د غزې ولس په ډیر مظلومیت کې نړۍ ته د ایمان او شجاعت یو عجیب درس وړاندې کړ
دوه کلنه لور یې په بمباریو کې ټوټې ټوټې شي…الحمدلله وایې. ورور یې شهید شي…الحمدلله وایې.
کور یې ړنګ شي…الحمدلله وایې. لوږه، تنده پرې راشي…الحمدلله وایې.
ټوله شپه د بمبارۍ د لاسه خوب ونشي کولای…الحمدلله وایې. زندان ته لاړ شي…الحمدلله وایې. شفاخانه، مکتب، بازار یې لوټې لوټې شي…الحمدلله وایې.
د غزې ولس په ډیر مظلومیت کې نړۍ ته د ایمان او شجاعت یو عجیب درس وړاندې کړ.
د غزې ولس د ۱۶ کاله کلابندۍ سره چې خوراک، څښاک، تیل، درمل یې د اسرائیلي اشغال لخوا کنټرولیدل، د فقر او بیوزلۍ سره یې نړۍ ته د صبر او استقامت نه منونکی درس وړاندې کړ.
د ایثار او قربانۍ دې مثال په نړۍ کې په میلونونو خلک په خوځښت راوستل.
که څوک ناهیلی شوی وي، همت یې د لاسه ورکړی د غزې د ولس داستان دي ولولي، وګوري.
