No-IMG

د نړۍ دیموکراسۍ اجازه ورکوي چې د ماشومانو، ښځو، ناروغانو او سپین ږیرو قتل عام او جینوسایډ وکړي

مدرنیته علمبردارانو چې نورو ته یې نړیوال قانون سره کرښه ګرځولي، نن یې اسرائیلو ته اجازه ورکړي چې په روغتونونو او امبولاسونو باندې برید وکړي او که نوي زیږیدلي ماشومان پکې وژل کیږي

د نړۍ سیکولار او لیبرال هیوادونه چې ځان تر نورو مهذب او متمدن ګڼي، او ځان د حقوق بشر او دیموکراسۍ مدافعین او مبلغین بولي، په رڼا ورځ یوې بلې په اصطلاح دیموکراسۍ ته اجازه ورکوي چې د ماشومانو، ښځو، ناروغانو او سپین ږیرو قتل عام او جینوسایډ وکړي. نه یوازې اجازه، بلکې بشپړ مالي او پوځي ملاتړ یې ورسره دی.

د مدرنیته علمبردارانو چې نورو ته یې نړیوال قانون سره کرښه ګرځولي، نن یې اسرائیلو ته اجازه ورکړي چې په روغتونونو او امبولاسونو باندې برید وکړي او که نوي زیږیدلي ماشومان پکې وژل کیږي، نو څه لویه خبره ده. په ۲ میلیونه انسانانو یې اوبه، خوراک، درمل بند کړي. روغتونونو باندې یې برښنا قطع کړي.

غربي رسنیو او سیاستوالو داسې اذهان تسخیر کړي چې څوک که د اوربند خبره کوي، هغه مجرم دی، او څوک چې وژل کیږي هغه بې ارزښته دی او وینه یې مباح ده، او هغه څوک چې بمونه غورځوي، هغه بیچاره مظلوم دی.

د لویو غربي دیموکراسیو سیاستوال لابي ګروپونو په پیسو اخیستي، او که څوک کانګریس یا پارلمان کې د اوربند خبره کوي، هغه سانسور کوي. دا هر څه نړۍ په رڼا ورځ او په ژوندۍ بڼه ننداره کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک