غرب د خپلې نړيوالې واکمنۍ لپاره يوازې په اقتصاد نه بلکه په اقدارو هم کار کوي
شايد د ډېرو خلکو په ذهن کې دا سوال وو چې د غرب له موږ سره يا نورو هيوادونو سره څه کار چې له هغه ځايه رازي او زموږ د ښځو په حجابونو او کړنو کې کار لري ؟ غرب خپل کار کوي او دا موږ يو چې په هر څه کې غربي دسيسه لټوو.
زموږ ځواب دا دی چې: هغوئ د خپلې نړيوالې واکمنۍ لپاره کار کوي او دا واکمني نه يوازې په ټکنوکراسي او اقتصاد کې ترلاسه کول غواړي بلکه په اقدارو هم کار کوي.
پرون خبر راغلی چې يوګنډا د همجنس پرستو خلاف قانون جوړ کړ په رد عمل کې پرې نړيوال بانک مرستې بندې کړي .
يو وخت وو چې فکري علماوو ته خپل عوام پوهه کول سخت وو ځکه غرب په ډېر منافقت کارونه ترسره کول، خو وس چې نوره نړۍ په واضحه اضرارو پوهه او د غرب مخالفت کوي غرب هم خپله اصلي ورو ورو رابرسېره کوي، په همدې ترتيب د نورې نړۍ عوامو کې هم شعور راپورته کيږي .
