غرب عجيبه کانې کوي، چې ګټه يې درکې وي کنه يو زر کاله ديکتاتور او ظالم وسه هيڅ خبره نشته !
چې ګټه يې درکې نه وي بيا درته د جمهوريت ، عوامي رايې، انساني حقوق، ازادي او ورته فلسفې بهانه کړي، بيا دې هيواد په ټوله نړۍ کې شرموي، په فلمونو کې دې هيواد دوه لکه کاله پخوانی معرفي کوي، پاچا نه قصاب جوړوي، ښځې په پنجرو کې ښايې او ښارونه خامې کنډوالې ښکاره کوي .
په هيواد کې يو وړوکی ډم يا لوفر ګوټی (چې لږ باغيانه فکر ولري) ستر هيرو او چيمپين کړي، هغه غريب به په خپله خبره نه پوهېږي دوئ به يې په ايوراډونو ونازوي، په اکسفورډ کې تعليم کونکي دکتوران به يو ساده ګل او ناپوهه ته په توجه کینوي .
کوښښ به کوي چې په وړه وړه خبره دې په هيواد کې مظاهرې جوړې کړي، په ديګ او کاسه جوړه شوې مظاهره به په سي اين اين ښکاره کړي.
د يوې لرې ولسوالۍ د غره په لمن کې به د يوې ښځې د زړه ارمان په ټوله نړۍ واوروي خو په غزه کې يا نوره اسلامي نړۍ کې په زرګونو ماشومانو شهادت باندې به هيڅ څوک نه وي خبر !
دا د نړۍ حقيقت دی .
