No-IMG

هيڅ شی نه ضايع کيږي، هر څه چې ته لولې فايده کوي، هر څه چې لولې ستا په عمق کې پاتې کيږې

مصری ليکوال أنيس منصور لوستونکو لپاره وايې:

هيڅ شی نه ضايع کيږي، هر څه چې ته لولې فايده کوي، هر څه چې لولې ستا په عمق کې پاتې کيږې .

ته نه پوهېږې چې چرته پاتې کيږې او څنګه پاتې کېږي او کله به ښکاره شي !

خو دا به خپل اثر کوي او ضرور به ښکاره کيږي .

(يعنې لوست په سوچ کې بدلون راولي او شايد انسان يې په فايده ژر پوهه نشي خو د ژوند په مختلفو پړاونو کې خپل ځان او اثر ضرور ښکاره کوي ، شايد دا دسې پړاو وي چې محتاج يې، تاسې لپاره به همدا لوست تر ټولو بهترين دوست ثابت شي )

عملي تجربه :

يو وخت زه په تجارت کي سخت وخت سره مخ شوم او تقريباً بلکل صفر ته راغلم.

يوه ورځ زما يو دوست زنګ راوهه چې زموږ د ځينې بهرنيو کمپنيو سره ملاقات دی خو موږ په انګلش نه پوهېږو، ته دا خدمت وکړه چې زموږ ترمنځ مترجم شه، زه لاړم او مترجم شوم .

د هغوئ په تجارت کې ښه منافع وه، ما خپل دوست ويل چې زه هم يو څه روپئ درته پيدا کوم او ځان لپاره چې کوم مال راغواړي ماته يې هم درسره راوغواړه ! هغه مال راورسيد او الله تعالی ښه منافع راکړه، او يوه سلسله شروع شوه ! تر دې هغه حالت نه الله اويستلم .

لنډه دا چې يوازې د انګليسي ژبې يادول لس دولس کاله بعد په يو ښه فرصت کې مرسته وکړه .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک