No-IMG

نړۍ دا مهال له یو بعدي ساختار څخه څو بعدي ساختار طرف ته روانه ده

نړۍ دا مهال له یو بعدي ساختار څخه څو بعدي ساختار طرف ته روانه ده. نوې نړۍ کې له پنځو تر لسو کلونو درې بلاکونه را منځ ته کېدونکي دي.

امریکا، چین او روسیه به د روانې لسیزې په نړیوال سیاست حاکم وي.‌ راروان وخت کې به روسیه له دې دوه بلاکونه د یو برخه ګرځي‌ او یا به بې طرفي اختیاروي.‌

که د چین اقتصاد همداسې مخ په پورته کېدو روان وي، ښايي تر ۲۰۳۰م چین د امریکا د څلوېښت کلنې یو اړخیزې هېژمانۍ ته د پای ټکی کېږي.

پرون د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي امیر خان متقي خبرې ډېرې په واقعیتونو ولاړې وې. ده وویل چې د د سیمې، اسلامي هیوادونو او د نړۍ زبر ځواکونو ټولو سره په متقابل احترام د بلانس سیاست غواړي.‌

مونږ باید د سوېل آسیا، منځني ختیځ، خلیج، منځنۍ آسیا او د نړۍ د زبر ځواکونو د اختلافاتو په منځ کې د هېڅ بلاک برخه نه شو.‌

دا ډېره عاقلانه ستراتیژي ده خو د دې خبرو عملي کول به قوي دپلوماتیکه دستګاه غواړي چې وتوانېږي د معادلو تر منځ د ډپلوماسۍ لارې بلانس وساتلی شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک