لبرل انسان نفسياتي د خوند غلام وي
د خوند غلامي انسان بي غيرته کوي، تر يو حده خوند په شرعيت کې جائز دی خو چې له حده زيات شي بيا ورسره انسان معتاد کيږي، بيا انسان په هر څه کې تسکین او لذت ته لومړيتوب ورکوي، دا اعتياد انسان مجبوروي چې د ټولو اخلاقي اقدارو او وقار خلاف کړنې ترسره کړي ترڅو خوند ترلاسه کړي، د انسان عقل او ضمير هم د خوند په غلامۍ کې دومره مسخه شي چې د انسان قابو کول ورته ناشوني شي، ضمير د خوند تابع وي خو انسان فکر کوي چې خوند د ضمير تابع دی.
بيا انسان ته هر هغه څه جهالت ښکاري چې د خوند په ترلاسه کولو کې مانع ګرځي، انسان د حال بچی شي، نه د ماضي خاطر کوي او نه د مستبقل چې د خوند غلامي په ټولنو څه اغيزه کوي؟
هغه وخت مهم شي چې خوند پکې ترلاسه کېږي، هغه وخت ضايع بلل کېږي چي خونډ پکې نه وي اګر که ډېر د ثواب کار ولي نه وي، خوند پسې سرګرداني د ليونتوب تر حده شي، بالاخر انسان د خوند قيدي شي او د درویشي آزادي خرڅه کړي.
(خوند لکه: بې مهاره پيسو زياتولو خوند، د شهرت خوند، د چوکۍ خوند، د جنس خوند)
