ایران او افغان کډوال: د استخباراتي شطرنج د پټې جګړې احتمالي سناریو.!
ایران او افغان کډوال: د استخباراتي شطرنج د پټې جګړې احتمالي سناریو.!
د ایران او اسرائیلو وروستۍ جګړې دا ثابته کړه چې ایران د اسلامي نړۍ په کچه یو ځواکمن نظامي او استخباراتي هېواد دی. داسې ښکارېده چې اسرائیلو او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو دا اټکل کړی و چې ګواکې ایران به ژر له سقوط سره مخ شي؛ خو ایران نه یوازې سقوط ونه کړ، بلکې پر اسرائیلو یې داسې ګوزارونه وکړل چې هغوی یې له جدي اندېښنو سره مخ کړل.
اوس داسې ښکاري چې اسرائیل او لوېدیځ هېوادونه خپل تاکتیک بدلوي او هڅه کوي د ایران دننه د رژیم بدلون ته زمینه برابره کړي. دا احتمال شته چې د ایران د اسلامي نظام دننه ځینې سیاسي او نظامي ډلې وي چې له موجوده «ملایي رژیم» سره ژور سیاسي او مذهبي اختلافات لري، او په خپلو قومونو او سیمو کې پراخ ولسي نفوذ لري. دا ډلې به د بهرنیانو لپاره یو مناسب داخلي بدیل وي.
یو بل سناریو دا دی چې ښایي اسرائیل، لوېدیځ او یو شمېر عربي هېوادونه (چې ځانونه اسلامي هېوادونه بولي) د “تورو بیرغونو د داعش” په نوم یوه نیابتي پروژه فعاله کړي، څو ایران د یوې اوږدې، تباه کوونکې مذهبي جګړې ښکار کړي. که دا سناریو واقعاً عملي شي، نو سیمه به له یوې بلې خونړۍ جګړې سره مخ شي.
دا ملیشې به له کومو هېوادونو انتقالېږي؟
دا یوه مهمه پوښتنه ده چې ځواب یې ډېر ژر څرګندېدلای شي. خو اوس اصلي بحث ته راځو:
ایران ولې افغان کډوال په جبري ډول شړل پیل کړي؟
ایران وېره لري چې که د رژیم پر ضد نیابتي پروژه فعاله شي، نو له افغان کډوالو څخه به هم د نفوذ یا نظامي استعمال لپاره استفاده وشي. له همدې امله، ایران هڅه کوي چې خپل شاوخوا چاپېریال له مخکې “تصفیه” او کنټرول کړي.
یو بل احتمال دا هم دی چې ایران د خپلو استخباراتي ارزونو له مخې شاید دا درک کړې وي چې د “تورو بیرغونو” پروژه له افغانستان یا د نورو ګاونډي هیوادونو له لارې طرحه شوې ده. له همدې امله، ایران نه یوازې افغان کډوال شړي، بلکې ښایي د کډوالۍ تر نقاب لاندې خپل نفوذي کسان او استخباراتي مليشې افغانستان ته ولېږي، څو هلته ځانونه ځای پر ځای او سنګرونه جوړ کړي.
ښایي دا پروژه یوازې د لوېدیځو هېوادونو ابتکار نه وي، بلکې یو پراخ او همغږی سیمهییز استخباراتي پلان وي، چې پکې یو شمېر اسلامي هېوادونه هم، مستقیم یا غیرمستقیم، ښکېل دي. دغه هېوادونه یا د خپل رژیم د بقا، یا د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د تحقق په خاطر، د نیابتي جګړو برخه ګرځي، او د نورو ملتونو له وینې او بدمرغیو خپلې محاسبې پرمخ وړي.
یو تریخ حقیقت دا دی چې نړېوالو هېڅکله نه غواړي چې افغانستان یو خپلواک، باثباته او د خپلو خلکو په خوښه اسلامي نظام ولري. په نړېوالو محاسباتو کې، افغانستان یو “جغرافیایي نظامي سنګر” ګڼل کېږي، نه یو واحد ملت. د جګړې دوام، د قومونو ترمنځ اختلاف، او د نظامونو پرلهپسې بدلون د نړېوالو لپاره ګټه لري، نه زیان.
افغان دولتپال او سیاسي شخصیتونه باید د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر شا پټ واقعیتونه د احساساتو پر ځای د ژور استخباراتي تحلیل له مخې وڅېړي.
او د ملت مسئولین باید دا درک کړي چې نړیوال ځواکونه د مظلومانو ملاتړ نه کوي، بلکې د خپلو ستراتیژیکو موخو د تحقق لپاره له همدې مظلومۍ استفاده کوي.
