No-IMG

فضل فضلي د فاسد، ناکام او خاین جمهوریت استازی!

‏فضل محمود فضلي، چې د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د چارو ادارې رئيس و، د یوه فاسد، ناکام، تعصب ‌محوره او د خاین رژیم فعاله څېره وه. هغه رژیم چې ملت‌ یې بې‌ باوره کړ، دولت‌ یې پر پردیو تکیه درلوده، او نظام‌ یې د څو داخلي مافیايي حلقو له لوري یرغمل شوی و.

‏همدغه فضلي، چې نن له عقدو او وېرې څخه ډکې بې‌ اساسه ادعاوې مطرح کوي، پخپله د هماغه رژیم مخکښ شریک و. د هغه رژیم چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بنسټونه یې ړنګ کړل، او د یوه ولس تمه یې له تاریخي بحران بدله کړه.

‏دا یوازې زموږ خبره نه ده، بلکې د هغه وخت د جمهور رئیس اشرف غني خپله صریحه اعتراف هم و. غني په یوه څرګند اعتراف کې وویل:

‏“ما پر ځوانانو باور وکړ، خو متأسفانه هغوی نه یوازې له ما، بلکې له ټول ملت سره خیانت وکړ.”

‏اشرف غني دا خبره د چا په اړه وکړه؟

‏بې‌شکه د هغو کسانو په اړه، چې لکه فضل فضلي چې د پردېو استخباراتو په مرسته د تصمیم‌نیوونې په مهمو پوستونو کې ناست وو، خو نه د ملت، نه د دولت او نه د ارزښتونو وفادار پاتې شول، بلکې د شخصي امتیاز، اخلاقي فساد  او فکري غلامۍ ښکار شول.

‏د مستندو اسنادو له مخې، فضل فضلي د جمهوریت د سقوط، د ملت له اعتماد سره د خیانت، د شفافیت ضد پالیسۍ، تعصب‌محور مقرریو او سیاسي فساد اصلي لوبغاړی و. د هغه پټې لاسلیکونه، خاص مقرري، او قوم‌محوره پالیسۍ د هغو عواملو له جملې دي چې د نظام بنسټونه یې زیانمن کړل.

‏نن چې دغه اشخاص، د وطن‌پالو او ملت‌پال شخصیتونو پر ضد بې‌اساسه تورونه لګوي، ملت‌یې درک کوي. دوی هڅه کوي د خپلو خیانتونو او ناکامیو پټولو لپاره نور بدنام کړي. خو ولس نور ویښ شوی دی. افغان ملت په خپلو سترګو ولیدل چې څوک د هېواد ریښتینی خادم و، او څوک د قدرت، پیسو او بهرني خوښۍ په بدل کې د ملت ترشا خنجر و.

‏فضل فضلي او د هغه په څېر ټول خاین، پردي‌پالي او ملت‌پلورونکي باید د ولس په محکمه کې حساب ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک