د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی
د یوکراین په قضیه کې د چین پالیسي ډېره جالبه ده
د یوکراین په قضیه کې د چین پالیسي ډېره جالبه ده، له دوی باید زده شي
کال ۲۰۰۸م کې چې کله ناټو اعلان وکړ چې دوی تیاد دي د یوکراین او جورجیا غړیتوب ومني، له هماغه وخت راهیسي د ناټو د غځونې په اړه د روسیې په څېر چین هم د دې کار مخالفت کاوه. دا مخالفت دې لپاره ؤ چې د ناټو غځونه اصلا د چین او د روسیې د مخنیوي پالیسي ده.
هغه مهال داسې ښکارېدله چې چین او روسیه د ناټو د غځونې په اړه یو موقف لري او ښايي په هر ځای کې چې وي د امریکا د دې کار ټینګ مخالفت وکړي.
دا منطقي هم برېښي چې که یوکراین د ناټو غړی شوی وای، نه دا چې یواځې روسیې ته خطر ، بلکې د چین پر وړاندې هم یو لوی چېلېنج ؤ. چین داسې ښکارېده چې په دې به فکر کوي چې که چېرته...
نور ولوله
مونږ ستونزې لرو خو د طویل المدتې آرامې لپاره باید له ډېر څه تېر شو
برګنیف برژنسکي د نړیوالو اړیکو ستراتیژیک مفکر د امریکا د ملي امنیت پخوانی مشاور کال ۲۰۱۲م کې د خپله کتاب "ستراتیژیک لرلید Strategic vision" په دریم فصل کې په نړیوال سستم د امریکا د ممکنه زوال په جیو پولیتیکو تأثیراتو خبره کوي.
دی په دې فصل کې د امریکا له ممکنه زوال له امله د تایوان، یوکراین، جورجیا، بلاروس، افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ په ایندې بحث کوي.
په ۱۹۴ صفحه کې د افغانستان په آیندې بحث کې لیکي چې افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته دوه سیناریوګانې وجود لري.
“یوه سیناریو دا ده چې افغانستان به یوې داسې کورنۍ جګړې ته ځي چې هلته به پخواني جنګسال...
نور ولوله
چین او روسیه ولې د امریکا پر ضد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني!
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف نن وویل چې افغانستان کې د رامنځ ته شوو اقتصادي ستونزه مسؤل جهت امریکا ده او امریکا مسؤلیت لري چې د ستونزو په هوارۍ کې خپل رول اداء کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم له سقوطه وروسته په کراتو همدې ته ورته څرکندونې کړي.
اکثر پوښتنه کېږي چې چین او روسیه ولې د امریکا پر ضد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني!
د دې پوښتنې ځواب په همدې څرګندونو کې پروت دی.
افغانستان کې د امریکا له شکسته وروسته امریکا په دې فکر وه چې روسیې او چین سره د امارت اسلامي پراخې اړیکې به دا هیوادونه دې ته اړ کړي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپیژني او هغه اقتصادي ستونزې...
نور ولوله
جيو پولټيک او سټراټيژيک بدلونونه؛ افغانستان څه بايد وکړي؟
د چین د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت استازی له خپلو قوي ټیمونو سره افغانستان ته راغلي ؤ.
دا سفرونه د افغانستان د بهرني سیاست په تاریخ کې یو بې مثاله فعالیت دی.
دا چې دغه سفرونه څومره مهم دي، دوی افغانستان کې د څه شي په لټه کې دي، افغانستان ته دوی څه لپاره مهم دی، نوی حکومت دوی سره تر کومې پولې اړېکې وغځوي او دوی په کوم شکل غرب سره بلانس کړای شي، دلته پرې بحث شوی.
لیکنه اوږده ده خو مطمئن یم چې چین او روسیې د تعامل په اړه درسره ډېر کومک کوي.)
جیو پولیټیک او سټراټیژیک بدلونونه؛ افغانستان څه باید وکړي؟
عبدالحی قانت
کال ۱۹۹۱...
نور ولوله
ډاکټر مهاتير: زمونږ امنیت او مستقل متوازن بهرنی سیاست د هیواد د پیشرفت لومړني بنیادونه دي
ژورنالېست له ډاکتر مهاتیر پوښتنه وکړه؛
تاسي په دومره لنډ وخت کې خپل هیواد په اقتصادي او سیاسي لحاظ څنګه دې ځای ته راوراساوه؟”
ډاکټر مهاتیر ورته وویل
“که غواړئ چې هیواد مو پرمختګ وکړي له ټولو مخکې ورته د امنیت او ثبات تابیا ونیسئ. هغه هیوادونه چې د امینت او ثبات په نه شتون کې د پیشرفت فکر کوي، هېڅکله نه شي کامیابېدلای. ما د خپل هیواد د رهبر په حیث یواځې دا کار وکړ چې امنیت او ثبات مې وساته. دا ماته په خپل کار کې لومړیتوب ؤ.
