ازبکستان ته د نوي حکومت د مشرتابه پلاوي سفر مهم او پر وخت سفر ؤ
ازبکستان افغانستان ته له درې نورو هیوادونو له ټولو زیاته برېښنا صادروي. دې سره چې تېر حکومت د برېښنا پېسې نه وې پرې کړې د ازبکستان دا تصمیم چې افغانستان باندې به خپله برېښنا نه بندوي مهم تصمیم دی. همدا راز ازبکستان هم افغانستان سره دې لپاره غواړي ښه روابط ولري چې دوی کولی شي زمونږ له لارې سوېل آسیا ته ورسېږي. ازبکستان سوېل آسیا ته رسېدلو لپاره د پاکستان او ایران دوه لارې لري چې دواړو کې د افغانستان همکاري دوی لپاره مهمه ده. د سرخان-پلخمري د برق پروژه بله مهمه پروژه ده چې ازبکان غواړي تر سره یې کړي.
د ازبکستان د اسلامي ګوند د جنګیالیو، دوه طرفه تجارتي روابطو، د مزار-کابل-پېښور ریل لارې، ټرانرېټ او همداسې نورو مسائلو په اړه ازبکستان مجبور دی چې خپلو ګټو لپاره نوي حکومت سره تعامل وکړي.
پاکستان باید په دې پوه وي چې که دوی د افغانستان توکو ته د تورخم له لارې اجازه نه ورکوي،افغانستان سره د ایران له لارې بدیل شته چې خپل توکي د سوېل آسیا نورو هیوادونو ته ورسوي او هم عربي بحر ته لاره پیدا کړي.
سیمه ایز نښلون تر هغې ممکن نه دی تر څو چې د سیمې ټول هیوادونه په دې پوه نه وي چې یو بل سره په تقابل احترام خپلې اړیکې وپالي.
افغانستان د سارک، اي سي او او سارېک سیمه ایزو ارګانونو غړی او د شنګهای ناظر غړی هیواد دی. سیمه په ټوله کې کولی شي یو بل سره د نښلون لپاره افغانستان سره همکاري ولري تر څو د سیمه ایز نښلون پروسه په واقعیت بدله شي.
