No-IMG

‏‎ډونالډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ د تحقیر ډیپلوماسي.!


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نړۍ له هغو مشرانو سره چې سپینې ماڼۍ ته یې رسمي بلنه ورکوله، زیاتره وخت له توهین‌آمېز، تحقیرونکي او غیر‌دیپلوماټیک چلند څخه کار اخیسته. دغه چلند، په ځانګړي ډول د رسمي مطبوعاتي کنفرانسونو پر مهال، د رسنیو پر وړاندې ډېر ښکاره او قصدي بڼه درلود.
‏‎کله به چې د بل هېواد ولسمشر، صدراعظم یا مشر د سپینې ماڼۍ مېلمه و، ټرمپ به له ټولو دیپلوماټیکو معیارونو څخه په تېري، تمسخر، توهین‌آمېزو جملو یا بې‌احترامي څرګندونو سره هغوی ته مخامخ کیده. د هغه بدن ‌ژبه، اشارې، او د خبرو طرز اکثره وخت له نړیوالو عرفونو سره په ټکر کې و، او له یو کوربه مشر سره هېڅ همغږي نه درلوده.
هغه مشران چې د خپل هېواد ملي دریځ یې له لاسه ورکړی و، یا یې ځانونه د امریکا تر سیوري لاندې خوندي ګڼل، د ټرمپ له‌ خوا د سپکاوي څرګند نښه ګرځېدل. دا چلند یوازې د هغه شخصي اخلاقو انعکاس نه و، بلکې دا یوه قصدي سیاسي تګلاره وه، چې هدف یې دا و چې نړۍ ته وښيي:
‏‎دا هغه مشران دي چې د امریکا تر سلطې لاندې د ژوند کوي، هغوی بې‌ارزښته، بې‌اختیاره او د توهین وړ دي.
شاید د دغې رویې تر شا یو ښکاره پیغام دا هم وي: چې د امریکا تر چتر لاندې د غلامۍ ژوند کوې، نو باید د سپکاوي، تحقیر او مطبوعاتي تمسخر زغملو ته هم چمتو اوسې.
دا ډول سلوک د نړیوالو دیپلوماټیکو اصولو، د متقابل درناوي له ارزښتونو، او د هېوادونو ترمنځ له معمول اړیکو سره ښکاره تضاد په مانا دی. دا یوازې یوه شخصي تېروتنه نه وه، بلکې د سلطه‌ پال امریکايي ذهنیت څرګندونه وه؛ هغه ذهنیت چې له متحدینو سره یوازې د ګټې پر بنسټ چلند کوي، نه د درناوي، عزت او متقابل ارزښت پر اساس.
حقیقت دا دی چې ، هغه مشران او ملتونه چې غواړي د خپل ملي حیثیت، خپلواک دریځ او اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي، باید د پردیو تر سیوري لاندې نه، بلکې د داخلي مشروعیت، ولسي ملاتړ او خپل سیاسي استقلال پر بنسټ سیاست ته دوام ورکړي.
دا ځکه چې یو ملت یوازې هغه وخت عزت موندلی شي، چې خپل دریځ پخپله وساتي، نه دا چې د نورو د ګټو قرباني شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک