شیطاني رسنۍ او د دوی فکري اربابان دا توان لري چې د افغاني ټولنې روحیه له منځه یوسي
فکري یرغل تر اوسه په افغاني ټولنه کې د مغرضو شيطاني رسنیو، کرايي ژورنالېستانو، او پرديپالو لیکوالانو له لارې په مستقیم او هدفمند ډول پرمخ وړل کېږي.
متأسفانه افغانان په دې وروستیو کې له داسې شيطاني رسنیو، ژورنالېستانو او پردي پالو درباري لیکوالو سره مخ دي چې نه د ملي ګټو استازیتوب کوي، نه د حقیقي څېړنې ظرفیت لري، او نه هم د ملت د یووالي لپاره کوم مثبت پیغام لري. دا هغه کسان دي چې یا د پردیو له خوا تمویلېږي، یا هم له داخلي عقدو او سیاسي تمایلاتو سره د ملت پر وړاندې دښمني پالي. د دوی هڅه دا ده چې یوه ملي، سیاسي یا ټولنیزه موضوع راواخلي او بیا یې د خپلو تحلیلونو او جعلي تعبیرونو له لارې زهرجن منفي انعکاس ورکړي.
د دوی تر ټولو خطرناک کار دا دی چې د ملت مشرانو خبرې تحریف کړي، د هغوی ملي ستراتیژیک لیدلوري جنجالي کړي، او دا هر څه د ټولنیزو شبکو له لارې د خلکو ترمنځ خپروي، څو د شک، تفرقي، او بدبینۍ فضا جوړه کړي. دا کړنلاره نه یوازې د فکري اشغال یوه بڼه ده، بلکې د ملت پر ضد یوه مستقیمه تبلیغاتي جګړه ده.
په ځانګړي ډول د حکمتیار صیب ملي او سیاسي دریځونه، چې د ملي یووالي، اسلامي امت ارزښتونو، او سیاسي ثبات لپاره وړاندې شوي، تل د دغو کړیو تر حملو لاندې وي. دوی هڅه کوي دا تحلیلونه تخریب کړي، له اصلي بڼې یې واړوي، او د ځوان نسل ذهنونه مغشوش کړي.
خو دا کسان باید پوه شي چې ملت نور د دوی نه سخته کرکه لري او نه ورته د باور وړ دي، ولسونو حقیقتونه يې درک کړي، او د شومو پروپاګندونو پر وړاندې د خپل تاریخ، ارزښتونو، او رهبرانو دفاع ښه په جرائت کولی شي. نه دا ډول کرايي لیکوالان، نه شیطاني رسنۍ، او نه هم د دوی فکري اربابان دا توان لري چې د افغاني ټولنې روحیه له منځه یوسي. د دوی ځای د ملت په زړونو کې نه، بلکې د تاریخي خیانتونو په پاڼو کې محفوظ دی.
