No-IMG

نوې سړه جکړه، چین؛ د یوویشتمې پیړۍ ګټونکی؟

نن د چین جمهور رئیس شي جېن پېنګ د چین د ۱۹۱۱م کال د انقلاب په ۱۱۰مه کلیزه کې خبرې وکړې.‌ ده وویل چې د چین د "ملي تجدید" او "بیا رغونې" پروسه په جدیت دوام لري او ډېر ژر به چین د نړۍ پر مخ یو واحد او قوي ځواک را څرګند شي.

د ۱۹۱۱م انقلاب چین کې د آزادی انقلاب ؤ چې په نتیجه کې یې هغه شاهي نظام چې په زرګونه کاله یې دوام کړی ؤ ړنګ شو او پر ځای یې د چین ریپبلک جوړ شو.‌ همدا انقلاب ؤ چې بیا یې وروسته د ماؤ انقلاب ته لاره برابره کړه او د چین د کمونست ګوند په کوشش د ۱۹۴۹م کمونستي انقلاب رامنځ ته شو.‌

چین په تاریخي لحاظ زرګونه کلونه د نړۍ په مخ د انزواء سیاست کړی. دوی داسې امپراطوري درلوده چې له ځانه یې دیوالونه چاپېره کړي ول او نه یې غوښتل نړۍ سره تعاملات ولري. دوی په خپل سُر او طبعیت خپله حکومت داري کوله.

د امویانو د ولید بن عبدالملک په وخت کې قطیبه بن مسلم باهلي چې کله خراسان ونیو او له دې ځایه یې غوښتل چې د چین پر مخ ولاړ شي، خپل دوه تکړه قومندانان یې د چین دهغه وخت امپراطور ته ولېږل. د عبد الله او نعیم د سفر کیسه او د چین امپراطور سره د دوی د ملاقات احوال چې سړی لولي پوهېږي چې دا خلک د یو قوي تمدن او تاریخ خاوندان ؤ. چینیان له هماغه وخته پر خپل تمدن ډېر نازېدل. دوی د اوسني غربي تمدن په څېر بې ارزښته تاریخ نه دی تېر کړی.‌

مشکل دا ؤ چې چین د وخت تېرېدو سره دې منزوي حالت دې ته ورساوه چې نړۍ پرمختګ وکړ او دوی له دې بدلونونو لرې پاتې شول. دوی د خپلې امپراطورۍ ایندې لپاره د ریفورمونو په کومه پروسه کار ونکړ. هلته چې نړۍ چې صنعتي او ساینسي انقلابونه راتلل، چین کوښه د خپلو دیوالونو تر منځ له دنیا نا خبره پرته وه. همدا لامل شو چې د نولسمې پېړۍ په سر کې استعمار د دوی تر پولو ورسېد. انګلیس پکې د اپیومو دوه جګړې وکړې، وروسته پکې په ترتیب نورو هیوادونو لاسوهنې پیل کړې.

د نړۍ له پرمختګ شاته پاته کېدلو کې د چین د اسلامي نړۍ دا ټکی چې دوی ریفارم او اصلاحاتو باند کار ونکړ او ونه توانېدل چې بدلېدونکې نړۍ سره د تعامل لار پیدا کړي، شریک دی.

د چین تاریخپوهان له ۱۸۲۰م څخه تر ۱۹۲۰م پورې نولسمه پیړۍ د چین د شرم پيړۍ بولي. په دې یوې پېړۍ کې د نړۍ څلورو هیوادونو د چین په داخلي مسائلو کې لاسوهنې وکړې. روسیه، انګلیس، جاپان او امریکا. د شرم له دې پیړۍ څخه وتلو لپاره ماؤ د نوي چین بنیاد کېښود. دا مهال د چین مشرتابه د چین پیشرفت ته د تجدد او بیا احیاء کلمات کاروي. د دوی مفهوم دا دی چې دوی د شرم له پیړۍ مخ په هغه چین روان دي چې دوی یې د تاریخي ویاړ کیسې کوي.

چین فکر کوي چې د دوی د شرم د پیړۍ لپاره باید څلورو هیوادونو ته جزاء ورکړل شي.‌ جاپان، روسیه، انګلیس او امریکا.‌ جاپان د داخلي جګړو له امله، روسیه د چین د ځمکو لاندې کولو له امله، انګلیس د اپیومو د جګړو له امله او امریکا د چین د کمونست ګوند پر ضد د چین کای شېک د ملاتړ او د ۲۱مې پیړۍ د چین د اصلي نړیوال رقابت له امله. د دوی په فکر جاپان او انګلیس ته تاریخ سزا ورکړله، یو یې د هستوي وسلو ښکار شو او د بل نړیوال قدرت پای ته ورسېد. روسیې سره دا مهال د دوستۍ اړتیا لري او امریکا یې د اصلي رقیب په څېر په میدان کې ده.‌

دوی فکر کوي چې دا روانه پیړۍ باید امریکا سره خپله کیسه مالومه کړي.‌

امریکا او چین دواړه د نړۍ د مسائلو په اړه جلا فکر لري. د اوسنیو نړیوالو مسائلو او د یو بل پر ضد د دوی د سیاست فلسفه فرق کوي. د نوې سړی جګړې په اړه د امریکا ستراتیژی او د چین ستراتیژي له بېلو سیاسي مکاتبو سر چینه اخلي.

د امریکا ستراتیژیکه لوبه شطرنج دی. د دې لوبې اصل دا دی چې د پاچا شا او خوا دانې کېښودل کېږي او کوښښ کېږي چې په دې فکر وشي چې څومره ژر یو طرف وکولای شي د بل طرف پاچا قید کړي او لوبه وګټي.‌

د چین ستراتیژیکه لوبه "وای کي" Wei qi نومېږي. د دې لوبې اصول بدل دي،‌ دلته لوبه کې واخطايي نشته، د یو بل پاچا ګېرول نشته بلکې دلته یو طرف کوښښ کوي‌ چې د بل طرف پر ضد خپل ځان قوي کړي، ډېره شتمنۍ، مال او ثروت را ټول کړي، تر دې چې د خپل مخالف لوري بلانس خراپ کړي.

د امریکا او چین د دغې ستراتیژیکو لوبو تفاوت د اوسني ستراتیژیک فکر د تفاوت ښکارندویه دی.‌ امریکا کوښښ پیل کړی چې د چین شا او خوا دانې کېدي، اتحادونه او بانډونه جوړ کړي، وسلې لرې برې کوي‌ خو چین په آرامه په خپل پلان کار روان کړی.‌

چین خپل کار له هماغې ورځې پیل کړی چې نړۍ په رسمیت پیژندلی.‌ دوی اول ازادي واخسته، بیا ډنګ شاپنګ له کمونېزم څخه چینايي سوشلزم ته سفر پیل کړ، وروسته په ۲۰۱۳م کې شي جېنګ پېنګ د تجدید او چیني تمدن د بیا احیاء‌ خبرې پیل کړې. په عین حال کې چین په مالوماتي او هستوي ټکنالوژي، نظامي ځواک، سوداګرۍ او فعال نړیوال سیاست کار پیل کړی‌ ؤ.‌

دا د بلې موضوع بحث دی چې چین څرنګه وتوانېد په تېرو ۸۰ کلونو کې د امریکا په شتون کې دونې پرمختګ وکړ خو چین دا مهال په داسې حال کې قرار لري چې د PPP  له اړخه یې اقتصاد کې امریکا ته هم شکست ورکړی.

چین په ۲۰۱۳م کې د یو سړک یو کمربند پروژه پیل کړه چې امریکا فکر کاوه هېڅ څوک به د چین د دې پلان برخه نشي خو د هغوی د توقع پر خلاف د نړۍ ۱۲۵ هیوادونو چین سره پروژې امضاء کړې.

 چین په دې پوهېده چې په تېرې سړې جګړه کې شوروي له دوه وجوهاتو شکست وخوړ، یو دا چې شوروي نړیوال سیاست کې منزوي کړای شوی ؤ او بل داخلي اقتصاد ؤ چې شوروي یې رنګ کړ.

چین له اولې ورځې په همدې دوه مسائلو کار پیل کړی، اقتصاد یې په داسې حال کې دی چې که تایوان، هانګ کانګ او مکاؤ چین سره یو ځای شي په ځانته ځان د نړۍ ۵۰٪ ناخالص پیداوار برابروي.

نړیوال سیاست کې چین بلاکونوجوړوي خو د امریکا پر ضد دوی په دانو او بلاکونو ډېر باور نه لري.‌ دوی له پخوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې تارونه غځولي چې د نړۍ ټول لوی هیوادونه په اقتصادي لحاظ په چین تکیه دي. تر دې حده چې امریکا خپله د چین لوی مارکېټ دی. که دا اوس هم چین کې د امریکا د Boeing, MG, Ford او همداسې نورې څو کمپنې بندې شي امریکا ته قوي‌ ګزار ورکولا شي.‌ د استرالیا، شرقي اروپا، سوېل شرقي آسیا، شرقي آسیا، سوېل آسیا او د منځني ختیځ ډېری هیوادونه په څه نا څه شکل پر چین اقتصادي تکیه لري.

د شوري پر ضد تېره سړه جګړه به دوه مشهورو او مالومو بلاکونو تر منځ ویشل شوې وه چې یو یې کمونست او بل لبرال ډیموکرات ؤ. دې دوه بلاکونو سره خپلو کې اقتصادي او نظامي اړیکې نه درلودې، ښکاره دښمني وه. دا مهال د امریکا په بلاک کې لوی هیوادونه لکه هند، جاپان، استرالیا او نور د چین په مارکېټ خپل اقتصاد ساتي، هند او روسیه د ناټو پر ځای د شنګهای غړي دي. ترکیه چې د ناټو غړې ده غواړي د شانګهای غړیتوب تر لاسه کړي.‌ امریکا سره ټول هیوادونه د هو سر خوځوي خو تر دا دمه یو هم نه غواړي‌ د دوی د نړیوالې هېژمانۍ لپاره څان وژنه وکړي.

چین ډېر عمیق ستراتیژیک مزل کوي.‌

روانه پیړۍ له غرب څخه شرق ته د واک د لېږد پيړۍ ده. غرب سره ټول هیوادونه روابط ساتي خو د شرق نوې پدیدې له پامه نه غورځوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک