د افغانستان په اړه د نړیوال بانک تازه سروی ډیره خفه کوونکي او پریشانوونکې ده
نړیوال بانک د افغانستان په اړه خپله تازه سروی پرون خپره کړه. ډیره خفه کوونکي او پریشانوونکې ده. سروی وایې چې نجونو او ښځو خیاطۍ، مالدارۍ او کرنې ته مخه کړي، ځکه نجونې لیسو ته نه پریښودل کیږي او ښځې د بیکارۍ او فقر له امله نورو عادي کارونو ته مخه کړي.
تنکي ځوانان ښوونځي نیمایې کې پریږدي او مزدورۍ پسې ګرځي، د بیوزلۍ له امله زده کړو ته دوام نشي ورکولی. لوږه زیاته شوې، ماشومان زر ناروغه کیږي، صحي خدماتو کچه راټیټه شوي.
یو څه ملامتیا د نړیوالې ټولنې ده چې اقتصادي بندیزونه یې لګولي، خو ډیره ملامتیا طالبانو ته راجع کیږي چې په دومره لویو ستونزو یې سترګې پټي کړي، او د پالیسیو له امله یې راتلونکي نسلونه یا تعلیم نیمایې کې پریږدي او یا د تعلیم حق ترې اخیستل شوی او د مزدورۍ او نفقې پیدا کولو پسې لالهانده دي.
د شته اقتصادي او سیاسي بحران د حل په اړه ولس سره خبرې اترې نه کول، د طالبانو ستره تیروتنه ده. او د راتلونکو نسلونو د تعلیم څخه محرومول یو لویه فاجعه ده چې مسوولیت یې طالبانو ته ورګرځي.
