دا ستره جهانبیني په شګو ولاړه وه، خلکو فکر کوه چې پوخ او کلک بنیاد لري
ډیرو ته به دا یو عجیب احساس وي چې موږ خو داسې فکر نه کوه چې د مدرنیته نه را ټوکیدلی تمدن به داسې ړوند، دوه مخی او وحشي وي.
دا ستره جهانبیني په شګو ولاړه وه، خلکو فکر کوه چې پوخ او کلک بنیاد لري.
ډیرو فکر کوه چې ځینې شخصیتونه یې انسان دوسته دی، نړۍ سره مینه لري، د اقلیمي افتونو نه مو ژغوري. نن یې د څیرو نه نقابونه وغورځیدل.
ډیری دوستانو د سیپنس د کتاب لیکوال خلکو ته معرفي کوه چې دا دی بشر دوسته مفکر، باید کتابونه یې تشهیر شي. نن شپه ورځ لګیا دی د فلسطیني ماشومانو او شفاخانو قتل عام توجیه کوي.
ډیری ملګرو به ویلي چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس څومره ښه انسان دی، د اقلیمي بدلون سره مبارزه کوي، ښه افکار لري، نن اسرائیلو ته ولاړ او د قتل عام او د غزې د ویجاړولو سره یې موافقه وښوده. شین څراغ یې ورکړ چې د غزې خلک ووژنئ.
ډیری لیبرال ښځو وویلي چې نسل یې ختم کړئ. تراوسه د اسرائیلو په بمباریو کې ۴۵۰۰ فلسطیني ښځې وژل شوي.
د ارزښتونو دا پراډوکسونه را بربنډیږي. افسوس د هغو په حال چې دا افکار یې خپله قبله ګرځولي ول.
