ملي خاینان، داخلي جاسوسان، او د امت دښمنان له محاسبې او سزا څخه خوندي پاتې شوي دي
یو شمېر نړیوال دا خبره ډیره په زغرده کوي چې ګواکې ځینې مسلمانان ډېر په اسانه د پردیو د ګټو لپاره استعمالېږي، او ډېر وخت خپل دین، وجدان، عزت او وطن په کمه بیه خرڅوي.
خو د تاریخ ترخه تجربه دا ښيي چې بالاخره همدا پلورل شوي خلک، یا د خپلو بادارانو لهخوا وژل کېږي، او یا د خپلو محکمو مخې ته د “مجرم” په نوم راکاږي.!
خبره مې دا کوله چې زموږ یو شمېر وروڼه تل دا پوښتنه راپورته کوي: چې ګواکې ولې په اسلامي هېوادونو کې خاینان، جنایتکاران، او د امت دښمنان نه محاکمه کېږي؟ ولې په ټولنیزو او ملي قضایاوو کې شفاف، عادلانه او مسوي عدالت نه تأمینېږي؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده، خو دردناک دی: متأسفانه زموږ په ډېری اسلامي هېوادونو کې نه خپلواک، قانوني بااعتماده نظامونه شتون لري، او نه هم د قانون پر بنسټ ولاړ عادلانه او شفاف قضايي بنسټونه لرو.
همدا دلیل دی چې ملي خاینان، داخلي جاسوسان، او د امت دښمنان له محاسبې او سزا څخه خوندي پاتې شوي دي؛ بلکې برعکس، ډېر ځله د “رهبرۍ”، “مصلحت”، یا “ملتپالنې” تر نامه لاندې ستایل کېږي، او ملي القاب ورته کارول کېږي.
