No-IMG

د حکمتيار صاحب پر ضد منفي تبليغات رسنيو کې د ډالرو په بدل کې ترسره کېدل

د اشغال په وخت کې، پردي پاله، لاسپوڅې، کرايي او متعصبه افغاني رسنيو به د ح اا  او د هغه مشر (ح ک م تا ر صاحب) پر ضد ناسم، زهرجن او منفي تبلیغات خپرول. دغه رسنۍ یوازې د همدې کار لپاره ګمارل شوې وې، او له بده مرغه همدا یې دنده وه چې زموږ په هېواد او ټولنه کې تور سپین او سپین تور کړي. دوی به بوتل په اتل او اتل په قاتل بدلول او شپه او ورځ په همدې منافقت او شیطانت کې بوخت وو. البته دا ټول د ډالرو په بدل کې ترسره کېدل، او په تورو کڅوړو کې به ډالر ورته راتلل.

‏کله چې د ح اا  امیر د امریکا او ناټو پرته له خپلو افغانانو «جمهوریت حکومت» سره د بین‌الافغاني مصالحې هوکړه لاسلیک کړه او سمدستي د خپل مجاهد او مسلمان ملت په بدرګه کابل ته داخل شو، د پردیپالو کرايي او اجیرو رسنیو ګرم بازار خورا سخت خراب شو.

‏ډېر ژر، د طلوع تلویزیون رئیس «سعد محسني»، چې د MOBY ګروپ رئیس هم دی (دا ګروپ په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې پیل شوی وو)، په خپلو رسنیو کې اعتراف وکړ. هغه وویل:

‏څه وخت چې د ح اا  مشر «ح ک م تا ر صاحب» کابل ته راغلی، نړیوالو زموږ لپاره په میلیونونو ډالرو فنډ بند کړ، کوم چې د دوی په خوښه مو د ح اا  او د هغه مشر پر ضد منفي او دروغجن تبلیغات خپرول. اوس مهال نړیوال له موږ سره هېڅ ډول مالي مرسته نه کوي، هغه میلیونونه ډالر یې چې راکول، بند کړي.

‏افغانانو وروڼو او خویندو، دا تور او ادعا نه ده، بلکې هغه حقیقت دی چې د طلوع تلویزیون «MOBY ګروپ» رئیس ښاغلي «سعد محسني» په خپله د خپلو رسنیو له لارې دا خبر خپور کړی.

موږ هر وخت هڅه کوو چې خپلو بااحساسه، الله او وطن پرستو افغانانو خویندو او وروڼو ته هر څه په اسنادو او شواهدو ثابت کړو.

اوس به راشو اصلي موضوع ته!

‏دا څو موده کېږي چې د ح اا  پر ضد، د تېر په څېر د اسلام او وطن د دښمنانو لخوا یو ځل بیا دروغجن او زهرجن منفي تبلیغات پیل شوي، ترڅو د افغانانو اذهان مغشوش او په کوچنیو مسایلو کې يې بوخت وساتي.

‏د MOBY ګروپ په ټولنیزو رسنیو کې، د «ZAWIA NEWS» او « افغانستان انټرنشنل نيوز» په څېر چینلونه، او ځیني پريوتي اشخاص او افراد ګمارلي دي، چې د څو ډالرو په بدل کې د افغانانو ترمنځ د تفرقې زهر خپروي. حتیی دوی په خپلو دروغو هېڅ شرم او حیا نه لري.

‏عجیبه خو دا ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې پرتوګ ښکلې ښځې چې پلار، مور او قوم یې هم معلوم نه دي، له خپل فامیل څخه رټل شوې وي، په ډېره سپین سترګۍ ځانونه د یو مجاهد او مسلمان کورنۍ پورې منسوبوي. زموږ د ګران هېواد کوچیان کې یو متل دی وايي: اوښ دې چا یې، او پچې چیرې کړې؟

‏دا بې‌ناموسه او بې‌ارزښته کسان، چې د خپل کور، کلي، کورنۍ او قوم د عزت ساتلو پروا نه لري، په ډېر تأسف د ښځو د حقونو غوښتنه کوي. پرتوګ ښکلې ښځې اوس د افغانستان د میرمنو او خلکو نماینده ګي کوي. ښایي «MOBY ګروپ» په ټولنیزو رسنیو کې همدا ډول بې نامعلومه پرتوګ ښکلې ښځې او بې‌شرمه، بې‌ارزښته ځوانان هڅوي ترڅو په اسلامي ټولنه کې ستونزې او ناخوالې رامنځته کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک