کولن پاول به د نړۍ آزاد ملتونه هېڅ کله ونه بښي
کولن پاول د کرونا له امله مړ شو خو شاته یې داسې تاریخ پرېښود چې د نړۍ آزاد ملتونه به هېڅ کله دی ونه بښي.
امریکایانو لپاره کولن پاول یو قهرمان دی ځکه چې د دوی د ګټو لپاره یې د نړۍ لویې جګړې رهبري کړي. دی د امریکا د ملي امنیت مشاور، د امریکا د پوځ مشر اوبیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ؤ.
افغانستان او عراق باندې د امریکا د نظامي یرغل له دوو سترو مجرمانو څخه یو دا دی. رمز فیلډ چې څو میاشتې مخکې یې څېره له دې نړۍ ورکه شوه نن ورپسې دی هم ورغی.
دا دوه څېرې وې چې د په نړۍ کې یې د ټروریزم ضد جګړې پر نوم د امریکا د نړیوالې هېژمانۍ ساتلو په پار د عراق او افغانستان میلیونونه انسانان له تېغه تېر کړل. د عراق او افغانستان یو څو بې ضمیره او د ملت دښمنان چې ځانونه یې د پاک ملي بیرغ او پاکې ملي نعرې شاته پټ کړي ؤ د دوی ګنده جرمونو ته مشروعیت ور باښه.
هغوی چې د مظلومو عراقیانو او افغانانو پر ضد په دې دنیا د رمز فیلډ او کولن پاول په صف نازېدل، هغې دنیا کې هم ورته د همدوی د صف ملګري غواړو.
