیاوې برابرې کړي، او د دوی رول په رسمي توګه پیاوړی کړي، چې متأسفانه په دې برخه کې ډېری
ستونزې موجودې دي.
په ټوله کې له اقتصادي پلوه د امارت له لوري پانګوالو ته بلنه د ستاینې وړ ده، خو د دې عملي کېدل په يو شمېر مهمو شرایطو پورې تړلي. امن، بنسټیزې زېربناوې، قانوني خوندیتوب، نړۍوال باور او د خصوصي سکتور ملاتړ هغه فکتورونه دي چې د دې بلنې پایلې ټاکي.
که امارت اسلامي په رښتيا هم غواړي چې دا بلنه په يقيني توګه عملي کړي، نو باید لاندې څو اړين موارد له پامه ونه غورځوي.
1- په هېواد کې اوږدمهاله امنیت یقیني کړي.
2- د پانګونې لپاره بنسټیزې زېربناوې او اداري شفافیت برابر کړي.
3- نړۍوال باور ترلاسه کړي او د نړۍوالو بندیزونو د له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي.
4- د خصوصي سکتور لپاره د ملاتړ او پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي.
که په په لنډ ډول يې ووايو، که یاد شرایط برابر شي، افغانستان به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو د پانګونې لپاره په یو جذاب مارکيټ بدل شي، او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې به يو نوی او زړه راښکونکی پړاو پيل شي. د يادو شرايطو له هر اړخيز رعايت پرته دا ډول بلنې يوازې سمبوليک ارزښت لري او د هېواد په ناخوندي اقتصادي ټيکاو کې کوم د پام وړ بدلون نه شي راوستلی.
