منځني ختیځ کې د ایران ځانګړی اهمیت
لکه څنګه چې اسرائیل د امریکا او اروپا لپاره یو ستراتیژیک ملګری، ارزښتناک متحد او د سیمې یو کلیدي ځواک بلل کېږي، همداراز ایران سره له دې چې د غرب مخالف محور ګڼل کېږي، خو په منځني ختیځ کې ځانګړی اهمیت لري. ایران نه یوازې تاریخي او ژور تمدني ارزښت لري، بلکې د خپل مهم موقعیت، د طبیعي منابعو (په ځانګړې توګه نفت او ګاز)، او پراخ سیمه ییز نفوس له امله د لویدیځ د ستراتیژیکو محاسبو یوه نه جلا کېدونکې برخه جوړوي.
په همدې تړاو، دا مهال د امریکا د حکومت هڅې پر دې متمرکزې دي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانه شخړه له پراخېدو او له کنټرول څخه د وتلو مخه ونیسي. سپینه ماڼۍ کوښښ کوي چې دواړه خواوې اوربند ته چمتو کړي، څو د جګړې لمن د منځني ختیځ نورو برخو ته ونه غځېږي، او نړیوال امنیت له جدي ګواښ سره مخ نه شي.
واشنګټن او اروپایي متحدین یې، سره له دې چې تل د اسرائیلو ملاتړ کوي، خو هممهاله دا درک کوي چې له ایران سره مستقیم تقابل یا یو پراخ ناورین سبب د دې کیداشي چې دا ټوله سیمې ستراتیژیک توازن ګډوډ کړي، د انرژۍ نړیوال بازارونه متأثره کړي، او د نړیوال اقتصاد ثبات له خطر سره مخ کړي. له همدې امله، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې مهارول، یوازې یو سیاسي یا نظامي انتخاب نه، بلکې یو حیاتي اقتصادي او ستراتیژیک ضرورت بلل کېږي.
د ایران، روسیې او چین درې اړیخيزه بلاک
په تېرو کلونو کې ایران هڅه کړې چې د خپلو لوېدیځو سیالو مقابله د روسیې او چین له لارې وکړي. دا درېلوري اوس د غربي بلاک پر ضد د جوړېدو تمثیل کوي، چې د امریکا او اروپا د بلاک نظم پر وړاندې ولاړ دي. د انرژۍ د صادروونکي هېواد په توګه، ایران د روسیې او چین لپاره یو مهم ستراتیژیک ملګری ګڼل کېږي، او چین ته د ارزانه نفتو عرضهکوونکی هېواد دی. امریکا له دې وېرېږي چې له ایران سره جګړه به دا بلاک نور هم غښتلی کړي او د نړۍ یو شمیر ځواکونه به له غرب نه واوړي.
اوس د امریکا دوګانه ستراتیژي، په دې لټه کې دي چې دا وضعیت مهار او په سمه توګه مدیریت کړي.
امریکا له یوې خوا هڅه کوي ایران منزوي کړي، پرې بندیزونه ولګوي، او د هغه اټومي فعالیتونه محدود وساتي؛ خو له بلې خوا یې د بشپړ لهمنځه وړو یا نظامي تصفیې لپاره هېڅکله جدي ګام نه دی اخیستی. دا یو ډول دوګانه ستراتیژي ده: د دوی په وینا ایران باید دومره پیاوړی پاتې شي چې د سیمهییزو سیالو لکه ترکیې، سعودي او حتی اسرائیلو مخه ونیسي؛ خو دومره هم پیاوړی باید نه وي چې د امریکا او اسرائیلو ستراتېژیک توازن له منځه یوسي.
د اسرایيلو لپاره، د ایران پر ضد دښمني یوازې یو امنیتي خطر نه، بلکې یو سیاسي فرصت هم دی. دا دښمني اسرائیلو ته زمینه برابره کړې چې د عربي نړۍ له ګڼو هېوادونو سره خپل پټ او ښکاره روابط عادي کړي.
د ایران رول، سره له دې چې د لویدیځو رسنیو له نظره یوه ستونزه بلل کېږي، خو د ستراتیژیکو تحلیلونو له مخې یو لازمي توازن هم دی. لوېدیځ نه غواړي ایران نابود کړي، بلکې غواړي هغه مدیریت کړي. له همدې امله، د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه باید د هغوی له نظره مهار شي، ځکه دا جګړه که پراخه شي، نو نه یوازې به د سیمې توازن ګډوډ کړي، بلکې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د مستقیم تقابل زمینه هم برابروي. او بل که دا جګړه پراخه شي، په سیمه کې د غرب ملاتړي لاسپوڅي حکومتونه به له ولسونو سره د تصادم له امله له سقوط سره مخ شي.
