No-IMG

د خويندو نړيواله ورځ

اګر چې په اسلام کې هره ورځ د خويندو نړيواله ورځ وي خو په موږ کې ځينې خلک په ځينې عباداتو ډېر غيرتي او نيغ نيغ وي لکه مثال هغه عبادات او ښه اعمال چې خلکو ته پکې ځان ښودنه وشي .

خو په ځينو عباداتو او ښه کارونو کې بيا د مړ سترګي او سپين سترګي نه کار اخلو ، لکه مثال د خويندو ميراث ته سترګي پټول ، مړ سترګي کول او که خويندي خپل حق وغواړي بيا سپين سترګي کول .

دسې يو تاثر خپور شوی چې کمه ښځه د خپل ورور نه ميراث وغواړي هغه بې ادبه يي .

نا وروره

خپلو خويندو او لوڼو ته د خپل حق اړوند پوهاوی ورکړئ .

ډېر خلک خپلو خويندو ته ټيټ او پاس کېږي خو چې کله ترې ميراث وخوري بيا يې په کلونو پوښتنه نه کوي.

د غيرت تقاضا يوازې دا نه ده چې انسان د خويندو په کنځا خفه شي بلکه دا هم ده چې واده نه مخکې او ورسته يې پوښته او احوال معلوم شي، نکاح کې ډېر احتياط وشي يوازې خپله ديکتاتورۍ يا د اثر او رسوخ لپاره قرباني نشي ، همدا راز په ميراث کې په نره خپل حق ورکړل شي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک