No-IMG

نوې سړه جګړه؛ شمالي کوریا؛ د امریکا لوی دردِ سَر

شمالي کوریا نن د اوبو لاندې یو انټر کانټینینټل بلاسټېک توغندی ټست کړ چې په سوېل کوریا،  جاپان او امریکا کې یې سخت غبرګون راپارولی.

شمالي کوریا ولې داسې بې سُره کارونه کوي؟

د تېرې سړې جګړې اولنۍ نښته د کوریا جګړه یادېږي چې د شمالي کوریا او سوېل کوریا تر منځ وشوه. له ۱۹۵۰م تر ۱۹۵۳م پورې درې کاله دا جګړه د چین او امریکا تر منځ د سړې جګړې په اوایلو کې اولنی ټکر ؤ. شمالي کوریا چین بسپنه کوله او جنوبي کوریا امریکا، تر دې حده چې امریکايي پوځیان او چینايي پوځیان سره مخامخ هم وجنګېدل. د کوریا له درې کلنې جګړې وروسته کوریا همداسې په دوه برخو تقسیم پاتې شوه.

اوس مهال امریکا او چین ته د چین په شرق کې پراته دا هیوادونه ستراتیژیک اهمیت لري.

امریکا د شمالي کوریا په اړه دوه پلانونه لري؛

اول پلان یې دا دی چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا سره یو ځای د خبرو لارې یو حل ته ورسېږي‌ او دا دواړه کوریاګانې په داسې شکل سره یو شي‌ چې بیا د امریکا د تأثیر لاندې وي. په دې شکل به امریکا وتوانېږي‌ د چین مرز ته ځان ورسوي. دا ستراتیژي دوی ټسټ کړه خو نتیجه یې ورنکړه.‌ هو بهو همدا ستراتیژي افغانستان کې هم امریکا له ۲۰۰۱م رادېخوا پلې کړه خو نتیجه یې ورنکړه.

پلان بي دا دی چې‌ امریکا کوشش وکړي چې د کوریا رژیم بدل کړي. امریکا سره دې کار لپاره یواځینۍ لار دا ده چې د ډیموکراسۍ او بشر د حقوقو د سیاسي نعرو لاندې شمالي کوریا باندې خپل اقتصادي بندیزونه وضع کړي. خلک تنګ کړي، اقتصاد یې خراب کړی، وږي یې کړي او دې ته یې مجبور کړي‌ چې د حکومت پر وړاندې پاڅېږي. دوی بیا له همدې حالاتو په استفاده لاسوهنې پیل کړي او یو داسې حکومت انسټال کړي چې د دوی په ګټه وي. د دې پلان مثالونه ډېر دي. عربي پاڅونونه، د شوروي په پخوانیو مستعمرو کې د ‪“رنګ انقلاب‪یا Colour revolutions چې یوکراین او کرامیا کې امریکایانو بسپنه کاوه. ایران، روسیې، ترکیې او ځینې نورو هیوادونو کې هم له همدې لارې په حکومتونو فشار راوړل کېږي خو دا هیوادونه دې فشار ته تن نه ورکوي ځکه د دوی خپلې ملي ګټې دا نه ایجابوي.‌

افغانستان هم دا مهال او آينده کې د امریکا د همدې پلان بي ټارګټ دی چې بل وخت پرې باید بحث وشي.‌

د ستراتیژیکو سیاسي تیوریو له نظره شمالي کوریا یواځې دا لار لري چې د ځان د دفاع په بهانه خپله نظامي وړتیا لوړه کړي. دې ته policy of deterrence وايي چې ته داسې څه مخته کړې چې خپل حریف خپلې بې وسۍ ته متوجې کړې. شمالي کوریا دا مهال داسې انټر کانټینینټل توغندي لري چې ۸۰۰۰ میله لرې پورې هدف په نښه کولی شي.‌ مانا دا چې شمالي کوریا دا وړتیا لري چې کله وغواړي د جنوبي کوریا، جاپان او امریکا هر ښار‌ ویشتلی شي.‌ په عین حال کې دا خبرونه هم ورکوي چې دوی اټومې وسلې جوړې کړي.

 دا هغه لارې چارې دي چې شمالي کوریا د چین په مرسته د امریکا د دواړو پلانونو مقابله کوي او یو هم نه پرېږدي چې کامیاب شي.

شمالي کوریا او چین په دې کار کې تر امریکا کامیاب دي او امریکا یې له داسې حالت سره مخ کړې چې حل یې نه لري. څه موده وړاندې ټرمپ په ویتنام کې د شمالي کوریا مشر سره وکتل، ناستې یې څه نتیجه ورنکړه، بیا یې ورسره بله ناسته د کوریاګانو تر منځ بفر زون کې وکړه، هغه هم ناکامه شوه او چې بایډن غواړي‌ ده سره ملاقات ترتیب کړي، نن یې اشاره ورکړه چې په هر څه معامله کوي‌ خو له دې کاره نه تېرېږي 

دا ځکه چې یواځې همدا پالیسي ده چې کېم جان اون په قدرت کې ساتي او د امریکا پالیسي ناکاموي.‌

چین لپاره شمالي کوریا د بفر حیثیت لري، چین هېڅکله شمالي کوریا ځان ته نه پرېږي، په دې اساس  چې امریکا پر شمالي کوریا اقتصادي فشارونه زیات کړي چین بسپنه ورکوي، د دوی توکي په غیر قانوني لارو د چین او نورو هیوادونو مارکیټ ته وباسي.

د شمالي کوریا او جنوبي کوریا تر منځ یواځې هغه مهال سوله ممکنه ده چې امریکا د چین د شرقي سمندرګي څخه ووځي‌ او په عین حال کې له جاپان او سوېل کوریا خپلې وسلې او نظامي اډې وباسي.

امریکا دا کار هېڅکله نه کوي تر دې چې چین په نوې سړه جګړه کې دومره قوي شي چې امریکا په اقتصادي لحاظ دې ته مجبوره شي چې د افغانستان په شان له نورې نړۍ هم راټوله شي او بېرته له شمالي اټلانټک څخه اخوا خپلې سیمې ته وواوړي.‌

دا چې د شمالي او جنوبي کوریا مسئله به څنګه حل کېږي د چین او امریکا په آیندې پورې تړلې ده. که چین لاسبری شو، امریکا مجبورېږي چې جاپان او سوېل کوریا ځان ته پرېږي چې بیا دا دوه هیوادونه بې له دې بله هېڅ لاره نه لري چې چین سره بېرته د تېر تاریخ په شان په سوله کې ووسیږي او که چین په اقتصادي لحاظ په نړیواله سطحه مات شو او د امریکا او چین بلانس خراب شو،‌ بیا به د چین په کشتۍ ناسته شمالي کوریا هم د اوبو بېخ ته رسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک