د دلوې ۲۶ مه یا د فبرورۍ ۱۵ مه داسې ورځ وه چې د نړۍ لوری یې بدل کړ
په اسلامي او ایډیالوژیک کانټکسټ کې د کمونیزم ماتې د اسلامي فکر بریا وه، خو په نړیوال جیوپولټیک پس منظر کې، د کاپیټالیزم کامیابي. د افغانانو لپاره د هیواد ازادي وه، چې د دوه میلیونه شهیدانو د وینې په نذرانې سره یې ترلاسه کړه.
د غرب نیولیبرالیزم د افغانانو د قربانیو مدیونه وه، خو افغانان نه پوهیدل چې څه وکړي؟ څه لاسته راوړي؟ خپل همیشنی عادت یې را تازه کړ. د امپراطورۍ د ړنګولو نه وروسته، خپل هیواد ویجاړول. د غرب لیبرل ډیموکراسي، افغانانو وژغورله، خو غرب افغانستان په نویمو کلنو کې یوازې پریښود.
کله چې شوروي اتحاد ماتې وخوړه، فرانسیس فوکویاما او سمویل هنټینکټن را ولاړ شول او د لیبرل ډیموکراسۍ، د غرب نیولیبرالیستي اقتصاد او په ټوله کې د کاپیټالیزم بریا یې د انساني تاریخ تر پایه اعلان کړه، یعني، همیشنۍ بریا چې هیڅکله به ماتې ونه خوري.
هنټينکنټن وویلي چې د کمونیزم نه وروسته، یوازې کنفویشس او اسلامي تمدنونه دا وړتیا لري چې موږ سره ټکر وکړي، نور تهذیبونه او کلتورونه دا کار نشي کولای.
د دې پیښې نه ۳۴ کاله تیر شول، کله چې ما فوکویاما سره د هغه په دفتر کې مرکه لرله، او ټرمپ تازه ولسمشر شوی و، ما ترینه پوښتنه وکړه چې ایا اوس هم په خپلې پخوانۍ خبرې ولاړ یې (د غرب لیبرل ډیموکراسۍ او کاپیټالیزم نشي ماتیدلی)، هغه موسکی شو، ویې ویل: ما خپله خبره بیرته اخیستي، زه اوس پدې نظر یم چې د غرب لیبرل ډیموکراسۍ بیخونه چې په نیولیبرالیزم ولاړ دي، ورسته شوي.
له بده مرغه، افغانانو، هغه وخت د فوکایاما یا د هنټیکنټن په څیر د فکر خاوندان یا لیدلوري ټاکونکي نه لرل چې لاره یې ورته ښودلای.
