مشر باید عادل او خپلو خلکو ته مخلص وي او امانت کې خیانت ونه کړي
د ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مجلس کې خلکو ته خبرې کولي، یو کوچی راغی او پوښتنه یې وکړه: د قیامت ورځ کله ده؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو خبرو ته دوام ورکړ. ځینې خلکو وویلي چې رسول الله صلی علیه وسلم د کوچي پوښتنه واوریده، خو د خبرو پریکول یې خوښ نه شول او ځینو وویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وانه وریده. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې خبرې پاي ته ورسولي. پوښتنه یې وکړه چې هغه کس څه شو چې د قیامت په اړه یې پوښتنه کوله؟
کوچي وویلي: دلته یې یم، د الله پیغمبره. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: کله چې امانت ضایع شو، نو قیامت ته منتظر شه.
کوچي وویلي: امانت څنګه ضایعه کیږي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویلي: کله چې واک (مشري) نا اهلو ته وسپارل شو، نو قیامت ته منتظر شه. (رواه البخاري)
واک او مشري ستر مسوولیت (امانت) دی. مشر باید عادل او خپلو خلکو ته مخلص وي او امانت کې خیانت ونه کړي.
