مطالعه څنګه وکړم ؟
-دماغو ته درد ورکړه، سر درد وزغمه.
-په کرښو يوازې نظر مه تېروه، ذهن ته يې ښکته کوه.
-د ناول پر ځای تاريخ لوله.
-د خپلې مطالعې محصول وليکه .
-ځانته موضوع انتخاب کړه او په يوه موضوع د ډېرو کتابونو د موضوع اړوند مخصوصې برخې ولوله، ضروري نه ده چې يو کتاب له پيله تر پايه ولوستل شي.
-لږه مطالعه وکړه خو روزانه يي وکړه، پيل له نيمي پاڼې وکړه او روزانه نيمه نيمه پاڼه زياته لوله .
-د خوند پر اساس مطالعه مه کوه؛ د مسؤليت پر اساس مطالعه وکړه .
-ځان لپاره مطالعه وکړه، خلکو ته ښودنې لپاره مطالعه مه کوه .
-زړه تنګون کې مطالعه مه کوه بلکه پياده مزل کوه.
