افغانستان د تاريخ يو ډېر مهم فرصت په لاس کې لري
افغانستان د تاريخ يو ډېر مهم فرصت په لاس کې لري، سل کاله علماء کرامو د سيکولرزم خلاف اسلامي نظام ته ترجيح ورکړې او اسلامی نظام يې يو ائيډيل نظام نړۍ ته معرفي کړی، بلمقابل سیکولرانو د علماء کرامو خبرې يوټوپيا بللې او له ځانه يې اسلامي نظام ډيسټوپيا معرفي کوله .
وس وخت دی چې حکومت په لوړه کچه د اسلامي دسې يو ماډل نړۍ ته وړاندې کړي چې د تيرو ۱۴۰۰ کلونو ادعا معاصرو خلکو ته هم عملاً ثابته شي .
د نړۍ ټول مسلمانان پکې د خپلې بقاء او برم اثار وويني.
دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې حکومتداري شفافه، پوهه، قاوقاره، د کشر مشر عزت، خاطر، ديني چاپيريال، اخلاقيات د ورورولي فضاء او په لوړه کچه فکري کار وشي، ځکه چې سيکولرزم د ژوند په ټولو احاطو خيټه اچولې او مسلمانان مجبور دي چې په هره احاطه کې سيکولرزم ناسم او ښه بديل اسلامي نظام ثابت کړي.
تند خوي، عياش مزاجي، پروتوکولي مزاج، انډيواليزم، د پوهې کم والی، فساد، عيش و عشرت، د خلکو سپکاوی، بې حوصلږي، د عوامو خدمت پر ځای فرعونيت کول د نظام لپاره زهر دي او په نړيواله کچه د نظام بدنامولو مناسبه لاره ده .
