No-IMG

پرون پدې ځمکه د ادم علیه السلام د بچیانو شمیر ۸ میلیاردو ته ورسید

الله تعالی دا کاینات ۱۴ میلیارده کاله مخکې د یوې سترې چاودنې سره پیدا کړل. د نن څخه ۴.۵ میلیارده کاله مخکې په یو ګونو حجرو کې ژوند یا حیاة رامنځته شو. ۳ میلیارده کاله وروسته دا څو حجروي موجودات په وړو بحري حیواناتو بدل شول. بیا ۴۰۰ میلیونه کاله وروسته کوچني ماهیان رامنځته شول.

ساینسپوهان وایې چې د نن څخه ۳۷۵ میلیونه کاله مخکې د تیکتالیک په نوم ماهي چې څلور پښې یې درلودي، د لومړي ځل لپاره د اوبو څخه وچې ته راووت، او لومړنی ژوندی حیوان وو چې پر ځمکه یې ژوند پیل کړ، او ورپسې ۱۰۰ میلیونه کاله وروسته حشرات او خزندې را پیدا شوي.

د ادم علیه السلام د نزول اصلي وخت معلوم ندی، خو ځینې معاصر علماء وایې چې شاید ۸۰ زره یا یو لک کاله مخکې راغلی وي. ۲۱۸ کاله مخکې د انسانانو شمیر یو میلیارد ته ورسید، سل کاله وړاندې دوه میلیارده شو، ۱۱ کاله مخکې ۷ میلیارده شو. یوازې تیرو لسو کالو کې یو میلیارد انسانان زیات شول. پوهان وایې چې شاید د انسانانو نفوس په ۲۰۶۰ میلادي کال کې پیک یا اعظمي شمیر ته ورسیږي او د هغه کال نه وروسته به د انسانانو شمیر په کمیدو شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک