اکثره عرب واکمنان د بهرني قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلي دي
عجیبه خو لا دا ده چې د عربو ملتونه تر اوسه د خپلو پرديپالو، لاسپوڅو واکمنانو اصلي څېره او د دوی کړنې نه دي پېژندلې. هغوی لا هم له دغو حاکمانو داسې تمې لري، چې نه یوازې له واقعیتونو لرې دي، بلکې د دوی د ویرجن تاریخي حالت انعکاس کوي.
اکثره عرب واکمنان د بهرني قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلي دي. یا یې کودتاوې کړي، یا یې په ټاکنو کې درغلي کړې، یا یې د دین، قبیلې او ملي هویت په نوم ولسونه غولولي. خو ملتونه بیا، د تاریخي ماتې، اقتصادي سقوط او فرهنګي نشتوالي له امله، لا هم د بیدارۍ له هغه پړاو نه دي تېر شوي چې خپل حقیقي دښمن وپېژني.
له بده مرغه مصر نه تر سعودي، له اردن تر تونس، ملتونه یا په چپتیا کې دي، یا د درواغجنو هیلو تر بوج لاندې د غلامۍ ژوند کوي. د واکمنو پر وړاندې د ملتونو بنسټیز سیاسي پوهاوي نشتوالی له کبله ، ملتونه بې واکه او بې اختیاره کړي دي؛ نه یې انقلاب بریالی کېږي، نه یې اصلاحات ثمره ورکوي. دا ځکه چې د دوی نظامونه مصنوعي دي، تصمیمونه يې وارداتي دي، او مشروعیت یې د زور، د پرديپالو دیني مفتیانو د فتویو او بهرني تایید پر مټ تأمینېږي.
دلته پوښتنه دا ده چې: آیا اسلامي امت کولی شي له دې حالت څخه ووځي؟ آیا د بیدارۍ، ازادۍ او یووالي کوم اساس شته؟
البته دلته د مقاومت مفکوره منځ ته راځي، یو داسې مقاومت چې یوازې فزیکي نه وي، بلکې فکري، سیاسي، اقتصادي او تمدني بڼه ولري.
د اسلامي امت یووالی، د واکمنو تر شعاري غونډو، تشو اعلامیو او د درباري ملایانو د فتوو ور هاخوا، یو ژور تمدني مسؤلیت دی. دا یووالی یوازې هغه مهال ممکن دی، چې ملتونه خپل اساسي هویت ته را وګرځي، د اسلامي عدالت، خپلواک تصمیمنیونې، او د استعمار پر ضد د واضح دریځ پر بنسټ عمل وکړي.
د مقاومت فرضیه همدی ته وايې: که امت غواړي خپل حیثیت، خپل تقدیر او خپل ثبات بېرته ترلاسه کړي، نو باید د فکري غلامۍ، اقتصادي انحصار، او سیاسي پرديتوب پر وړاندې ودریږي. دا مقاومت باید له دروغجنو، دربارپالو ملايانو، خاینو حاکمانو او هغو نړيوالو نظامونو پر وړاندی ترسره شي، چې د اسلامي نړۍ وینه یې ارزانه کړې ده.
که عرب ملتونه په خپل کور کې د ننه حقیقي دښمن، “استعمار” و نه پېژني، نو دا تمې به تل له درده ډکې وي، او دا هیله به تل له فریب او نمابشي شعارونو جوړه وي.
که نه، نو دا امت به د شعارونو، او دروغجنو نمایشي کنفرانسونو تر سیوري لاندې، تل د ذلت، غلامۍ، ماتې او استعمار قرباني پاتې شي.