بیا مې په دې فکر پیل کړ چې خپل بهرنی سیاست څنګه د نورو له چنګه وباسم، خپل هیواد د نورو له غېږې وویست، په نورو د بسپنې فکر مې له ځانه لرې کړ، د غرب سر بېره مې شرق سره هم د...
نور ولوله
د ترکیې او اسرائیلو اړیکې؛ اردوغان په کومه روان دی؟
د ترکیې او اسرائیلو روابط هغه مهال ډېر تاوده ول چې په ترکیې د سیکولارانو راج ؤ. ترکیې هغه وخت اسرائیلو ته همدومره قوي بسپنه ورکوله لکه څرنګه چې یې نن د اروپا ځینو هیوادونه ورکوي.
اردوغان چې دوه لسیزې وړاندې د ترکیې رئیس جمهور شو، غوښتل یې ترکیه خپل اصلیت ته راوګرځوي. دا چې ترکیې خپل څه کم سل کاله مخکیني اصلیت ته راوګرځي، دې ته مشکله وه چې دا کار لږ وخت کې تر سره کړي. اردوغان دې هدف ته په پلان کار وکړ. دی په سیاست کې تدریج ته قائل دی، غوښتل یې په تدریج یې ترلاسه کړي.
ترکیې له ټولو لومړی خپل داخلي اقتصادي مشکلات حل کړل. قرضونه یې خلاص او ترکان یې ماړه کړل. دې کار تقریبا ۱۰ کاله وخت ونیو. له ۲۰۱۲ وروسته اردوغان په دې پوه شو چې په اقتصادي لح...
نور ولوله
د روسیې او یوکراین معضله؛ ملامت او سلامت
ځینې دوستان د یوکراين قضیه له یوې هفتې رادیخوا څاري او داسې فکر کوي چې ګواکې یوکراین یو مظلوم هیواد دی او د روسیې لخوا پر دوی ظلم کېږي. داسې فکر کېږي چې ګواکې روسیه له خپلې خاورې د پوځونو په ملتیا راوتلې او پر یواکراین یې یرغل وروړی.
د یوکراین قضیه دوه اړخه لري؛
یو اړخ یې اخلاقي دی. دې کې هېڅ شک نشته چې له دې پلوه روسیې ملامته ده. د یوکراینیانو وژل، پر دوی بمونه ورول، د دوی هیواد باندې یرغل وروړل یو ناروا او غیر انساني عمل دی.
بل اړخ یې هغه ستراتیژیک او سیاسي اړخ دی. دا چې په دې اړخ یې سم پوه شو باید د یوکراین د قضیه تل ته ننوزو او هغه لاملونه پیدا کړو چې روسیه یې دې ته مجبوره کړه چې پر یوکراین حمله وکړي.
سره له...
نور ولوله
یوکراین؛ د امریکا او روسیې د جګړې میدان؟
کله چې ۱۹۹۱م کې د امریکا او شوروي تر منځ سړه جګړه پای ته ورسېده؛ شوروي شکست وخوړ او امریکا د نړۍ یکه تاز قدرت پاته شو. هغه مهال د امریکا د بهرنی پالیسۍ هدف دا ؤ چې د امریکا دا یکه تازي څرنګه په نړۍ تل لپاره وساتل شي. دې لړ کې د امریکا مهمو ستراتیژستانو د امریکا د نړیوالې هیژمانۍ ساتلو لپاره خپل افکار وړاندې کول. برژنسکي، فوکویاما، کسنجر، جارج شلټز او نورو کتابونه ولیکل او د امریکا مشرتابې ته یې مشورې ورکول پیل کړل.
یو شی چې د دوی ټولو ترمنځ مشترک ؤ هغه دا ؤ چې د ناټو ائتلاف (چې اصلا د شوروي مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ) باید وغځول شي. امریکا هم له دې وروسته د ناټو په غځونه کار پیل کړ. اول ځل لپاره په ۱۹۹۹م کې ناټو د شرق په طرف وغځېده چې پولېنډ، چک ریپبلک او ځینې ...
نور ولوله
د واشنګټن د ګټو ساتونکو ته افغان ملت هېڅ اهمیت نه درلود
حمد الله محب Face The Nation ته مرکه کې وايي؛ زمونږ د حکومت سقوط په ۲۰۱۹ کې پیل شو، کله چې امریکا طالبانو سره خبرې پیل کړې او مونږ یې شا ته پرېښودو. مونږ ته امریکایانو د هوايي ځواک لپاره ملاتړ نه راکاوه.
زمونږ لاسونه یې شا ته تړلي ؤ. مونږ د امریکا له بسپنې پرته کله جګړه کولی شوه؟”
همدا محب له سقوطه څو میاشتې مخکې؛
“زمونږ پوځونه آزاد دي، مونږ مستقل یو، د هر څه تصمیم خپله نیسو، دا جګړه ګټو، نړیواله ټولنه زمونږ شا ته ولاړ ده.”
تېرې تورې دورې کې د افغانانو په شکل د واشنګټن، پاریس او لندن د ګټو ساتونکي د واک په ګدۍ کېنول شوي ؤ. دوی ته ملت او د ملت ا...
نور ولوله
خالي لاس نړیوال سیاست کې درېدل؛ لکه د فټبال میدان کې چې د لوبغاړو تر منځ د توپ حال وي
د نړیوال سستم له ټولو لوی جنجال دا دی چې یو هیواد د بل هیواد د ښه او بد نیت په اړه محاسبه نه شي کولای. له دې امله د نړیوال سیاست په طبعیت عاقل او ستراتیژیک هیوادونه هغه دي چې همېش د خپل دوست او دښمن پر وړاندې خپل لاس کې کارتونه ساتي. خالي لاس نړیوال سیاست کې درېدل داسې دي لکه د فټبال میدان کې چې د لوبغاړو تر منځ د توپ حال وي.
پخوانیو دا تجربه وکړه، په نورو بسپنه شو، ناکام شو. هغوی چې دا کار کاوه له شخصي ګټو پرته یې بل استدلال هم نه درلود، خو هغه څپه تېره شوه، هغه فصل تل لپاره تمام شو، نوی پیل باید ډېر ستراتیژیک او واقعي وي.
له ټولو وړاندې باید په دې پوه اوسو چې نړۍ کوم خوا ته روانه ده، د حکومت پالیسي جوړونکي او ستراتیژستان باید د نړۍ په مصیر باندې ...
نور ولوله
یوکراین؛ د امریکا او روسیې د جګړې میدان؟
کله چې ۱۹۹۱م کې د امریکا او شوروي تر منځ سړه جګړه پای ته ورسېده؛ شوروي شکست وخوړ او امریکا د نړۍ یکه تاز قدرت پاته شو. هغه مهال د امریکا د بهرنی پالیسۍ هدف دا ؤ چې د امریکا دا یکه تازي څرنګه په نړۍ تل لپاره وساتل شي. دې لړ کې د امریکا مهمو ستراتیژستانو د امریکا د نړیوالې هیژمانۍ ساتلو لپاره خپل افکار وړاندې کول. برژنسکي، فوکویاما، کسنجر، جارج شلټز او نورو کتابونه ولیکل او د امریکا مشرتابې ته یې مشورې ورکول پیل کړل.
یو شی چې د دوی ټولو ترمنځ مشترک ؤ هغه دا ؤ چې د ناټو ائتلاف (چې اصلا د شوروي مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ) باید وغځول شي. امریکا هم له دې وروسته د ناټو په غځونه کار پیل کړ. اول ځل لپاره په ۱۹۹۹م کې ناټو د شرق په طرف وغځېده چې پولېنډ، چک ریپبلک او ځینې نور هیوادونه پکې یو ځای...
نور ولوله
د امريکا او طالبانو د تړون امضاء او د اشرف غني پلانونه
امریکا چې کله طالبانو سره تړون امضاء کړ، ډاکټر غني دوه کارونه پیل کړل؛ له یو طرفه یې لابي پیل کړه چې امریکا له افغانستان څخه لاړه نشي او په څه نه څه شکل د دوحې تړون لغو او د طالبانو دفتر بند کړل شي. په دې لابۍ ډاکټر غني په امریکا کې ډېر مصارف هم وکړل، داخل کې یې هم ورته مختلف النوع کمپاینونه پیل کړل. د القاعدې او نورو خارجي جنګیالیو په جوړو کړای شوو کیسو او له همداسې نورو وسائلو دې لپاره استفاده کول چې پر امریکایانو فشار راشي او هغوی د څه نظامي اډو د پاتې کولو ته تیار کړي.
بل طرف څخه یې د ملېشو په جوړولو فکر پیل کړ. دې لپاره پکار ؤ چې د طالبانو په وړاندې د خلکو قهر او غوسه راپورته کړای شي. په دې برخه کې هم دوی له مختلو وسایلو کار اخسته. همدې موده کې د علماؤ، ژورنالستانو او نورو مشهورو قوم...
نور ولوله
